کور / تازه خبرونه / په يوه ټرافيکي پېښه کښي ١۵تنه ټپيان شول

په يوه ټرافيکي پېښه کښي ١۵تنه ټپيان شول

دوردګو ولايت په مرکز ميدانښا رکې ديوې ټرافيکې پېښې په ترڅ کې ١٥تنه سخت  ټپيان سول .


دوالي وياند ادم خان سيرت لراوبر ته وويل چې پېښه دکابل ميدانښار ترمنځ دهغه لويې لارې پرسرچې دکابل څخه کندهار ته غزيدلې، دتونس اوپلاينکوچ موټروترمنځ ټکر رامنځ ته شوي اوپه د واړموټرو کې دڅلورو ميرمنواويوماشوم په ګډون ١٥تنه په کې ټپيان شوي دي .


سيرت وايې چې تونس دجلريزولسوالۍ لخوا کابل ته راوان وو اوپلاينکوچ له کابل نه دميدانښار په لور روان وو چې دپله پرسر دټانګ څنګ ته دغه حادثه رامنځ ته شوې .


دسيرت دمعلوماتو له مخې په دې پېښه کې دپلاينکوچ موټر چلوونکي پړ بلل شوي چې دپېښې درامنځ ته کيدو سره سم يې له سيمې څخه پښې سپکې کړي دي .


هغه وويل چې په ټپيانو کې دپنځو تنوحالت انديښنې وړنه وو اوپاتې کسان چې روغتيايي حالت يې ښه وو دميدان ښا رمرکزي روغتون کې بستر کړي دي .


هغه وويل چې پاتې پنځه کسان يې چې ټپونه يې ژور وو کابل ته استول سوي دي ترڅو هلته يې درملنه وشي .