ژړا او اوښکي
ژړا ضرور عوامل لری ! ژړا عوامل په زړه او فکر باندی حملی راوړی او د خپلی استیلا په اثر دبدن څه رئیسه مراکز نیسی ، فشار ورباندی راولی او پدی مجادلی کښی کثیف حرارت تولیدیږی ، دا حرارت په خپلو څپو کښی د زړه او مغز و په عروقو ، شراینو او پردو کښی دود وهلی بخار جوړوی او د دردناکو هیجاناتو په اثرکله آهونه او سیلی پیدا کوی او د اوښکو سیلاب ورڅخه جوړیږی .
دسترګو پرزی ورانوی ، سوزوی ئی او د نورو مراکزئی خرابوی ، په مخ اوښکی بهوی او کله ګریوان او ګریوانونه هم لمدوی او د ویرونو او واویلاؤ موجب کیږ ی او آخر ضرور په خپل تلاطم کښی د خلاصون د چاری فکر او نظر زیـږوی ، روزی ئی او د رشد مـرتبی ته رسیږی او حتمآ د تحولاتـو او تطوراتو موجب ګرځی .
د ژړا عوامل : د ژړا عوامل پوره د حساب او کتاب لاندی نشی را تللی او نه کیدای شی چه د هر چا د زړه او فکر دردونه او نارامی په پوره کم او کیف رسم او ثبت شی .
افسوس !! دا بیچاره انسان چه د مجادلی لیاره ورباندی حصره شی نو اکثره دبی اسری توب او نامیدی په حالت کښی په ژړا او اوښکو تویولو پیل و کړی ، دردئی ځوروی ؛ تاثیرات ئی لړځوی ؛ غمونو پسی اخستی دی ؛ چاره ورسره نشته ؛ مرسته ورسره نه کیـږی ؛ څوک ئی دلاسه او تسل نه کوی او یا د تسل او دلاسه له مرحلی څخه ئی دردونه او تاثیرات زیات شوی دی .
افسوس !! د دی بی وسعی انسان په زړه او فکر کښی ډیر څه ګرځی ، زړه ئی ډک دی ، حوصله ئی نشته ده ، لیاره او ګدر ورڅخه خطا دی، او دننه ناوړه نفسی انفعالات ئی ځوروی نو دیته قهرآ مجبوره دی چه ولی شی ، وژاړی او اوښکی توی کړی او کله د ده دارڼی او ښکی دوینو ګلابی رنګ هم آخلی .
افسوس !! د انسان ژوند کله د ژوند په قیمت نه ارزی .
اف …. داسی ژوند خو خوند نه لری ځکه چی دا د ځورولو او کړولو ژوند دی ، او د افاتو ، بلیاتو او مصیبتونو د نوم وړ ښکاری . دا ژوندئی په مړو حساب دی چی څه ئی د لاسه نه دی پوره ، څه نشی کولی او د ځان د خلاصون چاره ور سره نشته ده نو په مړو سترګو ژاړی او د زړه او فکر د تاو اوتب دلاسه اوښکی تویوی .
دا د اوښکو څاڅکی هسی عادی څاڅکی نه دی ! دا څاڅکی هسی په مفته نه توئیږی ! دا څاڅکی بی تا ثیره نه دی نو ارومرو به خپل مثبت او منفی تا ثیر اچوی . دا ژړا او اوښکی که ژړونکی ځوروی نو حتمآ خپل لیدونکی پاروی او په عاطفوی احساساتو ئی راولی . دا ژړا او اوښکی د زړه او فکر داور د سختو لمبو د بخار نښه ده چی حتمآ به د اعتدال په صورت کښی پخول او د افراط په صورت کښی سوزول کوی .
ته ! هـــو ته ؛ پدی باور وکړه که درته ونه وایم چی وژاړه دا به هم ایمانآ او و جدانآ و نه وایم چی مه ژاړه ، ځکه چی زه پو هیږم چی ته بی موجبه نه ژاړی او ستا ژړا موجبات هم ناروا ندی، نو حتمآ ژاړی !!
زه هم که نور څه نشم کولی ؛ ضروربه در سره ژاړم او په دی باور لرم که نور صالح عناصر هم څه ونشی کړی ، در سره به و ژاړی چی په نتیجه کښی دوی ټولو اوښکو څخه سخت طوفانی سیلاب جوړ شی او د ژړا اسباب او عوامل به له مینځه یوسی .
ژړا ه که ژاړی ! ژاړم که ژاړم ! ژاړی که ژاړی !
خو د ژړا سره سره باید فلج او بی حرکته پاتی نشو ، تر څو د خوښی او خندا فرصت او موقع په لاس راشی .