کور / خبرتیا او پيغامونه / د مصور خپرندوی بنسټ خبرتیا

د مصور خپرندوی بنسټ خبرتیا

د مصور خپرندوی بنسټ له خوا د ماشوم ادبیاتو په لومړني سمینار کې د ماشوم ادبیاتو د هڅونې اوپیاوړتیا لپاره د کارونو د همغږي کولو لپاره د یوې کمیټې د جوړولو پریکړه وشوه او وپتییل شوه چې دغه کمیټه به هره میاشت د ماشومانو لپاره د کتابونو دمخکتنې او کره کتنې او نورو فعالیتونو د تنظیم لپاره غونډې کوي .


سبا د یکشنبې ورځ د ماسپښین په ۲ بجو ددغې کمیټې لومړنۍ غونډه دمیدوتیک په دفتر کې جوړیږي ، په دې غونډه کې د نورو مسلو ترڅنګ د مصور بنسټ له خوا په ۲ چاپ شویو کتابونو هم کره کتنه او د ماشومانو په نوې ویبپاڼه او ادبي مجله خبرې کیږي ، هیله ده هغه لیکوال چې د ماشومانو لپاره لیکنې او ژباړي کوي او یا غواړي د ماشومانو لپاره لیکنې وکړي دغې غونډې ته تشریف راوړي.


پته : کابل ، دفتح الله کلا، مدینه بازار ته څیرمه ، میدوتیک دفتر.


وخت : یکشنبه،دمرغومي ۲۲ نیټه ، د ماسپښین ۲ بجې.


اړیکې :۰۷۰۰۲۱۷۰۱۲   –   ۰۷۹۸۱۵۱۴۱۵