کور / تازه خبرونه / انډيا: دممبئ په پيښوكې دحميدگل لاس دي

انډيا: دممبئ په پيښوكې دحميدگل لاس دي


 


دهندوستان یوه مشهور تلويزيون (انډيا)همدا اوس يو خبر خپوركړ او دپاكستان (ا ي اس اي) پر پخوانې مشر حميد گل يې تور ولگاوه چې دممبئ دپيښئ ټولي چارې يې پر مخ بيولي ، انډيا وايې دوي ته داسي شواهد په لاس ورغلي چې له مخي يې دممبئ دپيښئ سره دحميد گل تړاو ښه يې ،جنرال حميد گل څو كاله دپاكستان دڅارگري اداري (اي اس اي)مشر پاتي شوي  او ډير ځله  دهند او افغانستان په چارو كې دلاس وهنو تورنه پري لگيدلي ، نوموړي څو ورځي وړاندي دملگرو ملتونو دامنيت شوراله خوا هم دمشكوكو كسانو په لست كې داخل شو،انډيا تلوېزيون په داسي حال كې دا خبره كوي چې اوس هم دهند او پاكستان ترمنځ اړيكي ترينگلي دي ،