جنرال اشفاق کياني کابل ته ورسېد

34 | جنوري 2nd, 2009



د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال اشفاق پروېز کياني کابل ته ورسېد.
پاکستاني مقامات وايي کابل ته د نوموړي د سفر موخه د درې ګوني دايتلاف په هغه غونډه کي ګډون دئ، چي هره مياشت د ناټو، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترويزم ضد جنګ په بانه د سياسي، پوځي او استخباراتي معلوماتو د شريکولو په خاطر جوړېږي.
جنرال اشفاق کياني په داسي حال کي افغانستان ته سفر کوي چي له ګاونډي هند سره يې اړيکي خرابي د جګړې تر حده خرابي سوي او پاکستان له هند سره پر پوله په زرونو پوځيان ځاى پر ځاى کړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024