پيغلي موستړي ګودرونه ستړي
ستړي پيغلي مـوستړي ګـــودرونــــه ستــــړي منګي موستـړي چيــنارونـــــه ستــــړي په لاره پــريـــوتـــــوخــــاپــــوړي كـــــوو پښي موتڼاكي اندامــــونـــــه ستــــــړي ورته دتــــلوتــــكل كـــــولاي نـــــه شــــو ميني موستـړي قدمـــــونــــــه ستـــــړي دميكـــــدى ورمـــــودزړه تــــــــړلــــــــۍ ساقي موستړي دې جامـــونه ستـــــړي شوه قافله پـــه نــــيمــــــه لاره پــــاتــــــي زلمي موستړي كـاروانونـــــه ستـــــړي قلم موليك لوست ته چپــــه نـــيولـــي ګوتي مو ستړي ديوانـــونـــــه ستــــړي پوره بـــه نشــــي پـــــدي نــــيمــــه ژبـــــه خاوري شوه خاوري ارمــانونـه ستـړي رنځورله دردسره اشنـــــاښــــكاريـــږي پټي موستـــړي دي دردونـــــه ستــــړي كم عقله نه يوخودبـــــل پــــه واك يـــــو حالات موستړي اووختــــونـــه ستــړي رحيمي ولي ورتـــه ځـــــاي نــــــه ښـــــې چـي يـي دعــــمراميــــدونـــــه ستــــــړي ۱۳۸۷–۶–۱۵
شمله
غيرت مونشــته اوشملــــه نــــه لــــــرو
ديري موتشــي دي ميلمــــه نـــــه لـــرو
چاته له شرمــه جــګ كتـــلي نـــه شـــو
خپله مـووران كـړلـــوپلمـــه نــــه لــــرو
ځانته اسلام وايــوكتــاب هــم ســيزو
جومات مووران شولـوكعبـه نــه لـــرو
لاس يي رامات كړونيت تړلي نـه شـو
تندي مومات شولوسـجده نــــه لــــرو
اوس خوموغاړه غـلامـۍ تـه وركــــړه
نورنودچاسره جـــــــرګـــــه نــــــــه لــــرو
هسكه شمله موده په ځمـكه پـــرتــــــه
سوله موړنـګـــه فيصـــلـه نـــــــه لــــــرو
اوس به دچاګريـوان تـه لاس واچــــوو
ژوند موتورتم شولـوډيـوه نــــــه لــــرو
رحيمي څيري موګريوان پـه لاس كي
شوولوبي ستره اوپـــــرده نــــــه لــــــرو
۱۳۸۷–۶–۱۳هلمند
زلميتوب
خاونده بيامـې زلميــــتوب راولــــــــــه
دجانان غيږه كې مې خـــوب راولــــــــه
چـې گريوان څيرې دجانان كوڅه كې
هغـه جنون هاليــــــونتـــــوب راولــــــــه
په تعـويذونوچـې تــرې نه صــبريــــږي
ښـــه ميـــنه نــاكـــه مينتـــو ب راولـــــــه
چــې بـې تهمتـــه ســره لوبـــــــې كـــــوو
هسې ځواني اوماشومتــــوب راولــــه
درحيـمـي ژوندون چې خپــل وگڼــــــي
په ليــــلاهســــې پيغلــــتـوب راولــــــه
۱۳۸۷–۵–۲۷
پسرلي
زمـــاپه طمــــع دلالـــــي نــــــه تــــيرشــــو
خزان په څنګ دپسرلي نه تـــــيرشــــــــو
ماورته غيــږه ديــــارى خلاصـــه كـــــــړه
خوبې وفامـــې ديــــاري نــــه تـــــيرشــــو
مــــلاآذان دجــــانـــان څنـــــگ تـــــه لاړم
شورانه بيـــل درسـوايــــى نه تـــيرشـــــو
سترگـــې بدلـــې درقيـــب پــه لمســـــون
كچكول يې مات دملنگي نه تـــيرشــــو
مادكوڅې پـــه گـــودرورځ تيــــره كـــــړه
خوناگهــــان دبـــريالـــي نـــه تيــــرشــــــو
سربه كړم غـوڅ له خپـــله تنــــه خدايـــــه
كه جـــانـــان بيـــادرحيمي نـــه تـــيرشـــو
لښكرگاه –۱۳۸۷–۵-۷
چي ته لاړي
سپين سهــارمـــي تورشـــوچـــــي تـــــه لاړي
مرم حالات مي نـــــــورشـــــوچــــي تــــه لاړي
تـــاوشـــولــــوزنځـــيردبيــ
دلتــــه ظلم زورشــــــــوچــــــــــي تـــــــه لاړي
تادوينورنګ جامه په ګلوباندي واغـوسته
ځكــــه ګـــل نســــكورشـوچــــــي تــــــــه لاړي
ولـي دي اخـيرديــــدن پري بنـــــد كــــــړولـــــو
اوس ميـــن پـه شـــورشــــوچــــــي تـــــــه لاړي
هرچاته كشمير غونــــدي به ښـــكـــــــلي وي
مامــلنـــــګ تـــه اورشـــــوچــــي تــــــــه لاړي
ماتـه دي دهجــرزولني په غاړه راكــــــړلــي
ستازړګـي خوســــوړشـــوچـــي تــــــــه لاړي
زه رحيـــــــــمي ځانـــــته بريـــالي نـــــه وايم
پاتـي كـلي كــــورشـــوچـــــــــي تـــــــه لاړي
۱۳۸۵
حيا
چې سـرســرتـــوروي لـــيونــــى ورتـــــه حيــــامـــه وايـــــــه
شونډې چې سرې وي سترگې شنې ورته ښكلامه وايـــه
كه دې هزارځـله داوښـكوسره اوښــــكې تـــويـې كـــــــړې
چـــې وي پـــه لمســــه درقــــيب ورتـــه آشنــــامــــــه وايــــه
ملاكه ټولـه ورځ سجــدې كــــوي زكــــات هــــم غـــــواړي
چــــې وي جينــــى بانــــدې ميــــن ورته مـــلامـــــه وايــــــه
څـوك چـــې ريـــالپـــاره هـــرچــــاتــــه خيــــرات وركـــــوي
دادوزخـــــي دى گنـــاهـــكارورتــــه تقـــــوامــــــــه وايـــــــه
رحيــــمي دردتــــه دې هــــرڅــــوك پټــــــى درحــــم راوړي
ده دچـــــلونــــوزمــــــــانـــ
۱۳۸۷ –۵–۶