کور / سياسي / ضعيف النفسه قلم وال او جنګي جناېتکاران

ضعيف النفسه قلم وال او جنګي جناېتکاران

دا يو څو کرښې په دې خاطر کا کږم چې د ولسمشرې ټولټاکنې په رانږدې کېدو دي او نړېوال استکبار په پېسو رانيولي افغانان او ضعيف النفسه ليکوال او قلموال چې پرون ېې په ټولټاکونو کې د هغه چا د پاره قلم ځانګړې کړې ول چې نن هغه افغانان د ېوه بېکفا ېته ، بې مسوليته او ناکا م ولسمشر چې د افغانستان په تاريخ کې داسې ټولواک څوک نه شي په ګوته کولاې پېژني، ېووار بيا وظيفه ااخيستې او د هغه چا د پاره چې له يوې خوا د موجوده سنارېو او ډرامو اصلي لوبغاړې او له بله پلوه د همدغه ناکام ولسمشر په دولت کې څوک وزيران ،څوک لوړ پوړي چاروا کي او ريسا ن ول او دېو وزارت او رياست د کار دعهدې ونه شو وتلاې په دې پلمه چې کله به ېې وېل ما ټوپکسالاران کار ته نه پرېږدي او کله به ېې   بانديني هيوادونه او د ما فياګروپونه ملامتول او په کا وا کو به ېې افغانان غولول په ملاتړ کله په يوه هيواد او کله په بل هيواد کې د افغانانو مشورتي غونډې رابولي او ترې غوښتنه کوي چې(د افغانستان د شراېطو په نظر کې نيولو سره په راتلونکو ټو لټاکونو کې ځانونه کانديد کړي)٠

د نړېوال استکبار خو صوسيات او سياست دا دې چې د ضعيف النفسه انسانانو په وجود کې د غريبو او کمزورو هيوادو نو د طبعي زېرمو او ملي شتمنېوو د لاسته راوړلو په خاطر د ډالرو په زور چاته ټوپک او وسله په لاس ورکوي او حق نا حقه ګناه ګار او بې ګناه انسانان له يوې مخې وژني ، ټولنيزې ابادې ،اقتصاد ،پوهنه ،فرهنګ،کتاب،ښونځې له منځه وړي ،ښارونه ،کلي کورونه او بانډې ورانوي تر څو خلک دی ته اړ باسي چې ېې غوښتنو ته غاړه کېدي،او په هغه ځاې کې چې ټوپک او وسله کار نه کوي بيا هغه کسان چی پوهه او قلم لري مېدان ته را باسي پېسې ور کوي او په خپله ګټه استعمالوي٠


هغه وخت چې د امريکا په مشرې نړېوال استکبار هوډ وکړه چې په افغانستان ېرغل را وړي په دی پوه ول چې د وسلوالو مذهبي ډلو او ګروپونو مشران چې ځانونه مجاهيدن بولي او ځېني ضعيف النفسه سياستوال،ليکوال او قلموال چې ځانونه روند اندي بولي د ځان ملګري نه کړي او پېسې ور نه کړي موخو ته رسېداې نه شي ،پوهيدل چې ټوپک او قلم هغه څه دي چې د ولوسونو،قومونو او ملتونو تقديرونه بدلوي او هم د هغوې رنځونو او زخمونو ته موثر ملهم برابروي نو ېې لمړې ټوپکوالا دځان ملګري کړل او په افغانستان ېې ېرغل راوړ او بياېې سېاستوالو ،ليکوالو او قلموالو ته وظيفه ورکړه او کرزې ېې پې واکمن کړه٠

دادې اوه کاله کېږي چې د کرزي په مشرې ټوپکوالا او په پېسو اخستل شوي سېاستوال او قلموال په فدرت کې دي او د هيواد ملي شتمنې په خپلو کې سره وېشي او دخلکو  دارايي او ملکېتونه په زور رانيسي،او د نړېوال ژاندارم وسلوال ځواکونه د ترهګرو او نېشه يي توکو سره د مبارزې په نوم په خل سر د افغانانو په کورونو ور ننوځي ېاېې وژني او ېاېې لاستړلې د ځانه سره بيايي،په کلو او بانډو بمونه را ارتوي ګناه ګار ،بې ګناه ،انسانان او حيوانات له يوې مخې تبا کوي څوک نه شته چې مخه ېې و نيسي٠

نه کرزي او نه نړېوال استکبارغواړي چې جنګ ختم شي،سوله او امنيت راشي هيواد اباد شي که نه ستونزه معلومه ده دا چې څوک ېې د حل اقدام نه کوي علت ېې هم معلوم دې هغه دولتي سياسي جوړښت دی چې د ټوپکوالو او په پېسو مينو سياستوالو ليکوالو او قلموالو نه جوړ دی او دا دواړه ډلې د مسلحو مخالفانو سره اړيکې لري او ګټې ېې سره شريکي دي ،او دا ننې جنګ او ناقراري د همدوې د کار او فعالت ثمره ده،که دا حکومت نن جوړ شي او قدرت پاکو افغانانو ته وسپارل شي په صباله به نه القاعده او نه طالب وي او هم به د ګاونډي هيوادونوسره د ښه ګاونډيتوب،ورورولې او سولې اړيکې ټينګې وي٠

په دې اوس ټول هيوادوال او نړېوال پوهيږي تر هغو چې په افغانستان کې بانديني وسلوال ځواکونه پراته وي او د مور راوړې ېو ځوي ېې چې د زړه په وينو او غوښو ېې روزلې او لوي کړې وي دلته په افغانستان کې له لاسه ورکوي او بېشماره وسلې او پېسې لګوي واضح خبره ده هغه څوک چې دوې غواړي ولسمشر شي هغه به واکمن وي دا د سېاستوالو ،عالمانو ،پوهانو ،لېکوالو ،او د فلم خاوندانو ليکنې،غونډې،نمايشي ټولټاکنې، جرګې،بېن الا فغاني کنفرانسونو را غوښتل هسې بې ځاېه د پېسو مصرف د وخت ضاېع  او  ددې بې وزلو افغانانو په زړونو کې ګوتې وهل دي او بس،ددې غونډو په ځاې که خپل علم،پوهه او قلم د هيوادوالو د زهننو د را هېښېدو او سمې لارې ته د برابرېدو او راتلونکې ښه ژوند له پاره په خبرو راولې،واقيعت وليکې،د مصنوعي انسانانو چې صبا به خلک ستاسې  ګرېوان ته لاس اچوي ترې اتلان،سياستوال،پوهان او مسلکي متخصيصين او شخصيتونه مه جوړوې،د چوکېو او پېسو په بدل کې خپل ضمير ،قلم او پوهه مه پلورې ،که تاسې ددې هيواد ددشمنانو او نړېوال ژاندارم سره ونه درېږې خپل قلم او پوهه د هغو په خدمت کې وقف نه کړې باور وکړې چې بيا هيڅ ېو قوت دافغانانو د وژلو جرائت  نه شي کولاې او نه ېې بې پوښتنې څوک کورونوته ورننوتلاې شي .