د مرستي دپاره غنم تر غلاکېدو وروسته پلورل سوي دي

د لراوبر اداره | جنوري 9th, 2009


د دولت له خوا دبېوزلو سره د مرستي په نيت لېږل سوي غنم د وسله والو کسانو له خوا تر غلا کېدو وروسته د کندهار د خاکرې په ولسوالي کي پر خلکو پلورل سوي دي ، دا خبر د کندهار له نړيوال هوايي ډګره د ناټو مطبوعاتي څانګي له خوا لراوبر ته د يوې خبرپاڼ په ترڅ کي رارسېدلی دی ، په خبرپاڼه کي د غنمو د غلاکېدو ځای ځاګی نه دی ښودل سوی  ، که څه هم ناټوپه دې کار کي طالبان تورن کړي دي ، خو طالبانو له خوا په دې اړه خبر نه دی ترلاسه سوی .

Copyright Larawbar 2007-2024