غـــــزل
40
شكر افغانه پښتنه وه له لاهوره نه وه
جينۍ په سپين كې غنمرګه وه، خو توره نه وه
زه چې يې ويشتم مخامخ راته خپل ورور ولاړ وو
ټوپك پردى وو او مرمۍ مي هم له كوره نه وه
اوس چې په نه خبره ژاړي دا بېې زه يادېږم
ګنې نو ګرا نه خو په زړه دومره كمزوره نه وه
په زړه دي څرخه شه ظالمه ! د خپل غشي څوكه
د كابل ښكلې په ټوپك د ويشتو ګوره ! نه وه
ستړي آهونه ، ستړې هيلي ، ستړې ، ستړې سلګۍ
زما د ژوند كيسه بس دومره وه او نوره نه وه
سقيمه ! زه هم د لښكر جينكو يار يادېدم
چې مي د بخت كاسه لا دغسې نسكوره نه وه .