سوالګره پیغله

رحيم ګل څاروان | جنوري 11th, 2009


 

 نــه مي لاس سره پــه نکریزو،نـه بنګړي اونه یې شورشته
یــوه پیغله یم سوالګره، نـــه قریب اونـــــه مي کـــورشته

ټوله ورځ مي لاس کچکول دی لــه هرچانه خیرات غواړم
یم مجبوره اوبــې وسه ،نه مــــي پلاراونه مـــي ورورشته

دعــــزت ټیکری یـــې واخیست زمـــالــــه ســـره ظالمانـــو
نــــه مي څــــه پــه وسه پوره ،اونه په مټوکي مـي زورشته

بـــــــرناحـــقه بنـــدیــوانـــــه دهجــــــران پـــــه زولـــــــنویــــــم
نـــــه مي کله څوک وژلی، نـــه دچارابانـــــــدي پــــــورشته

کـــــه دي ختم شول غمونه ،نوهیڅ باک ونـــه کـړې ګوره!
دملګـري غــــم یونــــــه دي ،ورســــره غمــــونـــه نــــورشته

میرویس ملګری
۱۳۸۷/۱۰/۲۱

Copyright Larawbar 2007-2024