دیوې پښتنې پیغلي ارمان

د لراوبر اداره | دسمبر 29th, 2008


دنن نه څه باندي پنځوس کاله مخ کي خدای بخښلې میرمن حمیده دهغه څه انځورپه ډیرمهارت سره څرګنده وي چي نن موږ ورسره لاس اوګریوان یو. راسئ وګوروچي میرمن حمیده په یوه نثري لیکنه کي څه لیکي ! !
*   *    * 


 هلته دشنوبوټوپه غاړه یوه توره کیږدۍ ولاړه ده، توري پرښي طبیعت آزادي غورځولي اوآزادي پرتې دي ،دنښترواودګرګروشنې وني خواوشاولاړي دي ،شنه واښه په ګڼ سیوري دبوټولاندي ولاړدي ، چي دلمروړانګي یې نه دي لیدلي اوپرخه پرې همیشه پرته وي شپونکی هلته لري بربنډناست دی شپیلۍ غږوي ،په خوړکي سپیني اوبه په مستۍ رواني دي، شوراوغرهار کوي، یوه پیغله دکیږدۍ څنګ ته ناسته په تبۍ جواري پخوي، سپین ټیک یې پرتوراوربل لکه دسباستوری ځلیږي، تورکمیس یې په تن سره زرغونه لمن ورته پرته لکه دبوډۍ ټال، زړه موریې څنګ ته ناسته ده، پیغله وایي .(( مورکۍ !زه چي ځان سره فکروکړم نووایم ځارشم دوطن له توروخاورواوتورو،توروغرونونه ترهغوسپینوماڼیو اولوړولوړوبنګلونه چي واک ېې دبل وي . قربان شم ددې پاکي اوآزادي هوانه اوسرمي لوګئ شه دوطن دآزادۍ په لارکښي مور!هابله ورځ تاراته چي  دمیوند دشهیدانونکل کاوه څومره ارمان مي کړی دی چي کاش هلته زه هم وای چي دخودآزادۍ شهیدانوته مي په خپل سر داوبومنګئ وړای، ډوډۍ می وررسولې وای، کارتوس اوټوپک مي وروړای اوورسره وږه په وږه جنګیدلې وای  . . ))
موریې ورته وایي : .(( لوري ! خپه کیږه مه اوتیروشویوخبروپسي ارمان مه کوه، که خدای(ج) کول دپښتونستان جنګ راتلونکی دی داهغه دآزادۍ جنګ دی چي ستازړه یې غواړي، دپښتونستان دځلموخدمت وکړه اوخپل ارمان ترسره کړه .))


پیغله وایي : .  آه مورجاني !دابه کله وي؟زه به ژوندۍ یم چي پښتانه ځلمي ځانونه جنګ ته تیارکړي اوزه دشپې ټیکلي پاخه کړم اوسهاردخپل ورورسره دځلموپه ډله کښي دجنګ میدان ته روانه شم ؟ اومورکۍ !ته خوبه نه ژاړې خوشحاله به یې  اودعابه کوې چي پښتونستان آزادشي، ارمان مي دی چي داسي جنګ اومړي وشي چي دجنګ ډګرداسي سورشي لکه زماسالوګی ،اودځلمومنګولي ددښمنانوپه وینوکښي داسي سرې شي لکه دازمالاسونه چي نکریزوسره کړي دي  .څومره مي زړګی غواړي چي دپښتونستان بیرغ ماته څوک راکړي اودټولونه مخ کي روانه اوسم اوکه ددښمن ګولۍ راسي چي اول زماپه توده سینه ولګیږي !!دپښتونستان ځلمي به دجنګ نه بریالي راوګرځي ، پښتونستان به یې ګټلی وي ،په خاورواودوړوبه سپیره اوپه وینوبه رنګ وي، ته به خپله لورهره خوالټوې مګربې فایدې ځکه چي مابه خپل سردپښتونستان نه قربان کړی وي اوشهیده شوې به یم اوخپلې ارزوته به رسیدلې یم ! !

Copyright Larawbar 2007-2024