ايتلافي ځواکونو په زابل کي ۸ وسله وال کسان وژلي دي

د لراوبر اداره | جنوري 1st, 2009


ايتلافي ځواکونو تېره شپه د زابل د ارغنداب ولسوالۍ پر يوه کور د حملې پر مهال اته کسان ووژل ، داسوشيټيډ پريس د يوه تازه خبر له مخي ايتلافي ځواکونو په ياد سوي کور کي هغه اته کسان ووژل چي ددوی تر خبرداري وروسته بيا هم له کوره بهر ونه وتل او په جګړه يې لاس پوري کړ . ايتلافي ځواکونه وايي دا هغه ډله وه چي غوښتل يې د کابل کندهار پر لويه لاره بريدونو ته ځانونه چمتو کړي .

د يو بل خبر له مخي پرون د ۲۰۰۹ په وروستۍ ورځ د برتانيې د دفاع وزارت په افغانستان کي د خپل يوه بل  برتانوي سرتيري د وژل کېدو خبر وکړ .

Copyright Larawbar 2007-2024