غزل

د لراوبر اداره | دسمبر 30th, 2008


څه که په خوله نه واېم خوږزړه به مې څه وواېې
اوښکه که ګونګې سې سره لېمه به ېوڅه وواېې


سل ځله که وواېم چې ما ژړلې هېڅ نه دې
نم دتودواوښکو پر با ڼه به ېوڅه وواېې


د ا د هجرشپې به زه په صبرکې سبا کمه
دارقېب نامراددبېلتانه به ېوڅه و و اېې


زه به دې تېاروته په قلم روڼاوې ولېکم
ټول که سوړانده داتوره شپه به ېوڅه وواېې


تکه تو ره شپه ده د ړا نده څراغ په لاس کې دې
بل څراغ ګرم نه دې جوړ ړانده به ېو څه وواېې


دا د درېا ب مېنځ داطوفانې کښتې اواوږدمزل
موږ که هر څوغلې ېوڅپه به ېو څه وواېې


چا نن دسا قې په نامه زموږخمونه ړنګ کړله
جام که سونسکورخومېخانه به ېوڅه وواېې


ماچې ودښمن لره اغزې دلارې لېرې کړه
ننګ که مې پاېما ل کې بس جذبه به ېوڅه وواېې


زه به فولادې سر دغلام تورې ته کښته کم
وېنه کې جذ بې د پښتا نه به ېو څه وواېې


ما چې دافغان په نامه باټې دفرهنګ کړلې
تېرکه تروجدان سوها وعده به ېوڅه وواېې


ما خو و ېل زه دمېرو ېس خان پا ته بچې ېمه
سرکه مې نا توان سوخوشمله به ېوڅه وواېې


هرڅوکه نن واېم چې خپلواک ېمه خپلواک ېمه
دا دبل پر پښو کړې سجده به ېو څه وواېې


څو به لا تکل د بل پر ستړو قسمو کو م
ټو له که بېده ېو ننداره به ېوڅه و و ا ېې


د ا چې نن د هجر په لمبو سو ځمه نا ر ې و هم
خپل که مې کا ڼه دې بېګانه به ېوڅه وواېې


څنګه به په څه ژبه اوس واېم چې واکدارېمه
دا د هېلو ستړې کا فېله به ېو څه وواېې


زه به دغم اوښکې دهوس په سا لوپا کې کړم
دا د و ېره ډ که زما نه به ېو څه و وا ېې


څو که زه( سېلاب) واېم چې اوس لازه ژوندې ېمه
دا دا رما نو مړه جنا زه به ېو څه و واې


0799179149

Copyright Larawbar 2007-2024