کور / z_buitenland_news -- 5 / د عراق د پخواني لومړي وزير دفتر ته مخامخ ځانمرګی…

د عراق د پخواني لومړي وزير دفتر ته مخامخ ځانمرګی…

د عراق د پخواني لومړي وزير دفتر ته مخامخ  ځانمرگی بريد وشو.



نن د عراق پلازمېنې غرب لورې ته د پخواني شيعه لومړي وزير (عيادعلوي) دفتر ته مخامخ ځانمرگی بريد تر سره شو.


ويل کېږي چې په چاودنه کې د نوموړي د دفتر دوه ساتونکي وژل شوي دي.


رپوټونه وايي چې په خپله ښاغلی (علوي) د چاودنې پر مهال په خپل دفتر کې نه وو


پوليس وايي پېښه هغه وخت وشوه چې يوه ځانمرګي بريدکوونکي خپل له بمونو ډک موټر د لومړي وزير د دفتر له پوستې سره وجنگاوه.