کور / نوميالي / جنرال بخت خان پښتون

جنرال بخت خان پښتون


د هندوستان دآزادۍ په زیار کې  پښتنو لویه برخه لرله .د پښتنو  تودې وینې ددې ارت ملک په سرخرويی کې هر کله او هر چیرې ډیرې کار شوي دي . د هندوستان تاریخ (که تر حق تیر نشي)باید د هندوستان د خپلواکۍ په ماڼۍ کې د پښتنو غوڅو شویو ککریو ته د یو ټینګ او نه ړنګیدونکي بنسټ په سترګه وګوري . د هندوستان د تاریخ په شهادت ددې خبرې ثبوت لره صرف  د یو پښتانه جرنیل بخت خان نکل له ننګیا لي پښتانه څخه را اخلو :
 
         د حافظ رحمت خان بړيڅي په تباه شوې کورنۍ کې د حسن او اخلاق لمر عبد الله خان پښتون چې سلطان پور ته ولاړ نو د شجاع الدوله د کورنۍ یو شهزادګۍ ور باندې مینه شوه او اخر یې له عبد الله خان سره نکاح وشوه .
عبد الله خان ته سلطان پور جاګیر ورکړل شوی وو هلته یې له دې شهزادګۍ څخه  د عبدالله له نورو علمونو سره د جنګ فنونه هم زده کړل .د سلطان پور جاګیر دومره نه وو چې د ټول خاندان ګذاره ور باندې کیدای شوی .ډیر زلمي یې یو او بل خوا ته خواره شول .بخت خان هم د خپل لوړ عزم په وجه چپ ژوند کله تیرولای شوای . د فر نګیانو په توپ خانه کې نوکر او په لږه موده  کې د اوچتو افسرانو په قطار کې  شمار شو .
دبخت خان په خټه کې اسلام او پښتو دواړه څنګ په څنګ اخښلي وو ځکه نو په ده د فرنګیانو مخ ښه نه لګیده .د عالمانو مجلسو ،د غزا او جهاد جرګو د پښتنو د تیر تاریخ مطالعې د پښتونوالي نوم بخت خان دې ته تیار کړ چې د فرنګي په نوکرۍ لعنت ووايي او د ځان دپاره بله لار خوښه کړي په (۱۸۵۷ع۱۲۷۳ه ق)کال چې له میرټ نه تر کلکتې پورې په هندوستان کې د فرنګي خلاف دآزادۍ جنګ ونښت بخت خان په بریلي کې وو .له خپل پیر حضرت سرفراز علي صاحب نه یې اجازت واخیست او د آزادۍ په غزا کې شریک شو .
دحافظ رحمت خان لمسی (نواب خان بهادر بړیڅی)د بخت خان په بخت او تدبیر په بریلي قبضه وکړه او چاپیره ملک دهغه په ولکه کې راغی بخت خان د بهادر شاه لقب ورکړ سوبهارام یې ددیوان (دفتر دار)نیاز محمدخان یې جرنیل او مدار علي خان یې سپه سالار مقرر کړ اول یې (بدایوان)ونیو بیا له فرخ آباد نه تیر شو په بلب کړ  وروخوت دلته هم د بهادر شاه (نواب خان  بړیڅي)سکه جاري شوه .
انګریزان د شیطانۍ په کار کې دومره میړني دي چې ابلیس ورته په غوږونو لاس ایښی دی .غداران په هر قام  کې مونده شي غدارانو په بډو او انعام انګریز ته میدان صفا کړ ـ نواب خان بهادرخان یې په خپل مقصد کې ناکام کړ .ګرفتار او په بریلي کې پانسي شو .
ډهلی د ټولو هنګامو مرکز و ښاغلی بخت خان د زمري په شان په (۲)جولای سنه(۱۸۵۷ـ۱۲۷۳ه ق )ډهلي ته ورسید . یواځې نه د څوارلس زره روهیله فوځ توپو اود ډیرو وسلو سره جرنیل بخت په ډهلی وزننووت.
 د بخت خان او د بریلي غازیانو ډهلي ته د رسیدو خبر شهزاده مغل میرزا خپل پلار بهادر شاه ظفرد (ډهلي )مغل پاچا ته ورکړ  . بهادر شاه ظفر په ډیر اخلاص د جنرال بخت خان هرکلی وکړ او د فرزند خطاب یې وروباخښه .یو ښکلی ډال او د جواهرو ډکه توره یې ورته عنایت کړه او په ټول ډهلي کې اعلان وشو چې دټول فوځ اعلی افسر جنرال بخت خان مقرر کړی شو .
جرنیل بخت خان خپل فوځي دفتر بیل جوړ کړ .او د خپل شخصیت انتظامي استعداد او قابیلیت په وجه یې د فوځ په حیثیت کې  ډیر زیاتی وکړ .په (۹)جولای (۱۷سرطان)جرنیل بخت خان د لس زره فوځ سره په انګریزي فوځ حمله وکړه او په ((تیس هزاري))میدان کې یې ورته شکست ورکړ آسونه ،توپې ،وسلې او ډیر څیزونه د غازیانو په لاس ورغلل .
بیا د غازیانو د فوځ دوې پلټنې د پنځو سوو سپرو رسالې ،شپږو توپو او ډیر اسباب جنګ سره د جنرال بخت خان په حکم باغپت ته روانې شوې .په دې غرض چې انګریزانو ته د پل جوړولو موقع ور نکړي .
له دې نه علاوه یو لوی فوځ له جنګي ساز او سامان سره علي پور ته ولیږل شوه .غرمه جرنیل بخت خان ته خبر راغی چې غازیانو لویه سوبه کړې ده په دې خبر ټول ډهلی کې جوش او خروش پیدا شو ا و د غازیانو حوصلې اوچتې شوې.
فوځ عالمانو او عام ولس د جرنیل بخت خان په مشرۍ کې د ځان او مال قربانۍ ته ملا وتړله د جرنیل بخت خان سره له بریلی او شاو خوا څخه سل عالمان راغلي وو له دې نه علاوه د ټونک ،جی پور، بهوپال، هانسي  ،صاو او اګرې نه ډیر زیات عالمان رارسیدلي وو         که سپاهیانو له تورو اوټوپکو نه کار اخیست نو دحق عالمانو د مذهب په روح د جهاد په جوش د شهادت په شوق دجنت په نعمت د حوض کوثر په شرابو او د الله تعالی ددیدار په امیداو یقین د مسلمانانو په غیرت کې زیاتوالی راووست
هرهر ځای چې په هندوستان کې د انګریزانو خلاف د آزادۍ انقلاب راپورته شو د هغه سر پرستي جرنیل بخت خان کوله ځکه د بیل بیل ځایه به دا نقلاب فوځ سپه سالارانو له جرنیل بخت خان نه هدایت اخیستل . ډهلي څلور میاشتې او څلور ورځې د جرنیل بخت خان په لاس کې و .خو د جرنیل بخت خان په  لاره کې لوی خنډ شهزاده مغل میرزا و ځکه چې بهادر شاه ظفر خپل ځوی ((مغل میرزا)) ته چې بې تجربې بیکاره او د دښمن له چل او فریب نه بیخبره و د ټولو فوځونو سپه سالار ي ورکړې وه او بل دا چې د فوځ له پاره تنخواه نه وه هندوانو ،بڼیا ګانو به قرض ور کاوو ،اما دشهزاده مغل میرزا خسر (میرزا الهی بخش ) لوی بې ایمانه او د فرنګی تالی څټ دهغه په لمسون د بڼیا ګانو قرض ورکول په جرنیل بخت خان باندې بند کړل .
حکیم احسن الله د ډهلي نه د فوځ یوه لویه برخه بهر ولیږدوله  . بل کار دې حکیم احسن الله دا وکړ چې د بیګم ثمر حویلۍ کۍ پنځوسوو کسانو ګولۍ دارو جوړول  یوه ورځ یې هغه ته اور ورته کړ او سوه منه ګولۍ دارو او د هغې کاریګر په کې وسوځیدل . د جرنیل بخت خان په کوښښ عالمانو فتوا ورکړه چې د فرنګیانو په خلاف غزا کول فرض دي اوویشت زره سپاهیان د جرنیل بخت خان تر مشر توب لاندې شپه او ورځ غزا ته تیار وو چې احسن الله ګو لۍ دارو والوزول .
پادشاه (بهادر شاه ظفر)له او ل نه زړه بایللی وو بیا نو الهی بخش څه داسې جادو ور باندې وکړ پادشاه له کلا نه مقبره همایون ته د پناه اخیستو د پاره و تښتید  .چې انګریز په بډو میدان صفا کړ او پادشاه وتښتید .نو جرنیل بخت خان هم په هغه شپه ډهلی پریښود او له خپل ځان سره یې هغه ځوانان واخیستل چې ور باندې باور یې وو په همدې شپه جرنیل بخت خان د بهادر شاه ظفر په مخ کې هغه الفاظ وویل کوم چې د هندوستان تاریخ یې بدلولای شو جرنیل بخت خان په ډیر تا ثر پادشاه ته وویل (( سره ددې چې  فرنګیانو د ډهلي ښار اخیستی دی خو زموږ ډیر څه تاوان شوي نه دي ټول هندوستان له موږ سره دی پادشاه دې بې له تردد نه ما سره روان شي زه به په غرونو کې داسې مورچې جوړې کړم  چې د فرنګي شیطانانو ته به هم هغه معلوم نه وي ډهلی پایتخت دی خو کلا نه ده
په دې جنګ کې لویه خرابي داوه چې شهزاده مغل میرزا د فوخ سپه سالار و اودی د جنګ له فن نه بیخبر ه وو دانه وه ورته معلومه  چې بې سره فوځ څنګه قابو کیداشي که شهزاده زما په کارونو کې اړ او پیچ نه اچولای نو یقینا چې ددې خود سره فوځ په قوت به هم موږ انګریزي فوځ ته شکست ورکړی وو .ولې اوس هم څه تللي نه دي بیابیا عرض کوم چې هیڅ تلي نه دی .
د هر ریاست زړه زموږ سره دی هغوی له فرنګیانو نه ویزار د ي او د هغوی دا یقین دی چې انګریزان په کراره کراره د هندوستان ټول ریاستونه هضمول غواړی هر کله که لږزموږ پله درنه شوه نو ټول ریاستونه به زموږ مرستې ته رارسیږي .
د پادشاه پلار او نیکونو ډیر شکستونه ګاللي وو .په بابر شاه او همایون او اکبر باندې تر دې زیات تکلیف راغلی وو دوی به سعیه پرې نښودله آخر به بریالي شول
ددې خبرو په بهادر شاه ظفر هيڅ اثر ونشو میرزا الهی بخش د پادشاه په رګونو کې وینه داسې سره کړې وه چې د بابر، همایون ،اواکبر  ننګ اچولو هم پرې هيڅ اثر ونه کړ .جرنیل بخت خان د هندوستان د بخت ویښولو ته راغلی وو و لې بهادر شاه ظفر له ویښولو نه انکار وکړ او له دې انکار نه پس جرنیل بخت خان خپل فوځ سره ډهلي ته اخري ځل په مخه ښه وویله او لکهنو ته روان شو او د لکهنو نه بیا جلال آباد ضلعې (هر دويي)ته ولاړ .
بخت خان ولیده چې غداران هر ځای را پیدا شول دین خرڅونکي ،ایمان خر څونکي ،وطن خر څوونکي ،قوم خر څوونکي په انګریز پرستۍ کې یو له بل نه وړاندې کیږي یوه شپه داسې د ولس له منځ نه غیب شو چې تر اوسه یې نښانه معلومه نشوه  .