خلاصون او نجات
په امريکا کي، د ښاغلي اوباما د بري او راتگ سره سم د افغانستان د سياسي او نظامي بحران د حلولو لپاره يو لړ نوي فکرونه را مينځته سوي دي. د روانو بحثونو اصلي ټکى دا دى چي څرنگه افغانستان وژغورل سي. د نجات او خلاصون لاره کمه ده. څرنگه ثبات او پرمختگ تامين سي. کمه د حل لاره سمه، سيده، او مطمينه ده. په بل عبارت، په واشنگټن کي، د تېرو اوو کلونو د پرله پسې زيانونو او غفلتونو جاج اخيستل کېږي.
په افغانستان کي پر تېرو پېښو او حوادثو باندي تجديد نظر کېږي. په عين حال کي، د يوه ژوندي تاريخ د عبرت پر درسونو باندي غور هم کېږي. ځيني مبصرين نظر لري چي په افغانستان کي د ثبات، سولي، او اقتصادي پرمختگ لپاره لمړي بايد طالبان، القاعده، او نور مسلح مخالفان ختم سي، او بيا وروسته دننه په حکومت کي د جنگسالارانو او بدنامو مامورينو چاره وسي. مانا دا چي لمړى بايد خارجي دښمن مات او ختم سي. د طالبانو، مسلح او بېشماره ياغيانو، او د القاعدې د قاتلانو نوغى و ايستل سي، تر څو د داخلي تصفيې لپاره فرصت برابرسي. دوى گومان کوي چي هغه وخت به په حکومت او ټولنه کي د بدو عناصر ليري کول اسانه سي. دوى نه غواړي چي د نوي حکومت په لمړۍ ورځ د جنگسالارانو پرخلاف پراخ او موثر عمليات پيل سي. ځيني بې وسلې سي، ځيني محکمو ته راکش سي، او ځيني د خپلو جرمونو او بدو اعمالو په سزا ورسېږي. له بده مرغه دوى هغه اشتباه تکراروي چي په لمړى سرکي د بوش ادارې وکړه. په کال ٢٠٠١ کي، د بوش ادارې په افغانستان کي سياسي مړي له قبرونو څخه را اوستل، او پوره اته کاله يې همدا د لحدونو مړي ونازول او حمايت يې کړل. نيتجه يې اوس هر چا ته معلومه ده، او د اضافه بيان حاجت يې نسته. د دغي ناکامي مفکورې د تقويې لپاره به د اوباما اداره همدا غټ، شډل، او بې واکه جنگسالاران څلور کاله نور د امريکا په پيسو او عسکرو ساتي. دا معامله ښه ډېره گډه وډه وينم. دا مفکوره پوره سياسي حماقت گڼم. دا په لاره کي په کيندلي کوهي کي په قصده ځان اچول بولم.
حقيقت دا دى چي دا لاره او پاليسي موجوده سياسي بحران لا پېچلى او گرانوي. په عين حال کي، يوه سپېره سياسي بې همتي هم ښکاري. ځکه که چيري اصلي ستونزه مشخصه وي او يا تر ډېره حده څرگنده وي، نو بيا يې چاره نه کول غفلت، بې مسوليتي، او څرگنده اخلاقي کمزوري ده. له اوو کالو متواترو اشتباهاتو او تېروتونو څخه را وروسته فعلا اکثره خلک پدې خبره پوهېږي چي د افغانستان د حاکم سياسي جوړښت تر ټولو لويه ستونزه دننه په حکومت کي د بدنامو خلکو شتون او قدرت دى. د کرزي په حکومت کي له لمړۍ ورځي څخه د جنگسالارانو حضور او واک د کابل د حکومت اعتبار او مشروعيت ته کاري صدمه ورسوله. دا اشتباه، پرته له مبالغې څخه، د افغانستان په متعلق د جمهورريس بوش تر ټولو ستره سياسي خطا ده. ځکه د مرکزي او قوي حکومت په نشته والي کي د افغانستان سياسي بحران دوامداره او ابدي دى. نو بنا، د دې ډلي تيوري له هره لحاظه ناقصه او له سياسي درايت اوبصيرت څخه ليري ده. د امريکا شپاړلسم جمهورريس او په متحده ايالاتو او نړۍ کي د بني ادمانو د مرييتوب پر خلاف د ازادۍ مخکښ مشر، ابراهيم لينکن، د امريکا د تباه کونکي داخلي جنگ په سر کي ويلي وو: “يو کور چي په داخل کي وېشلى او متفرق وي، هغه دوام نلري.” ځکه هغه قوه چي په دننه کي کمزورې او فاسده وي، په بهر کي هم بې اعتباره وي. په مقابل کي، په کور کي قوت او وحدت د بهر شان او شوکت دى.
د افغانستان د خلاصون او نجات لپاره، د نوي حکومت د پيلېدو سره سمدستي بايد د کابل په حکومت کي سراسري سياسي اصلاحات شروع سي. دا يو سياسي او حياتي ضرورت دى. د امنيت او ثبات د ټينگولو او د يوې مدني ټولني د جوړولو لپاره هرو مرو بايد د حکومت په درو واړو څآنگو کي پراخ اصلاحات او تصفيه کارۍ وسي، په تېره بيا، په اجراييه او قضاييه قوې کي. مقننه قوه بايد سمدستي منحله او لغوه سي، او پر ځاي يې يوې مشورتي شورا ته مستقل او مترقي منورين او معتبر سياسي شخصيتونه ونومول سي. ځکه په اوسنۍ شورا کي_ البته پرته له يو څو محدودو شريفو کسانو څخه_ د افغانستان د ديرش کلن ناورين مشهور جنگي جنايتکاران او اول لمبر قانون ماتونکي راغونډ سوي دي. لدې ډول شورا څخه نه شورا ډېره ډېره بهتره ده. دغه راز، نوي مامورين او قاضيان جلب او وروزل سي. د مامورينو معاش د ورځني ژوندانه د اقتصادي ضرورتونو سره سم تعيين او پر ټاکلي وخت ورکړه سي. حکومتي مامورينو ته بايد يو مرفه او د عزت ژوند برابر سي. مانا دا چي پرې نه ښودل سي چي دولتي مامورين او قاضيان رشوت اخيستلو ته مجبوره سي. په حکومت کي د اداري فساد او بډو مخه په جدي توگه ونيول سي. د دولت او حکومت صلاحيت او آتوريټي بېرته را اعاده کړ سي .
يو ځل بيا، لمړي بايد د کور چاره وسي، بيا د بهر. يو معتبر او مشروع سياسي مرکز جوړ سي. دحکومت د مشروعيت آډانې بايد د افغانانو په مټ او زور ټينگي ولاړي وي. د افغان د سياسي عمارت د کآڼو زور پر يوه پاخه او مشروع بنياد باندي وي. د دولت استازي او مامورين د کرکټر او اخلاقي وزن خاوند وي. په بل عبارت، حکومتي ماموريت بايد دونه باعزته دنده او وظيفه وي چي د هېواد اکثره قابل او هوښيار ځوانان، نوي اجتماعي قشرونه، او مدني ډلي راجلبي او منظمي کاندي. مرکزي حکومت مجبوره دى چي د افغانستان د انکشاف لپاره_ البته د محدودو څو کلونو لپاره _ محوري او بنيادي ونډه واخي. له يوې خوا کارونه خلق کړي، او له بلي خوا، خصوصي سکتور ته په اقتصاد کي د فعال او جوړونکي را داخلېدو اسانتياوي برابري کاندي. د افغانستان بياودانېدل يوازي د دولت او ټولني تر مينځ په غښتلي وحدت او همکارۍ کي ترلاسه کېداى سي. دولتي او خصوصي سکتورونه بايد په گډه کار سره وکي.
د همدغو دلايلو په اساس، د افغانستان او منطقې د ژغورلو او نجات لپاره بايد د کابل حکومت تصفيه سي. د کرزي په شمول د هغه په رټل سوي حکومت کي زياتره فاسد وزيران، بېکاره عالي رتبه مامورين، تش په نامه جنرالان، بدنامه واليان، د محلي او قومي مليشاوو بدماش قومندانان، جاني او غله جنگسالاران، اکثره ناپاکه قاضيان، او وطن دښمنه سفيران بايد پسي واخيستل سي. دغه راز، په خصوصي سکتور کي هم د کمپرادور تاجرانو او د اينجيو گانو د ټپوسانو سره هرو مرو بايد حساب او کتاب وسي. ځکه د کال ٢٠٠١ راهيسي افغانستان ته قريب پنځلس بيلونه ډالره استول سوي دي. د دغه رقم لويه برخه يا بېرته بسپنه ورکونکو هېوادونه ته راستنه سوې ده، او يا د کابل حکومت داړمارانو حيف او ميل کړي دي.
د افغانستان خلاصون او نجات دا ايجابوي چي فاسقان او ظالم حاکمان محکمو ته راکش کړى سي. ځکه سوله يوازي هله ټينگېداى سي چي عدالت او انصاف تامين سي. پرته له عدالت څخه د سولي او ثبات تامين امکان نلري، او که چيري تامين هم سي بيا به نو ضرور د برچې په زور وي، خو حتما به موقتي وي. په ننني عصر کي قاعده دا ده چي کله يو سياسي ټېم ناکامه سي، الوداع کوي. په امريکا کي، د بوش دوره پوره سوه، د اوباما د راتگ سره سم پرته له دفاع وزير څخه نور ټول وزيران نوي نومول سوي دي، او د امريکا په سياسي پوستونو کي به هم اکثره نوي مامورين مقرره سي. دا يوه معقوله او پخه قاعده ده. د کزري ټېم په ازموينه کي ناکام سو، او بايد گرده وزارتونه او عالي ادارې د همدې زاړه ټېم له پاتي شونو څخه پاکي سي. هغوى څه کم اته کاله وخت لره، خو هيڅ بريښ يې و نه کى.
بلخوا، امريکا غواړي د عراق د سني اقوامو تجربه په افغانستان کي تکرار کړي. په عراق کي، د القاعدې د قاتلانو پرله پسې مرگانيو حملو عراقي سنيان د مسلم مرگ او تباهۍ سره مخامخ کړي وه. هغوى مجبوره وه چي د القاعدې پر خلاف وسله را واخلي، او دغه مذهبي جانيان له خپلو سيمو څخه تصفيه کاندي. د عراق سنيان مجبوره سول چي د خپلو سيمو امنيت پخپل کنټرول کي راولي، او د القاعدې او نورو خارجي مذهبي جگړه مارانو د حيرانونکي قساوت او بربريت مخه ونيسي. همدا راز، عراق څو کاله پرله پسې يو مرکزي او ديکتاتوري نظام لاره. په افغانستان کي په کلونو کلونو د يوه غښتلي مرکزي حکومت نشته والى د هغه هېواد ټول پرمختگ او ثبات ته کاري صدمې رسولې دي. بلخوا، که څه هم د اکثرو افغانانو د طالبانو توره او لغوړنه دوره په ياد ده، خو دم گړى عامه خلکو طالبانو ته د کزري د حکومت او د هغه د بهرنيو حاميانو له وچ ظلم او غفلت څخه پناه ور وړې ده. د کابل حکومت امنيت نسي تامينولاى؛ بمبارۍ نسي ختمولاى؛ بېکاري نسي کمولاى؛ او د خلکو لمړنيو غوښتنو ته جواب نسي ويلاي. د افغانستان حکومت په دننه کي واحد مرکز نلري. د کرزي حکومت دکار او خدمت هيڅ ډول قابليت او ظرفيت نلري. ټوټال ټراو دى. د خارجي ټولني پر اوږو باندي يو دروند او دايمي پېټى دى. تل مفلس او خوار دى. که چيري د افغانستان پر مختگ په همدې سرعت روان وي، خداى سته که يا ځاى ته ورسېږي او که يا څه ترې بود سي. همدا وجه ده چي بايد د کابل په اداره کي بنسټي اصلاحات راوستل سي. بله د خلاصون او نجات هيڅ لاره نسته. والسلام.