کور / تازه خبرونه / د يوې ښځي پزه او غوږونه غوڅ کړل شوي دي

د يوې ښځي پزه او غوږونه غوڅ کړل شوي دي

 


دزابل پوليسو دهغه كس بېړنۍ پلټنه پېل كړې چې له خپلي مېرمني څخه يې پزه اوغوږونه غوڅ كړي او سر يې ورخرېيلى دى . داپېښه دزابل په مركز كلات ښار كې شوې ده .


دزابل ولايت دښځو دچاروريسي مېرمن فوزيه لراوبر ويپاني ته وويل چې دښځي مېړه ددغې مظلومي ډېر غاښونه هم ور ايستلي دي .


دغه اولس كلنه مېرمن يوازي يوكال وړاندي ودشوې ده .دا له خبرو كولو وتلې غوږونه يې پرې شوي او پزه يې هم غوڅه شوې ده . دزابل دمولكي روغتون ډاكتران وايي چې دمېرمني غاښونه هم ايستل شوي ځكه خبري نه شي كولاى .


ددغې مېرمني ګاونډيانو وويل چې دښځي مېړه داختر په شپه لاس اوپښې ورتړلې غوږونه او پوزه يې ځيني پرې كړي دي .


دزابل ولايت ګڼو اوسېدونكو هم ددغه كار غندنه وكړه او له حكومتي چارواكو څخه يې وغوښتل چې دژوبل شوې مېرمني خاوند پيداكړي اوسخته جزاوركړي .


خو دزابل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد يعقوب لراوبر ويپاڼي ته وويل چې دمجرم سخته پلټنه روانه ده او دمجرم يوورور چې په افغان پوځ كې دنده ترسره كوي نيول شوى دى . دغه كورنۍ يوازي يوه مياشت وړاندي له پكتيا څخه  زابل ته راكډه شوې ده .


دزابل ګڼ اوسېدونكي داعمل دښځو په وړاندي تېرى بولي .