کور / تازه خبرونه / په کندهار ښار کي بيا ځانمرګی بريد ترسره سو !

په کندهار ښار کي بيا ځانمرګی بريد ترسره سو !

نیږدې یوه بجه دکندهار ښار په پنځمه ناحیه کې یو ځانمرګی برید ترسره شو، چې له امله یې یو ملکي سړی وژل شوی، رپورټونه لاتراوسه وایي چې پدې ځانمرګي برید کې شپږ تنه ټپیان شوي دي چې دټپیانو په ډله کې دملي اردو دوه سرتیري هم شامل دي، له کندهاره د لراوبر ويبپاڼي خبريال وايي چي پېښه دكندهار ښار په ختيځ كې دپنځمي ناحيې دخوجك با با په سيمه كې وشوه . يوازي يو ولسي و وګړى يې وواژه او څلور نور لارويان يې ټپيان كړل . 


 دځانمرګي بریدکوونکي موخه ویل کیږي چې دملي اردو دموټرو کاروان وو، سیمه دپولیسو تر ولکې لاندې ده، په تیرو دوو ورځو کې په کندهار ښار کې دا دوېم ځانمرګی برید دی چې ترسره کیږي.


د پېښي عيني شاهدان وايي چي دتېركال دټولو ځانمرګو بريدونو برخلاف دكندهارننى ځانمرګى خورا زوره ور وو .موټرئې داسي توټه ټوټه شوى چې هيڅ يوه ټوټه يې دومري لويه نه وه چې يوكس دي نه كړي اوچته .


دكندهار امنيه قوماندان سيد اغا ثاقب دپېښي په ځاى كې لراوبر ويپاڼي ته وويل چې په ځانمرګي بريد كې دافغان پوځ دوه سرتېري هم ټپيان شوي دي .دځانمرګي موخه دپوځ يوموټروو. 



امنيه قوماندان وويل چې وسله وال طالبان هغه وخت په ښارونو كې خپل عمليات ګړندي كوي چې په لري پرتو سيمو كې دافغان حكومت او ناټو ځواكونو له لوري مځكه پرتنګه شي . 



دنني ځانمرګي بريد په كندهار كې وروستۍ وباله اوويه ويل چې نور به له ورته بريدونو كندهاريانو ته نجات وركړي . 



پرون هم په كندهار كې ځانمرګى بريد وشو چې يوازي يو ماشوم او يوولسي وګړى يې ټپيان كړل

.