په ۲۰۰۸ کال کي ۵۵۲۰ بهرنيان ۷۵۵۲ داخليان وژل سوي دي
د ( د طالبانووياند ذبيح الله مجاهد) لخوا په رالېږل سوې خبرپاڼه کي خبر ورکړه سوی چي د ۲۰۰۸ عيسوي کال په اوږدو کي يې تر پنځه زره دوه سوه شل ۵۲۲۰ تنه بهرني پوځيان وژلي ، اووه زره پنځه سوه دوه پنځوس ۷۵۵۲ د ملي اردو او ملي پوليسو سرتيري وژلي ، ۲۸۱۸ دوه زره اته سوه اتلس بېلابېل پوځي او ترانسپورتي وسايط له منځه وړي او ۳۱ بېلابېلې الوتکي راغوځولي دي .
ذبيح الله مجاهد خپلو مجاهدينوته ديادو سوو لاسته راړونو مبارکي ويلې او پر مطبوعاتو يې تور لګوی دی چي د بهرنيانو لخوا سيم او زرو يې سترګي او خولې ور تړلي دي .
بله خوا د ناټو له خوا لراوبر ته په راغلې خبرپاڼه کي ويل شوي چي ايساف ځواکونو له خوا د هلمند د بابا جي په سيمه کي د حاجي ورورک په نامه يې د طالبانو د سيمه ايز قومندان وژلی دی ، حاجي ورورک د هلمند په زمينداور کي زېږېدلی او د کجکي او سنګين په سيمو کي اوسېده . ناټو د خپلي خبرپاڼي په ترڅ کي پر حاجي ورورک مرګونی بريد يوه لاسته راوړنه او د امنيت راوستلو په برخه کي پرمختګ بللی دی . په خبر پاڼه کي د نوري مرګ ژوبلي يا ځاني زيان په اړه څه نه دي ويل سوي . ناټو وایی که څه هم ۲۰۰۸ کال د دوی لپاره په افغانستان کي تر ټولو نورو کلونو خونړی و ، خو بيا هم پرمختګونه او لاسته لاړوني هم لري .