نوی کال (یو تاثر)
موږ د محکومیت او محرومیت په درد او کرب کي یو بل خونړﺉ کال تېر کړ. د غلامۍ یوه بله پاڼه مو واړوله . درست کال مو پلني هدیرې او پراخ قبرونه وژړل . د مرګ په خُله کي مو د لوټ شوي ژوند ماتم وکړ . تېر کال موږ ته هیڅ رانه کړل. نه نه ډېر څه یې راکړل، خودکش حملې، جنازې، مړي او قبرونه، ذهني درد او جسماني اذیت!!!
تېر کال رانه ډېر څه واهم خیستل. د وطن ښایست، د غرونو او رغونو فطري رنګیني، فن او فنکار، د سر سړي، د دستار سړي او د پنځو د مخ سړي!!!
تېر کال هم د قلم او کتاب قاتل ثابت شو، مکتبونه وسوځیدل او مدرسې پراخي شوې. تنکي ماشومان بمونو وخوړل او اغوا شول، د ملالیو پر مخونو تېزاب وپاشل شول او په کور کي محاصره کړل شوې. د ازاد افغانستان تصویرونه په وینو سره وو، نارنج ګل او بادام ګل زخمي زخمي وو. مستعمري پښتونخوا قیامتونه تېرول، غلام اباسین ویني بهولې. تر شیشم باغه پوري یو محشر خور وو، د فخرِافغان (باچاخان) کور محفوظ نه وو، د افغان ملي وحدت سمبول (افضل خان لالا) په ګولیو لګېدو، د ادب او شاعرۍ بېباک (فضل غني غني) پکي د سره تېر شو او سندرغاړو کډي په شا کړې.
نن بیا د یوه نوي کال سره پېژندګلو کوو، د یو غلام په حیث . د غلام خبري بې ارزښته وي، دې مقدسو او معتبرو نظامونو چرته هم د غلام حق نه دی تسلیم کړی. زموږ پر غلامۍ دا دی یو بل کال واوښتو، د غلام عمر اوږد ښه نه وي. ځکه چي راروان تاریخ لیکونکي دا په بې غیرتۍ او بې حسۍ تعبیر کوي او وایي چي په دې دومره اوږده عمر کي دې غلام کله هم د بادار خلاف مزاحمت ونه کړ او پر غلامۍ یې شکرونه ویستل. په غلامۍ کي د صبر فلسفه تر ټولو ناکامه، بدخونده، خیرنه او خوړجنه فلسفه وي. دا صبر د استعمار او بادار پېداوار وي، هغوي د مزاحمت او بغاوت مخنیوی هم په دې توګه کوي. پښتون دعوه لري چي پرون هم زمری وو، نن هم زمری دی او سبا به هم زمری وي. تر څو چي دا زمکه او اسمان موجود وي، دنیا به د پښتون د زمریتوب قایله وي. څه عجیبه رویې دي او څه عجیبه نفسیات دي. له کلونو راباندي ګیدړان واکمني کوي، خو ځان ته زمری وایم.
نن به د نوي کال په ویاړ د نړۍ قامونه جشنونه کوي، ګډیږي به او سندري به وایي. حق یې لري او په ازادۍ کي هم دا وي. ایا زما غوندي غلام سره به دا څیزونه ښايي؟ خلک به یو او بل ته د نوي کال مبارکي او د نېکمرغه ژوند دعا کوي. خو دا خبره حتمي ده چي محروم او محکوم ته مبارکي ورکول د هغه په محرومیت او محکومیت ملنډي وهل دي. د محروم او محکوم مبارکي د هغه په حالت کي د بدلون په وخت وي. غلام ته د نېکمرغه ژوند دعا هغه د اسماني فیصلې په تمه کښېنول وي. په سفارشونو زندګۍ نه بدلېږي. د غلام سره تر ټولو لویه همدردي هغه ته په داسي موقعو د مزاحمت درس ورکول دي.
نوی کال د عاشقانو په حواله هم یو ځانګړی تاثر لري. هر یو خپله معشوقه یادول غواړي. ورسره لیدل کوي، برېښنا لیکونه او موبایل پېغامونه ورلېږي. څوک ورته سپین ګلاب لېږي او څوک سور. زه هم د یو “چا” په فکر کي یم او زه هم یو “څوک” یادول غواړم. خو د تاریخ نازولي جبر ته ګوره چي نه ورته د رومان په عطرو مینځلی پېغام لېږلی شم او نه ورته سپین یا سور ګلاب!! سپین او سور ګلاب په خوا کي وچ، دلته په نوم ګلاب نشته. “دې خاوري ته وايي ګوریستان د ګل” ددې بې چناره او بې نښتره خاوري مارغان لا هم د “کاروان” په لپو کي ځالي کوي.
د نوي کال په حواله هر کله سیاستوال وایي چي دا به د هغوی د کامیابۍ کال وي، ژورنالسټان وایي چي دا به د ژورنالیزم د ازادۍ کال وي، دولت خلکو ته ډاډ ورکوي چي په دې کال کي به د هغوی په ژوند کي مثبت کېفیتي بدلونونه راوستل شي او د ټولي نړۍ انقلابیان په نوي کال کي د یو پرتمین انقلاب زیری ویني، چي د نوي کال لمر به له ځان سره د اشتراکیت سوغات راوړي، طبقات به دړي وړي شي، خواریکښ به کامران شي او سرمایه دار به نیست و نابود!!! دا ټول خوبونه دي، خوبونه د ژوندیو خلکو خاصه وي. خوبونه لیدونکي او خوبونه وېشونکي د ژوند په ادا پوهی خلک وي. خو زموږ خوبونه غیر ساینسي خوبونه دي، بې تعبیره خوبونه دي. زموږ د خوبونو تعبیر کوونکی “یوسف” د مصر په بازار کي سودا شو، “زلېخا” ورباندي دعوه کړې ده. یوه سخا پمنه مایوسي راج کوي. اجمل صاحب وایي :
ځان یې د یوسف نه خلاصوو هغه یې خلاص کړو ترې
وروڼو د کوهي او د کنعان خبري هېري کړې
مات شول، غرضیان شول، که بدل، که د نظره شول
ډېرو شهسوارو د میدان خبري هېري کړې
یې د حسن خیاله ته خو راشه اوس یوازي یم
خلکو خو د پت او د ګذران خبري هېري کړې
کلونه به اوړي، د کلېنډر پاڼي به بدلېږي او تاریخونه به نوي کېږي. خو تر څو چي دا زوړ نظام واکمن وي، موږ به دې هر څه ته زاړه وایو. موږ د اوختونو په یوه اوږده فرسودګي او پسماندګي کي پاتي شوي خلک یو، د ژوند رسۍ مو د وختونو په لاس کي ده، چي چرته مو بیایي هم هلته درومو. د وختونو په بدلون کي زموږ یوه برخه هم نشته. موږ صرف د نورو چاکري او نوکري کوو. سیاستوال مو د وخت د سیاسي مجبوریو په پلمه تېرباسي او ادیبان راباندي د “عصري تقاضو” په نوم استعماریت تپي. د مذهبي چڼیانو او ملایانو خبره به له سره کوو نه ځکه چي هغه پېدا شوي د فرسودګۍ نه دي، هغوی د جدت او نوښت مخنیوی خپله مذهبي دنده پاموي. خو ددې ټولو ناخوانو او نادودو باوجود بیا هم ژوندي خلک یو، ژوند کول غواړو، د ژوند فکر خورو، مایوسي پېدا کول نه غواړو، صرف د مایوسۍ نشاندهي کوو، قام ته د مایوسۍ خلاف د مزاحمت درس ورکو، بغاوت او پاڅون ته یې پاروو او ددې بدبودارو او مردارو وختونو په ضد یې مبارزې ته چمتو کوو. هم دا به مو د نوي کال په نوم هوډ او پېغام وي. د سایل صاحب په ژبه :
ملګرو پښتنو لږه پښتو خو کول غواړي
دا سترګي د حالاتو دي کږې سمول غواړي
ګرمي که ورکوی د يخي ویني بې وسۍ ته
دا مړې ایرې پوکل غواړي دا اور بلول غواړي
ژوند ګران دی په دې چم کي د بې سره رقیبانو
یاځان شته کول غواړي یا ترې کډه کول غواړي