پوليسو ديوجنګ سالارجنرال بابه جان ٨٨٩ کيلوقاچاقي ترياک نيولي

د لراوبر اداره | جنوري 6th, 2009


دکابل امنيه قوماندانۍ سرچيني وايې چې دامريکايانودلوي قراردادي کوونکي په موټرو کې يې څه کم ٩٠٠ کيلو ترياک نيولي دي چې دامريکايي ځواکونوداکمالاتي موادوپه شان يې ورته اسناد  جوړکړي وواودهغوي دمالونوپه شان يې ټاپه کړي اسناد جوړکړي وو .
 
دغه سرچېنې وويل چې دغه ترياکو په تور يې يوتن له يوه موټر سره نيولي اوهغه تن اقرار کړي دي چې دغه  مواد دپخواني کمونست رژيم دپاتي شوي جنرال اودنظاردشورا پورې داړوند ټوپک سالار بابه جان مربوط دي .
 
دغه ترياک چې په ٢٥ بوجيو کې ځاي پرځاي شوي وو غوښتل چې په شمال څخه کابل ته راوړي .
 
پوليسو داهم ويل چې دغه ترياک يې دملي امنيت ،څارنولۍ ،دتروريزم ،دکورنيو چارو وزارت د استخباراتو ، اودامنيه قوماندانۍ دعملياتې څانګې داستازو په ګډون نيولي دي اوامنيه قوماندانۍ ته يې سپارلي دي .
 
خودکورنيو چارو وزارت بيا په يوه اعلاميه کې چې تيره شپه يې خپره کړي ليکلي چې دغه ترياک يې تيرماښام له يوه قاچاق بر سره نيولي دي .
 
اعلاميه ليکي چې په دې تور دنيول شوي تن څخه يې پلټنې پيل کړي دي.
جنرال بابه جان په بګرام کې د ميشتو امريکايي ځواکونو هغه لوي قرار دادي دي چې دشرابو ترڅنګ امريکايي ځواکونوپوځيانوته نور اکمالاتي مود اوپوځي تجهيزات وروړي .

Copyright Larawbar 2007-2024