غزه : تيره شپه ۴۰ تنه فلسطينيان ووژل شول

16 | جنوري 12th, 2009


 پر غزې تړانگه نن ۱۷ ورځ ده چې داسرائيلو له لوري هوايې ځمكني او بحري عمليات روان دي ، رپوټونه وايې  اسرائيلو د احتياط ځواكونوڅخه هم كار اخستي او دارسرائيلو دلمړي وزير( اولميرت) په وينا دوي اوس خپلو موخو ته درسيدو په حال كې دي ،كه څه هم په مصر كې دسولي لپاره هلي ځلي رواني دي خو داسي نه بريښي چې په نږدي وخت كې دي جنگ ودريږئ ،تيره شپه دپخوا په شان دغزې پر بيلا بيلو سيمو داسرائيلو بريدونو دوام درلود چې ۴۰ تنه پكي ووژل شول او سلگونه تنه ژوبل شول  ، تراوسه دوژل شوي كسانو شمير ۹۰۰تنه او ټول ژوبل شوي كسان ۴۱۰۰ تنه دې ،همدارازداسي روپوټونه هم وركړل شوي چې اسرائيلو پرغزې يو ځل بيا تيره شپه  هغه بمونه وغورځول چې دنړيوالو جنگي  قوانينو له مخي پري بنديز لگيدلي    

Copyright Larawbar 2007-2024