کور / اسلامي / د محرم لسمه

د محرم لسمه

دمحرم لسمه چې مذهبا هم اهمیت لري په پښتني کورو کې په دغه ورځ څه نا څه خیراتونه کیږي کوم چې هیڅ وس او قدرت  نلري  هغه هم د پنډو وریجو شوله هرو مرو پخوي او په جوماتواو کورو یې  ویشي .دا شوله  په زعفرانو  یا په بل ‌ژړ رنګ ژیړه شوې او خوږه شوې وي . په دغې ورځ مسلمانان  هر ډول خیراتونه کوي . د پسونو څخه بیا تر غوایانو پورې حلا لیږي او غوښې یې اومې خیرا تیږي . په دغې ورځ وږي او بیوزلي  کورونه کتغ او خواړه ومومي ماړه شي .ځنې خلک اوګره پخوي پسونه غوایان حلالوي غوښې یې په همدې اوګره کې اچوي .

ددې ورځې بل دود دا دی چې هره کورنۍ هدیرۍ ته ځي او خپلو مړو ته دعا کوي او په قبرونو یې اوبه اچوي چې دا ددې ورځې یو نیک عمل ګڼل کیږي .د محرم لسمه په اسلامي ادابو او مراسمو کې یوه ښه او نیکه ورځ ګڼله کیږي چې د ټولنې د یووالي ،زړه سوي ،مرستې او نورو سبب ګرزي .