ما مه جنګوۍ

52 | جنوري 9th, 2009




زه به ډاکټر جوړیږم دا د هغه وړوکي ماشوم په تتۍ ژبه اړولی هغه خبره وه چې زما د زړه تل ته کوزه شوې وه ـ
د ژوندانه په هر پړاو کې ما په زرګونو ځل داسې ماشومانو نه دا پوښتنه کړې ده او هغو تل همدا جواب راکړې دی ـخو مالومه نه ده چې ولې ددې سور سپین مخي ماشوم دغه جواب زما په زړه نوکارې ولګولی او زه یې دې ته مجبور کړم چې کرار پاتی نه شم ـدغه ماشوم یو د هغو ماشومانو نه وو کوم چې د باجوړ نه راغلی وو
ستا نوم څه دی ،ایمل خان هغه وویل
دخپلې خېمې نه لیرې ولاړ ایمل خان لاس کې کاڼي نیولي وو او مالومه نه ده چې په کوم سوچ کې ډوب وو
وایه کنه ته نورو ماشومانو سره لوبی ولی نه کوی؟
زه د بریال سره د لوبو کولو عادی یم
ښه ده نو بیا ولی د بریال سره لوبی نه کوی؟
ماشوم ماته په سوالیه نظر وکتل او وی ویل
ته خو لیونی نه یې هغه زما د پلار سره یو ځای جنت ته تللی دی
هغه د څو کلنو وو
هغه زما همزولی وو
زه او هغه یو کلاس کې وو
هغه یوه شیبه غلی شو او بیا یې وویل
هغه پوځیانو وژلی دی ….نا نا هغه طالبانو وژلی دی نا نا ماته پته نشته چې هغه چا وژلی دی
که چېر ې زه داکتر وی ما به د هغه د بچ کیدو کوشش کړی وی
ستا کور ولا چېرته دی
هلته
هلته ستا نور د کور ولا هم شته
هلته وازی زما مور ده
او ورور دی چیرته دی
هغه خو باجوړ کی دی هغه زمونږ د کور حفاظت کوي او چې هغه راشی نو بیا به ږزه ځم
ستا د ورور عمر څومره دی
هغه خېمې ته منډه کړی او دیو دولسو کلن ماشوم تصویر یې راوړو
ما ویل دا خو ډیر وړوکی دی
هغه ویل نا داسی نه ده احمر او غمر هم د هغه همزولی وو
تاسو به چا سره جکړه کوی
زه به طالبانو سره جګړه کوم…نانا زه به زه به قوجیانو سره حنګیږم
نا نا یار مالومه نه ده زه به هغه چا سره جنګیږم جا چ زما بلا ر او ورور وژلی دی
که ته جنګ کی نو ډاکتر به څنګه جوړ شی
چې جنګ ختم شی او کور ته لاړشم نو وران سکول به بیا اباد کړم سبق به ووایم
ماشوم بته نشته چې نور څه ویل خو ما کې د نورو خبرو اوریدو همت نه وو څکه چې ماته مالومه وه چې دا هلک ډاکټر نشی جوړیدی څکه چې د ایو داسی سیمی سره تعلق لری چېرته چې حکمرانان د نورو په اشارو پالیسانی جوړویاو چې کوم خلق داسی کوی نو هلته ډاکټران نه بلکی بیت الله محسود فضل الله او مولوی عمر پیدا کیږی
هسی هم دی خلقو ته د ډاکتر نه ضرورت نه وی څکه چې ډاکتر خو ژوندو خلقو ته پکار وی دوی ته خو د ګورکن ضرورت وی څکه چې ډاکتر د ژوندو انسانانو دپاره وی په خودکش حملو او بمباریو کې شهیدان شوی یوازې ښخولې شي او هغه هم ددې دپاره چې د زمکې دپاسه د دوۍ خواره واره لاشونه بد بوي ونه کړي ما په زړه رړه کې په دې ماشوم ژړل او ما سوچ کولو چې دا ماشوم صرف د مرګ او د جنګ دپاره پیدا شوې دی که چېرې د اجنګ ونه کړي نو د ضیاالحق او مشرف په شان امران به څنګه خپل اقتدار اوږدوي د امریکي په ډالرو به حکمران طبقه څرنګه خپل ماښامونه رنګین کوی او که دا نه جنګیږي نو نام نهاد مولویان به چندا له کومه راوړي او که دا نه جنګیږي نو دا مریکا انتخابی امیدواران به په کومو موضوعاتو خبرې کوي ستا په نه جنګیدو د ډیزو خللکو کارونه خرابیږی نو ته به جنګیږیږي کله د مجاهد په نامه کله د عسکریت پسند په نامه کله د فوجی په نامه او بیا کله د هشتګرد په نامه
ماشوم بته نشته چې نور څه ویل خو ما کې د نورو خبرو اوریدو همت نه وو څکه چې ماته مالومه وه چې دا هلک ډاکټر نشی جوړیدی څکه چې د ایو داسی سیمی سره تعلق لری چېرته چې حکمرانان د نورو په اشارو پالیسانی جوړویاو چې کوم خلق داسی کوی نو هلته ډاکټران نه بلکی بیت الله محسود فضل الله او مولوی عمر پیدا کیږی
ډاکټران صرف هلته جوړیږوی چېرته چې د مدرسو اوسکولو نو حفاظت کیږی هغه بمباراو سیزل کیژی نه ما په دې خبره زړه زړه کې ژړل او دوړوکی ماشوم سترګو ته مې کتل ـ د ماشوم شنو شنو سترګو ما ته ویل خدای دپاره مونږ مه جنګوۍ ـــــ مونږ ستړی یوـــــــــــــــــــــ خدای دپاره مونږ مه مه جنګوۍ


د کراچۍ وېبلاګ نه په مننې

Copyright Larawbar 2007-2024