ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | جنوري 10th, 2009


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا په نقل لیکلي دي چې د پاکستان استخباراتي اداره د افراطي ډلو له ملاتړ نه لاس نه اخلي.

ورځپاڼه د موضوع په دوام د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې په حواله لیکي چې امریکا غواړي یوه داسې ستراتیژي برابره کړي چې یوازې د پاکستان په عملیاتو او یا پوځي همکاریو پورې تړلې نه وي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د یو امریکايې جنرال په حواله لیکلي دي چې د افغانستان په اړه د ایران دریځ چندانې شفاف ندې.

ورځپاڼه د موضوع په دوام د جنرال ډیویډ پترانوس په نقل لیکي چې د سیمه ایزو همکاریو په ستراتیژۍ کې د ایران د حضور امکان شته خو دا پریکړه باید سیاستوال او ډیپلوماټان وکړي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ زیاته برخه افغانستان ته د پاکستان د ولس مشر سفر ته ځانګړې او لیکلي دي چې ګډه مبارزه کولې شي افغانستان پاکستان او ټوله سیمه له ترهګرو نه پاکه کړي.

ورځپاڼې خپله سرمقاله هم هم دې مسلې ته ځانګړې کړې خو لیکلي دي چې شوې موافقې باید یوازې د کاغد پر مخ پاتې نشي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې له افغانستان سره د جرمني په مرستو تبصره کړې او لیکلي دي چې دغه هیواد د روان کال لپاره افغانستان ته یو سل او اویا میلیونه ایرو بیلې کړیدي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې افغانستان ته د پاکستان د ولس مشر په سفر تبصره کړې او لیکلي دي چې د افغانستان او هند اړیکې باید د پاکستان په دوستۍ قربان  نشي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د ځینو چارواکو لخوا له حکومتي دریځ او د ولس مشر له نامه د ناوړه ګټه اخستنې مسله څیړلې او د هغې د مخنیوي غوښتنه يې کړیده.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په فعالیتونو تبصره کړې او لیکلي دي چې دوې  خپل پوځي ځواک په کم مقاومته اهدافو کاروي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې افغانستان ته د پاکستان د ولس مشر په سفر تبصره کړې او هغه هیلې او ستونزې يې څیړلي چې د دواړو هیوادونو د اړیکو په اړه موجودې دي.

ورخپاڼې پخپل لومړي مخ کې د ولس مشر کرزي  په حواله لیکلي دي چې امریکايې ځواکونو د لغمان ولایت په علي شنګ ولسوالۍ کې اوولس تنه عامه وګړي وژلي دي.

په ورځپاڼه کې په امریکا کې د یوې خپلواکې ارزونې د نتایجو په اړه دا هم لیکل شویدي چې امریکا په افغانستان کې غیر واقعي اهداف تعقیبوي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې بیا هم د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د عامه وګړو د مرګ ژوبلې مسله راغستې او لیکلي دي چې ناټو د خپلو تیروتنو د سمولو توان نلري.

خو اصلاح بیا لیکلي دي چې د ترورزم په وړاندې په روانه مبارزه کې د پاکستان صداقت ټاکونکې رول لري.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې  پخپله سرمقاله کې د ترورزم په وړاندې په روانه مبارزه کې د پاکستان رول ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې ایا پاکستان به له افغانستان سره اوږه په اوږه وجنګیږي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې د اوباما مرستیال پاکستان ته تللې څو د ترورزم په وړاندې د روانې مبارزې په اړه په بیلابیلو مسلو خبرې وکړي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو ستونزې څیړلې او لیکلي دي چې افان حاجیانو هیواد ته په راستنیدنه کې د ځنډ له امله سوالګري بنا کړې ده. 

»

Copyright Larawbar 2007-2024