پرغزه د اسرایلو دحملو د مخنیوي لپاره څه باید وشي؟

د لراوبر اداره | جنوري 5th, 2009


څه باندې یوه اونۍ کیږي چې دغزې پرخاوره داسرایلو دصهیونیستي رژیم بریدونه لا هماغسې دوام لري اوددغو بریدونو په نتیجه کې تراوسه د۴۲۰ په شاوخوا کې بې ګنا فلسطینیان وژل شوي او له ۲۰۰۰ نه زیات نور ټپیان شوي دي.

که څه هم په ګڼو اسلامی هیوادونوکې خلکوداسرایلوددغه وحشیانه عمل په وړاندې پراخې مظاهرې وکړې اویوشمیرهیوادونوپدې اړه غبرګون هم څرګندکړخولیدل کیږي چې بیا هم دغه حملې دوام لري اودادی اوس اسرایلي ځواکونو دځمکې له لارې هم پرغزه خپل بریدونه پیل کړي دي.

که څه هم دفلسطینیانواواسرایلوترمنځ راټوکیدلی کړکیچ کومه نوې خبره نده خوپوښتنه داده چې دادبېرحمه اواشغالګرواسرایلیانو په لاس دبې ګناه اومظلوموفلسطینیانووژنه به ترکومه پورې دوام ولري.

که تاسې فکر وکړی نن چې اسرایلو دفلسطین پرمسلمان اولس کوم ناتارجوړکړی نویوازې اویوازې دخپلې بقا لپاره داکارکوي اوویره لري چې که چیرته فلسطینیان خپلې ارادې ته پریږدي نوخامخا به هغوی(اسرایل) له خپلې خاورې څخه وشړي،خوکاشکې چې مسلمانانوهم یوزره دخپلې بقا لپاره یوڅه فکر کړی وای .

زه نه پوهیږم چې دا ځینې عرب هیوادونه څنګه ځان دنړۍ پرمخ داسلام علمبرداران بولي پداسې حال کې چې په ګاونډ کې یې یواسلامي هیواد(فلسطین)چې هغه هم په خټه عربان دي نن ورځ داسلام ددښمنانو له خوا په وینوکې لمبیږي.

الله تعالی په خپل سپیڅلي کتاب قرآنکريم کې يهود اونصارا د مسلمانان لپاره ستر دوښمن په ګوته کړی اوفرمایلي یې دي: (یا ایهاالذین امنوا لا تتخذوا الیهود و النصاری بعضهم اولیأ بعض.) مایده(۵۱)

ای د ایمان خاوندانو تاسو یهود اونصاری خپل دوستان مه نیسۍ داځکه چې دوی خو په خپلو مینځو کی یو دبل دوستان دی .

خودتأسف ځای دای چې بیا هم زمونږیوشمیر اسلامي اوپه تیره بیا عرب هیوادونه دکفارو له دوستۍ څخه لاس نه اخلي او هغوی چې څرنګه ډول وهي نودوی ورته په هماغه رنګ نڅیږي.

یوشاعروايي:

زړه یې مه بوله تش کاڼی دسحرا دی

په لیدو دزخمي زړه چې غمجن نه شي

خوزه حیران یم چې آیا داسې زړه به وي چې نن ورځ دخاورولاندې فلسطیني خویندو اوورونو په حال ونه ژاړي..؟

دتاریخ په اوږدوکې داخبره ثابته شوې ده چې کفاردمسلمانوڅخه تل په ویره کې دي اوتل هڅه کوي چې خپل ټول قوت دمسلمانانودکمزوري کولوپه خاطر وکاروي .

نن چې په اسلامي نړۍ کې دمسلمانانوترمنځ کوم اختلافات موجود دي اویا مسلمانان په خپلوکې دیواوبل پرضدجنګیږي ددې اصلي لامل همدادی چې داسلام دښمنانوددوی ترمنځ دبیلتون ،کرکې اوتعصب تخم شیندلی اودوی یې ترخپل اغیز لاندې راوستي.

که چیرته دمسلمانانو همدا حال وي نو لرې نده چې په ټولو اسلامي هیوادونوکې به دفلسطین په څیر لمبې بلې شي اوبیا به هیڅوک نه وي چې دمسلمانانوپه حال زړه وسوځي.

پکار داده چې مسلمانان په خپلو کې سره یوموټی شي دخدای په کتاب منګولی ولګوي اوددښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

خوکه چیرته دنړۍ مسلمانان په خپلوکې همداسې تیت اوپراګنده وي، اودیوبل پرضد دسیسې جوړوي نوبې له شکه چې دښمنان به دمسلمانانوله دې حالت څخه دخپل ځان دخوندي ساتلولپاره ګټه پورته کړي .

لنډه دا چې اسلامي نړۍ په تیره بیا عرب هیوادونه باید نوروخت له لاسه ورنکړي اوژرترژره پراسرایلو سیاسي فشار راوړي ترڅو له دغوناروا اووحشیانه بریدونوڅخه لاس واخلي. ومن الله توفیق

Copyright Larawbar 2007-2024