کور / راپور / په جرمني کي د ډيورنډ د کرښي په اړه د علمي غونډي ګزارش

په جرمني کي د ډيورنډ د کرښي په اړه د علمي غونډي ګزارش

د 1385 لمريز کال د دلوې په شلمه ( د 2007 ع کال د فبرورۍ نهمه ) نېټه د جرمني د فرانکفورت په ښار کې د ډيورنډ د تپل شوې کرښې او پر دغه کرښې د ماينونوښخولو او اغزن مزي د غزولو په اړه ، په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په نوښت يوه لويه علمي غونډه جوړه شوه . په دغه غونډه کې د اروپا له بېلا بېلو هېوادونو څخه په سلګونو استوګنو افغانانو ، د سياسي ، کلتوري او اجتماعي سازمانونو او ټولنو استازو او يو زيات شمېر ليکوالو ، ټولنيزو او سياسي شخصيتونو ګډون کړی وو .



غونډه د مازيګر په 5 بجو او 30 دقيقو دښاغلي حمايت الله دياني له خوا د پاک قرآن د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه . په پيل کې ، په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې مرستيال اود غونډې چلوونکي ښاغلې محمد عاشق غريب د جرګې په استازيتوب راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه ، د غونډې پر اهدافو اوڅرنګوالي يې رڼا واچوله .



تر مقالود مخه لومړی د کوزې پښتونخوا له خيبر څخه د عوامي نشنل پارټۍ د مرکزي کمېټې غړي او د پاکستان په مرکزي پارلمان « قومي اسمبلۍ » کې د خلکو استازي ښاغلي لطيف اپرېدي د تلفون په کرښه خپله عالمانه وينا واوروله . ښاغلي اپرېدي د ډيورنډ کرښه د افغان پر سينه يوه توره کرښه وبلله چې قامونه او کورنۍ يې سره دوه ځايه کړي دي . د ده په وينا د ډيورنډ ناقانونه کرښه افغانانو هېڅکله نه ده منلې او تر ملا عمره پورې د افغانستان هېڅ حکمران غاړه نه ده ورته اېښې . ده وويل ، چې هر ملت حق لري سره يوځای شي ، يمن ، ويتنام او جرمني سره يوځای شول او د کوريا د يوځای کېد و خبرې روانې دي ، خو يو افغانستان دی چې چا يې د يوځای کېدو خبره راپورته نه کړه . د ډيورنډ کرښه يوازې د افغانانو په اتحاد سره له منځه تلی شي . ده زياته کړه ، چې ماينونه نه شي کولی د افغان وجود د تل لپاره بېل وساتي . ده وويل چې د پاکستان لاسوهنې پخپله د پاکستان لپاره هم ډېرې ستونزې پيدا کړي او له پاکستان نه يې وغوښتل چې له نړيوالې ټولنې سره مرسته وکړي ، چې په افغانستان کې سوله راشي او افغان مهاجر بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي . او له افغانانو نه يې وغوښتل چې د کرښې ستونزه د بين المللي معيارونو پر بنسټ حل کړي .



ورپسې له کوېټې څخه د پښتونخوا ملي عوامي پارتۍ مشر مرستيال ښاغلي عبدالرحيم مندوخېل د تلفون له لارې وينا وکړه . ښاغلي مندوخېل لومړی د انګرېزانو پر استعماري کارنامو رڼا واچوله او ويې ويل ، چې پاکستان د انګرېزانو د ځای ناستي په توګه د افغنستان ټول بنسټونه وران کړل او له افغانستان څخه يې د ترهګرو اډه جوړه کړه او اوس هم مداخله روانه ده . ده له ټولو افغانانواو دامن له جوړيدونکي جرګې نه غوښتنه وکړه چې سره يو ځای شي ، د پاکستان د مداخلو مخه ونيسي او د افغانستان په بيا رغاونه کې برخه واخلي .



تر دې وروسته له سوات څخه د عوامي نشنل پارټۍ د مشرتابه جرګې غړي افضل خان لالا د تلفون پر کرښه خبرې وکړې . ده وويل چې انګرېزانوڅو ځله له پښتنو نه سختې ماتې وخوړې ، نو ځکه يې د پښتنو د کمزورتيا لپاره دوی د ډيورنډ پر کرښه سره ووېشل . ده وويل ، چې دډيورنډ کرښه يوه انتظاميه کرښه وه او پاکستان غواړي دا کرښه بين المللي پوله وګرځوي . افضل خان لالا زياته کړه ، چې يوه کرښه هلته بين المللي کېدای شي چې مقابل لوری يې ورسره ومني ، حال دا چې يو افغان حکومت هم دا کرښه دپولې په توګه له پاکستان سره نه ده منلې . ده خواشيني ښکاره کړه چې دا سل کاله په پښتنو کې داسې غورځنګ پيدا نه شو چې د لرو بر افغان يووالی بيا تأمين کړي .



تر تلفوني ويناوو وروسته د افغانستان پياوړي او نوميالي تاريخپوه پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ، چې له امريکې څخه يې تشريف راوړی و د « د ډيورنډ توافق ليک بايد ډېر دمخه باطل شوی وای » تر سر ليک لاندې خپله ډېره علمي مقاله واوروله . د پوهاند صاحب کاکړ د مقالې ځيني مهم ټکي دا وو :
د ديورنډ توافق يو مؤ قت توافق و او بايد ډېر دمخه باطل شوی وای . توافق د برتانيې د نېغ فشار او تزاري روسيې د غير مستقيم فشار له امله پر امير عبدالرحمن خان باندې تحميل شو. دغه توافق ته کنوانسيون يا اګريمنټ ويلی شو چې هماغه د توافق مانا ورکوي ، د تړون انګريزي اصطلاح « ټريټي » ده . په توافق کې يوازې د امير او ډيورنډ نومونه ليدل کيږي او د يوه لاسليک هم نه شته . تر توافق وروسته هم امير ډېر اعتراضونه درلودل او د خيبر ، باشګل درې او موندو په اړه يې انګرېزانوته خپل رسمي اعتراض واستاوه .


انګرېزانو په ځينو برخو کې اعتراض ومانه او په ځيني برخو کې غلي پاتې شول . د کوزې پښتونخوا پښتنو هم هېڅکله دا کرښه نه ده منلې او په 1897 کال کې د هند په نفوذي سيمه کې ټولو پښتنو ډېر لوی پاڅون وکړ او انګرېزان يې ډېر وارخطا کړل . انګرېزانو هم نه غوښتل دافغانستان خاوره له هند سره ګډه کړي ، بلکې دوی غوښتل جلا شوې برخه حايل سيمه وي او تر پايه يې دا برخه سرحدي سيمه بلله . ډيورنډ پخپله ويلي ، چې سرحدي قبايل بايد د هند دننه ونه ګڼل شي بلکې دا سيمې د هند د نفوذ سيمې دي . ده همداراز ليکلي چې موږدکال 18 لکه روپۍ يوازې امير ته مديون يو نه د هغه لمسيانو ته . کاکړ صاحب وويل چې نو موږ هم يوازې انګرېزانو ته د توافق له مخې ذمه وار يو نه پاکستان ته . همداراز دبرتانوي هند دبهرنيو چارووزير « ګرانټ » ليکلي ، چې له افغانانو سره دريم جنګ تر استقلال برسېره ټول پخواني تړونونه باطل کړي دي . وروسته کاکړ صاحب د انګرېزانو او پاکستان په وړاندې د وزيرو قبايلو او د مېرزاعليخان ( اېپې فقير ) پر مبارزو اوږدې خبرې وکړې .



تر کاکړ صاحب وروسته د افغانستان نوميالی حقوق پوه او سياسي شخصيت پوهنوال ډاکترمحمد عثمان روستار ترکی چې له فرانسې څخه يې تشريف راوړی و ،د « د ډيورند د کرښې حقوقي ارزونه » تر سر ليک لاندې خپله علمي مقاله واوروله چې مهم ټکي يې دادي :
د ډيورنډ د کرښې په ټاکلو کې هېڅ ډول انساني ، حقوقي ، قومي او جغرافيوي معيارونه په پام کې نه دي نيول شوي . افغانستان هېڅکله د انګرېزانو مستعمره نه و بلکې يو تحت الحمايه هېواد و پدې مانا چې په کورنيو چارو کې يې آزادي درلوده خو په بهرنيو چارو کې يې خپلواکي نه درلوده . د يوه تحت الحمايه هېواد تړون هېڅ حقوقي اعتبار نه لري ؛ تړون د دواړو هېوادونود ذيصلاح استازو له خوا نه دی لاسليک شوی ؛ نړيوال تړون بايد د خلکو داستازو له خوا تصويب شي چې دا کار نه دی شوی ځکه چې په افغانستان کې پارلمان موجود نه و ؛ تړون بايد په رسمي جريده کې خپور شي چې دا کار د نفاذ مانا لري حال دا چې خلک هېڅ خبر نه وو ؛ د موافقه ليک سره بايد مل نقشې هم لاسليک شي ، حال دا چې پخپله متن هم نه دی لاسليک شوی ؛ د تړون کاپي بايد په نړيوالو آرشيفونو کې ساتل شوي وا ی ؛د تړون مو ضوع بايد مشروعيت ولري او د تړون لاسليک کوونکي بايد آزاده اراده ولري ، چې دا يو شرط هم نه دی پوره شوی ؛ د ويانا د کنوانسيون او نړيوالو حقوقو پر بنسټ ، که چېرې يو تړون د فشار او زور له لارې تصويب شي باطل دی ؛ يو تړون ثالث هېواد يا شخص ته د استفادې حق نه ورکوي ، حال دا چې پاکستان هلته هېڅ موجود نه و .
د غونډې دريم وينا کوونکی دافغانستان پخوانی دېپلومات ډاکتر سرور رونا و . رونا صاحب وويل ، چې له تړون څخه خلک خبر نه وو بلکې داد دوو تنو ترمنځ يو پټ توافق ليک و . بل دا چې توافق نيمګړی پاتې شو ، ځکه انګرېزانو د کرښې د ټاکنې لپاره له امير څخه د يوه هيئت د لېږلو غوښتنه وکړه ،خو امير تر پايه پورې د هيئت له لېږلوڅخه ډډه ږکړه او ويل يې ، چې ما تر اوسه خلکو ته توافقليک نه دی ابلاغ کړی . اميرد توافق ليک د هغه متن په شا چې د افغانستان د بهرنيو چارووزارت په آرشيف کې ساتل شوی ليکلي چې : « به خلف من ، تا من زنده هستم درباره سرحد قدمی نمی ګزارم و اين کار را ادامه ميدهم . وشما فرزندان روزی قدرت پيدا کنيدواين خاک شماست آنرا دوباره بګيريد . »
دغونډې وروستی وينا کوونکی په لندن کې د پښتونخوا د عوامي پارټۍ استازی ښاغلي شېراعظم و . ده وويل ، چې په افغانستان کې ځيني خلک د ډيورنډ د کرښې د رسميت پېژندلو وړانديزونه کوي ، که چېرې افغانستان د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني بيا به هم پاکستان ، افغانستان په کراره پرې نږدي . ثبوت يې دا دی چې ضيأالحق به ويل چې زه غواړم د پل خشتي په جومات کې لمونځ وکړم او بيا يې زوی دا کار وکړ ، نواز شريف ويل چې د افغانستان اردو مې ټوټه ټوټه کړه او بې نظير بوټو ويل چې ما کابل ونيوه . دوستي ، اسلام او ګاونډيتوب هسې خبرې دي .



تر وينا وروسته د ډوډۍ لپاره تفريح ورکړل شوه . دغونډې په ترڅ کې د ګډون کوونکود وړانديزونو او مقالو د مهمو ټکو په رڼا کې د ګډې اعلاميې د ليکلو چارې يوه شپږ کسيز کميسون ته وسپارل شوې ، چې غړي يې په دې توګه وو : له بلجيم څخه حاجي محمد امين باوري ، له ناروې څخه پوهنمل رحمت ګل ځواکمن او ښاغلی حسن شور ، له ناروې څخه ښاغلی اجمل اټک ، د کوزې پښتونخوا په استازېتوب ښاغلی اقبال لالا او له جرمني څخه ډاکتر خوشال روهي .



تر تفريح وروسته لومړی درنو پوهانو د غونډې د ګډون کوونکو پوښتنو ته ځوابونه وويل او ورسته د غوندې ګډه اعلاميه د خوشال روهي له خوا واورول شوه او تر بحث او يو شمېر سمونونو وروسته د رايو په اتفاق تصويب شوه . دغونډې په پای کې د شهسوار سنګر وال په قلم يوه تاريخي ننداره « يوموټی خاوره » چې د افغانستان نامتو ممثلې ستوری منګل له خوا ډايرکټ شوې وه ، دمېرمن ستوری منګل ، ښاغلي مطيع الله رووفي او ورسره ملګرو په ملتيايې ولوبول شوه . غونډه د شپې په 12 بجو پای ته ورسېده .