کور / کیسه / سوالګر نه دئ خو …

سوالګر نه دئ خو …

شيرګل کاکا د يولري پرتې سيمې اوسيدونکی اويا کاله عمر لري او اوس مهال خپلو بچيانو ته د نفاقې د پيدا کولو لپاره ټوله ورځ په ښار کې د نوي جوړ شوي پارک په څنډه کې کوم چې هره ورځ ورباندې سلګونه کسان تګ راتګ کوي ناست وي د سوال لاس يې غځولی وي او وايي چې د خداي په خاطر يو څه راکړی ؟ واړه بچيان راته يتمان پاتي دي ،د خدای لپاره غريب يمه په کور کې څه نلرم .

شيرګل کاکا له اوله خيرات خور نه وو، خو د هر څه د خپل قسمت له لاسه ورته رسيږي او پدي حال يې کړيدی .

شيرګل کاکا هغه مهال چې ځوان وو د خپل کلي ترټولو د ښه شتو او جايداد څښتن وه ،خلکو يې قدر کوو،په کلي او قوم کې د پينځو سړی وه اوخلکو يې خبرو ته غوږ نيو.

دا چې ولی دا خورکی پدې حال شوی؟ دخپل ژوند کيسه داسي کوي .

زه چې کله ځوان وم په هيواد کې سوله او امنيت شتون درلود د کلي ترټولو پيسی دار کس وم ښې زياتې پيسې مې درلودې په هغه وخت کې چا د موټر نوم هم نه اوريدلی زه د يو عراده لاری موټر خاوند وم ،مزې چړچې وې ،خلکو راته په درنه سترګه کتل ،د سيمې لويو واړو به د شيرګل کاکا په نوم يادولم ،هر شپه به مې چې په حجره   کې تر لسو کم کسان ميلمانه نه وه خپه به وم، دا مې په خيال کې هم نه راتلل چې يو داسې څوک چې ښه ډير شته لري د ځمکو او شتو خاوند وي هم غريب کيداشي ، او د زياتو زامنوخاوند  پلار به هم بې بچو وي او سوال کولو ته به اړ کيږي.

ده ويل کله چې په هيواد کې اخ ډب شروع شو د وخت په ريس جمهور داود خان خدای خو د شهادت قبول کړي د پرديو په لمسون د ثور په اومه ګودته وشوه او دهغې وخت مشروع ريژيم يې را وپرزاو او په ډير بې رحمی سره يې د د کور ټول غړی ورته شهيدان کړل په زرګونه افغانان ددغه اور په لمبو کې لولپه شول او په هيواد کې نوی کمونيستي ريژيم رامنځته شو ،هيواد باندې دوخشي روسانو سور پوځ يرغل وکړ ، په افغانانو سپينه ورځ توره شپه شوه ، زياتې ميندی يې بورې کړې ،د هيواد پتمنې ناوکی يې کونډې کړې ،ماشومان يې يتيمان کړل او تنکي ځوانان يې معيوب او شهيدان کړل نو موږ هم لدغه بل شوي اور څخه په امن کې پاتې نشو.

،يوه شپه مو په کور د راکټ ګولی راپريوته زما د دوو بچيانو په ګډون يې راته د کورنۍ اته کسه غړي چي ښځې ماشومان او نارينه ول  په ډيرې بې رحمی سره شهيدان کړل ، يوازې زه او زما يو زوی چې هغه مهال دولس کلن وه په ميله پاتي شو .

شير ګل کاکا چې مجبوری اخيستې و، په کور کې  څه نه لري د خپلي غريبی له امله د نوي پارک په څنډه کې تمامه ورځ د بل چا څخه د څه غوښتلو په تمه وي زما سره د خبرو په جريان کې يې په روانو خلکو چې زموږ ترڅنګ تير شول غږ وکړ د خدای لپاره يو څه راکړی ،غريب يم ، واړه بچي راته يتيم پاتې دي ، خو نه پوهيږم چې پدې خلکو څه شويدي پر ځای ددې چې شيرګل کاکا ته څه ورکړي زاتي يې ورته ستغې سپوري هم وويلي ،روانو خلکو په غبرګو اوزانو وويل خدای د مړ کړه ټول ژوند د دغه پارک په څنډه کې تير کړو تمامه ورځ ته يې او ددغه پارک په څنډه کې د خلکو څخه د پيسو غوښتل .

خدای د مړ کړه لاړشه  د ډير عمر سړی يې په کور کې کرار کينه خپل لمونځونو اودسونه کوه ته په پيسو څه کوي .

شيرګل کاکا چې د ژوند ډير سپرلي يې ترکړي دي ماته يې په حقيرو سترګو وکتل خو دا چې څه به يې  ويل او په زړه کې به يې څه وي پرې پوه نشوم .

خورکي د ژوند کيسه بيا پيل کړه او زياته يې کړه ځوانه کله چې خلک د روسانو د ظلمونو نه په تنګ راغلل نو وه يې نه زغمل شول چې نور پدې هيواد کې ژوند تير کړي ګانډويو هيوادونو ته په کډه کولو مجبور شول زه هم دهغو کسانو له جملې څخه وم چې ګاونډي هيواد پاکستان ته مهاجر شوم .

بچيه !هر څه مې چې په کور کې لرل همدلته پاتې شول دومره څه مو له ځان سره واخيستل چې د څو ورځو لپاره مو بس کيدل او خپل سرونه مو پکې د باد او باران نه پټولی شول .

د پردي وطن به څه خوند وي پاکستان ته لاړو په يو داسی ځای کې مو کډه واړوله چې هلته د ژوند هيڅ اسانتياوې نه وې موجودې ژوند مو ډير تريخ وه خو بيا هم دخپل ناموس د خوندي ساتلو په موخه هر ډول  قربانی ته تيار وو .

د ژوندې شپې ورځې تيريدې خو دا چې په موږ به څه تير شوي وي بچيه بلا ورپسې او پاک الله د مسلمانان او خصوصاً افغان د بيا ځل لپاره ترې وساتي .

ده وويل زوی کله چې افغانانو په جهاد پيل وکړ او د روسانو په مقابل کې په ميړنه ودريدل روسي يرغل ته يې شرمونکي ماتي ورکړه او يوازی افغانان نه بلکی د نړۍ ټول هيوادونه يې د روسانو د شر څخه خلاص کړل او اسلامي انقلاب په بريالي توګه سر ته ورسيدو نوموږ هم د نورو افغانانو په څير چې د خپل هيواد څخه د ډيرو کالونو راپدې خوا لري وسيدو ديدن ته يې ډير تږي وو، هيواد ته راستنه شو.

بچيه هغه مهال موږ هم  په وس کې ښه وو زوی مې عربي اماراتو ته  تللي وو يو څو پيسې يې ګتلې دژوند ګوزره مو پرې روانه وه .

شيرګل کاکا ساړه ديوال ته ډډه ووهله په پرې او وچو شونډو يې ژبه را تيره کړه خپلې خبرو ته يې داسي ادمه ورکړه ، زوی ته مې واده وکړ اوره مې ورته وکړه زامن يې پيدا شول لوی شول يو څه هيله مې ورته پيدا شوه .

يو ځل بيا هغه د تير مهال  په څير چې په کور کې به مو د ماشومانو خوږی خبرې اوريدل کيدې وخت راغی خوشخاله وو ،که څه هم د اتو کسانو د وژل کيدو غم مو له زړه نه وه وتلی خو بيا هم د چا په خبره چې يو څه کم شو .

شيرګل کاکا چې په سترګو کې يې اوښکی راغلي او څاڅکي يې په سپينه ږيره لکه مرغلری ښکته  را توی شوی، يو سوړ اوسولی يې له خولې ووتو، په ژړغوني اواز وويل، هغه زوی چې ما به ورپسې د ژوندی وروستی شپې او ورځی سبا کولی  د اماراتو څخه پس له څلورو کالونو اوږده سفره کور ته را روان وه خو په لاره کې د يو ښخ شوي ماين د چاوديدو له امله چې دده د سپرلی موټر پرې وربرابر شو په شهادت ورسيدو ،اناالله

شيرګل کاکا چې دسترګو يې اوښکی بهيدی او څو شيبې سر ټيټ نيولي وو په بګنوونکي  اواز سره وويل خپل ناځوانه بخت راسره ياري ونکړه او پدې تير عمر او سپينه ږيره يې سوال کولو ته اړ کړم او دخپلو وږو بچو لپاره چې عمرونه يې شپږ او اوه کاله دي خيرات غواړم …

رښتيا هم شيرګل کاکا سوالګر ندی اود ښار ژوند يې هم  نه خوښيږي خو خورکی څه وکړي خپل زړښت او غريبی مجبور کړي دی چې  دا هر څه په ځان ومني او خپل پاتې ټول ژوند ديو سيلوري کسی سره يو ځای د ښار د نوي پارک په کونج کې  تير کړي او د خپلو يتيمولمسيانو دخوراک او پوښاک   لپاره څه پيدا کړي .

  ١٣٨٧-مرغومي -١٤   malikhan_yaqubi@yahoo.com