ورځپاڼو ته کتنه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې لیکلي دي چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې په افغانستان ک شوې ځان وژونکې حملې خونړۍ وې.
ورځپاڼه د موضوع په دوام لیکي چې پدې کال کې په مجموعي توګه یو سل او دیرویشت ځان وژونکې حملې شوې چې کابو اتلسو سوو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د ناټو د اکمالاتي کاروانونو په وړاندې د خیبر د درې د لوې لارې بندیدو ته په اشارې لیکلي دي چې ناټو اوس د نورو لارو په لټه کې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ۲۰۰۸ میلادي کال پاې ته په اشارې لیکلي دي چې د ترخو یادونو یو بل کال هم تیر شو.
د هیواد دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د ۲۰۰۹ میلادي کال پیلیدو ته په اشارې لیکلي دي چې پدې کال کې به زړو ستونزو ته د حل نوې لارې ولټولې شي.
ورځپاڼې پخپل همدې مخ کې خبر ورکړې دې چې سترې محکمې په سرپل ولایت کې د انجونو د جنسي تیري د دوسیې په تړاو کې د بلخ د ښاري محکمو د رئیس او دوو غړو دندې وځنډولې.
ورځباڼې په یو بل مطلب کې پدې ټینګار کړې دې چې د اداري فساد پر ضد دړ مبارزې د ستراتیژۍ په پلې کولو کې باید ټول برخه واخلي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د فرانسې ددفاع د وزیر په حواله په یو مطلب کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د شمیر د زیاتولو لپاره هیڅ طرحه نلري.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د فرانسې ددفاع وزیر په کابل کې دا اعلان وکړ چې له ولس مشر سارکوزي نه يې روښانه حکم ترلاسه کړې چې له مخې يې د اوس لپاره په افغانستان کې د فرانسوي سرتیرو شمیر نه زیاتیږي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې دا خبر ورکړې چې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اعتراض کې د سروبي بازار وتړلې شو.
ورځپاڼې د کابل د ولایتي شورا د یو غړي په نقل لیکلي دي چې امریکايې ځواکونو پرون د سروبي په اوزبین سیمه کې شپږ تنه عامه وګړي وژلي دي.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې په افغانستان کې د ناتو په کړنو انتقاد کړې او لیکلي دي که چیرې ناتو په همدې ډول عمل وکړي نو نه خو به په افغانستان ک سوله ټینګه شي او نه به هم دوې بریالي شي.
دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د ۲۰۰۸ میلادي کال پاې ته په اشارې لیکلي دي چې دا کال په افغانستان کې د تیرو کلونو په پرتله خونړې وو.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په خوست کې د بیارغونې پروګرامونو ته کتنه کړې او په هغې کې د ښځو ونډه هم مهمه بللې ده.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د خلکو د غوښتنو پوره کول د خلکو او دولت ترمنځ باور پیاوړې کوي.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې د اربکیو د جوړولو د طرحې ننګه کړې او ویلي دي چې دا د ملیشو د جوړولو معنې نلري.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې دا خبر ورکړې دې چې په کابل کې د تښتوونکو د ډلې یو مهم کس د امنیتي ځواکونو لاس ته پرې وتلې دې.
ورخپاڼې د موضوع په دوام د کابل د پولیسو په حواله لیکلي دي چې دا کس محې الدین نومیږي او د سړي تښتونې په اتو بیښو کې ښکیل وو.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ازادو رسنیو د تمویل کوونکو سرچینو د څیړلو لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پریکړې تبصره کړې او لیکلي دي چې دا اروزنه باید بې پرې وي.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې بیا هم په غزې د اسرائیلو د بمبارۍ مسله راغستې او پدې بمباریو کې د یو ټپي شوي ماشوم انځور يې هم خپور کړې دې.
ورځپاڼې د سړک د غاړې د بمونو په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې دا بمونه چې تراوسه پورې په عراق کې د لویدیځو ځواکونو لپاره یو خطر حسابیدلو اوس يې په افغانستان کې هم له جدي ګواښ سره مخ کړیدي.
په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د نشي توکو په خلاف روانه مبارزه هم څیړل شوي او پدې ترڅ کې د دولت خلکو او طالبانو ترمنځ روانه لانجه هم تر بحث لاندې نیول شوې ده.