کور / تازه خبرونه / موسی كلاته څېرمه اوس هم طالبان مقاومت كوي

موسی كلاته څېرمه اوس هم طالبان مقاومت كوي

د ملي دفاع وزارت وايي چې له موسی کلا ولسوالۍ څخه وتلي طالبان دم گړی د سنگين ولسوالۍ په مربوطاتو کې په مقاومت بوخت دي.


دفاع وزارت وايې افغان ځواکونو سنگين ولسوالۍ ته د طالبانو د ورتگ مخه ډب کړې خو لا هم شديد مقاومت دوام لري.


که څه هم افغان دفاع وزارت د موسی کلا ولسوالۍ د پوره تصرف خبر ورکوي خو بريټانوي سرتېري وايې چې لا هم د موسی کلا ولسوالۍ په بشپره توگه نه ده نيول شوې او هلته د طالبانو د بريدونو او بمي چاودنو وېره شته.


په هلمند کې د بريټانوي ځواکونو وياند ډگروال (ريچارډ ايتون) وويل: ښايې ډېر ژر به د موسی کلا ولسوالۍ ډېری سيمې له طالبانو خالي شي خو موږ د ځمکنيو ماينونو او بم چونو له وېرې ورو ورو او گام پر گام پر مخ ځو.


د طالبانو يو قوماندان ويلي چې دوه زره جنگيالي يې په موسی کلا کې دي خو اوس داسې ښکاري چې موسی کلا بېله کوم شديد مقاومته طالبانو پرې ايښې ده.