کور / خبرتیا او پيغامونه / نوميالی ليکوال جعفر خان اڅګزی په حق ورسيد

نوميالی ليکوال جعفر خان اڅګزی په حق ورسيد

 

د پښتو او اردو ژبو نامتو ليکوال او کالم ليکونکی جعفر خان اڅګزی د ورپېښي ناروغۍ له امله پرون ( ۹ جنوري ۲۰۰۹ ) د کوټي په سرکاري روغتون کي په حق ورسيد .

 د لراوبر ويبپاڼي د سهيلي پښتونخوا همکار بوريوال کاکړ د خبر له مخي نوموړي خپل د ژوند زياته برخه د پښتو ژبي او پښتون قام د پرمختګ او ترقۍ لپاره وقف کړې وه ، ارواښاد نه يوازي خپل قام ته په پښتو ژبه خدمت کړی بلکي په اردو ژبه يې هم نورو ته د خپل قام او ژبي دورپيژندلو په لاره کي د پام وړ خدمتونه کړي دي .

په دې اړه نن ۱۰ جنوري ۲۰۰۹ پښتو ادبي غورځنګ دارواښاد جعغر خان اڅګزي روح ته ددعا او ياد د پاره  په کوټه کي يوه تعزيتي غونډه رابللې وه ، ، په دې غونډه کي د ملګري ليکوال کوټه ، خپلواک ادبي ټولنه کوټه او پښتو ادبي غورځنګ غړو برخه اخستې وه ، ښاغليو : صادق ژړک ، نعيم ازاد ، عين الدين لمبه ، اغا جان همدرد ، قاسم ابدال ، محسن حسني ، ثناءالله زلمي ،يوسف سايل او يو شمېر نورو دارواښاد جعفرخان  اڅګزي پر ژوند ، اثارو اوخدمتونو خبري وکړې  .


د پښتو ادبي غورځنګ مشر صادق ژړک د لراوبر سره په خبرو کي وويل : د نوموړي په ټولو اثارو کي  سوالاً جواباً ځان ته بېل ځای او مقام لري ، دا ځکه چي دی د يوې موضوع په اړه سوال هم خپله کوي اوهم جواب  خپله وايي ، دا په نړيوال ادب کي بېساري کار و چي د سيمي  او  پښتوپه ادبياتو کي تر ده مخته چا نه دی کړی .

د صادق ژړک په وينا نوموړي د يوې درې کورنۍ سره تړاو لري ، دده پلارارواښاد ايوب خان اڅګزی هم د پښتو ژبي يو تکړه ليکوال، مبارز  او د يوه ډير ځانګړي استعداد لرونکی انسان و ، د خورجين په نوم اثر د ايوب خان د مهمو اثارو څخه شمېرل کيږي ،د جعفر خان پلار ايوب خان اڅګزی داعليحضرت ظاهر شا په پاچهي کي د پښتونستان تحريک پر مهال په کابل کي و  .

ارواښاد جعفرخان اڅګزي د سيمي له زيات شمېر ورځپاڼو او مجلو سره قلمي  همکارۍ تر څنګ يو شمېر  مهيم اثار ليکلي دي ، د لراوبر ويبپاڼي اداره او ټول همکاران د نوموړي پر مړينه خواشيني څرګندوي ، د نوموړي له کورنۍ او ټولو خواخوږو سره په دې غم کي ځان شريک ګڼي او له پا ک خدای څخه يې روح ښاد او ياد تلپاتي غواړو .

د لراوبر ويبپاڼي د سهيلي پښتونخوا څانګي له خوا د ارواښاد تفصيلي ژوندليک وروسته پرليکه کيږي ، لوستل يې مه هېروئ .

تبصره نسته

  1.  د نوښتګر او آزاد خیاله لیکوال د نا څاپی مړینی په
    هکله 

    په ډ نمارک کی د افغانستان د فرهنګ د ټولنی د خواشنی پیغام

    په خواشنی سره مو خبر تر لاسه کړ چی د دپښتو ، اردو او انګلیسی
    ژبی  وتلی آزاد خیاله او مبتکر لیکوال جعفرخان اڅګزی د ارواښاد ایوب خان زوی،
    د ور پیښی ناروغی له امله د ابد لپاره ددی فانی نړی څخه سترګی پټی کړی .

    اناِ لله وانا اليه راجعون

    په ډنمارکی کی د افغانستان د فرهنګ ټولنی د مشر تابه جګه ګی
    اوغړی، د ارواښاد جعفرخان ، چی خپل ټول ژوند یی د مطالعی ، څیړنو، فرهنګی
    فعالیتونوته وقف کړی ؤ او د اولس په ژبه یی خپل مبتکرانه اثارچی د مرحوم د ځانګړی
    نوښت زیږنده دی، موږ ته د  ډیری ارزښت ناکه خزانی په توکه په میراث پرایښی دی
    ، مړینه یوه نه جبران کیدونکی ضایعه کڼی . او په دی غم کی د مرحوم د دوستانو او
    کورنی سره ځانونه شریک ګڼی .

    روح دی ښاد وی او کورنی ته یی د زړه صبر غواړو .

    د ټولنی د مشر تابه جرګه ګی

    په استازیتوب زمری محقق