کندهار: چاودني دوه تنه مړه او ١٩ ټپيان کړل

34 | دسمبر 29th, 2008



د کندهار امنيه قومندان جنرال مطيع الله قاطع وايي هغو غبرګو چاودنو چي د سپين بولدک په بازار کي نن غرمه رامنځته سوي د يوه ماشوم په ګډون دوه کسه وژلي او ١٩  نور ټپيان کړي دي.
د سيمي اوسېدونکي وايي چي ټپيان يې د جنوبي پښتونخوا چمن او کوټي ښارونو ته رسولي دي.
عيني شاهدان وايي چاودني يو په بل پسې د بولدک په عام بازار کي رامنځته سوي چي هدف يې معلوم نه وو او قربانيان يې ټول عام وګړي دي.
سره له دې چي د دغسي چاودنو مسئوليت معمولاً د دولت وسله وال مخالفين پر غاړه اخلي، خو د دې په پيښي مسئوليت تر اوسه چا نه دئ منلى.
د کندهار امنيه قومندان مطيع الله قاطع بي بي سي راډيو ته وويل چي ښايي د بريدکوونکو هدف به د کندهار ښار ته د دغو موادو انتقال و، خو دا چي د پوليسو سخت امنيتي تدابير يې ليدلي، نو له وارخطايي يې د بولدک په بازار کي ايښي او هلته يې د ريموټ کنټرول په ذريعه چاودلي دي.
جنرال قاطع د تل په څېر د دې چاودنو مسئوليت د دولت پر مخالفينو واچاوه او وايي لومړني معلومات ښيي چي دغه مواد له پاکستان څخه راوړل سوي دي،

Copyright Larawbar 2007-2024