ګیله

د لراوبر اداره | جنوري 7th, 2009


مړه  شوله  پښتو  د پښتنو  ځینې
سترګې مې شرمیږې دپردو ځینې
مونږ باندې پردي هیڅ ملامت ندۍ
مونږ یو کیله مند خپلو پلرو  ځینې
ځوې وې دپښتون خو دپښتو په ضد
دا  راته  ښکاره  د تاریخو  ځینې
داسې بد نصیبه قام به چیرته وې
مشر پکې  نشته  د پیړو   ځینې
خپله  ژبه  نه وائې  شرمیږې  به
ډیر  شرم  پکار دۍ  د پردو ځینې
زه جبارخیل ښه ښکاره پښتون یمه
خیر دۍکه پرې ځوړند شم ویښتو ځینې

Copyright Larawbar 2007-2024