غزل
خان زمان کاکړ
بې لتاد مرګ ډېري څپې راباندي تېري سوې
ته راسره نه وې زلزلې راباندي تېري سوې
هسي د رڼا او د سهار په تمه تمه كې
څنګه تكي توري اوږدې شپې راباندي تېري سوې
زه د دوو پېړيو له مزاج سره اشنا يمه
څومره قېمتي يم زمانې راباندي تېري سوې
زما پر وجود خلك و منزل ته رسېدلي دي
زه لكه لار پروت يم قافلې راباندي تېري سوې
ماته ياران وايي چې بېوخته زه زوړ سوى يم
ستا په محبت كې اندېښنې راباندي تېري سوې
بيا يې زما د شنډو تبسم له ځان سره يوړو
بيا د كوم ښائست تازه وږمې راباندي تېري سوې
عارف تبسم بورى
« غزل