کور / شعر / د ښکلاوو کمین

د ښکلاوو کمین

ګل اغا احمدي وردګ


بیا به داسې راته وایې چې اول دې ولې نه وې


مینه دا رنګه کانې کا مسلسل دې ولې نه وې


په ځیګر پوخ شومه یاره د توبې دروازه چیرې


خپل منطق دې ولې نه وې مطول دې ولې نه وې


رشوتونه مې منلي که له دې زندانه خلاص شوم


دا د شونډو نذر واخله مکمل دې ولې نه وې


دا د حسن مدرسه ده په آزمون کې شومه پاتې


زه دستورو آدرس غواړم په غزل دې ولې نه وې


راته لار د افق ښیه سرخي اخلمه رخسار ته


خدای ته وګوره مطربه په څو ځل دې ولې نه وې


زه کمین ته د ښکلاوو یم په پټه  راوتلی


ګوره څنګه به یې نیسم په مورچل دې ولې نه وې