پاكستان : پېنځه څلوېښت وسلوال مو ووژل

40 | جنوري 11th, 2009


 پاكستاني ځواكونه وايي چې نن سهار يې  په مومند ايجنسۍ كې   دسرحدي پوليسو پر پوستو باندې د القاعده شبكې د يو شمېر بهرنيو غړو په ګډون د شپږ سوه په شاوخوا كې وسلوالو طالبانو بريدونه  وكړل.

د يادو شويو ځواكونو په خبره له بريدونو سمدستي وروسته د مومند ايجنسۍ په غلنۍاو صافي   سيمو كې د وسلوالو طالبانو او پاكستاني پوليسو تر مېنځ نښتې  را مېنځته شوې چې تر دا مهاله پكې پېنځه څلوېښت تنه وسلوالو او شپږ تنه د پاكستان سرحدي پوليس وژل شوي دي .

همدارنګه په نښته كې اوو تنه پوليس ژوبل شوي هم دي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى .

 

Copyright Larawbar 2007-2024