ډیموکرات سناتور: جورج ډبلیو بوش بدترین ولسمشر دی.
دامريکا په سنا کې د ډیموکراتانو رهبر دامريکا جمهور رئيس جورج ډبليو بوش يو له بدترينو ولسمشرانوڅخه وباله .
دجنوري پر پنځمه دريانوستي خبري اژانس خبر ورکړ چي دامريکا په سنا کې د دیموکراتانو مشر((هري ريد)) جورج ډبليو بوش دامريکاپه تاريخ کي بدترين جمهور ریيس وباله .
دريانوستي ليکي ،ښاغلي((هري ريد)) ديکشنبې په ورځ د((ان بې سي)) دتلويزيون سره په مرکه کښي څرگنده کړه ” زه په رښتياسره پدې باوريم چي جورج بوش يوله بد ترينو ولسمشرانو څخه دي چي تر اوسه موږ درلودل” .
دجورج بوش دجمهوري رياست دوره دجنوري پر ۲۰ پاي ته رسيږي ،دامريکا نوی ټاکل شوی ولسمشر بارک اوباما به دسوگند په يادولو سره دامريکا رهبري پلاس کي واخلي .
جورج بوش په سپينه ماڼۍ کښي تر ۸ کاله حاکميت وروسته دامريکاپه تاريخ کي ديوداسي جمهور ریيس په توگه خپل مقام پرېږدي چي په خلکو کښي هيڅ ډول محبوبيت نلري