افغانۍ او فلسطينۍ مور ته د تسليت څو خبرې
ضروري يادونه او خبردارئ تر ۱۸ کالو کم عمر لرونکي او هغوی چي د ظلم او وحشت د ليدلو زغم نه لري ، له د لاندنۍ ويډيو له ليدلو څخه دي ډډه وکړي . کلونه وشول چه ستا ننګيالې زامن دطاغوت ديرغل پروړاندی په کلکه مبارزه لګيا دي ډير زامن دي تر الهی دين قربان کړل داسپره يتيمان ګوره دا ګونډی او داسي ښځی چه لاهم د خپل ورک شوي خاوند په تمه دي چه کله به راځی . پام چه هره مور داسې زامن نشي زيږولای چه د ټول عالم په مخ کې دطاغوت لپاره سپر شي . ګرانې مورې ! که داسې قربانۍ نه وای خدای خبر چه نن به د انسانانو څه حال ؤ. که داسلام لومړنۍ قربانۍ نه وای چابه دهغه وخت د جاهليت مخه نيوليې وای ،چابه هغه مظلومې نجونې له ژوندی خښولو خلاصې کړی وای ،چابه دهغه وخت فحاشت له منځه وړي وای اوچابه دارپا آدم خوری بنده کړی وای چه يوه انسان به بل انسان خوړلو (نن چه ارپا له اسلام څخه انسانيت او تمدن زده کړی پر اسلام مسخری کوی ). افغانۍ مورې ! که ستا د اولاد قربانۍ نه وای نن ورځ به خدای مکړه ټوله اسلامی نړۍ د کمونيزم تر ولکې لاندې وه ،نن به کابل دوهم مسکوه ؤ اونن به دلته اشتراکې نظام حاکم ؤ ستا داولاد قربانۍ وي چه هغه ستر طاغوت يې نسکور کړ اوله شره يې ټوله نړی خلاصه کړه . همدانن ورځ که ستا داولاد قربانۍ نه وي دستر دوښمن دځپلو لپاره منډي ترړی نه وي زمونږ دين زمونږ ناموس زمونږ عزت به برباد وي داځنګلي ځناور زمونږ د دين ،خاورې ،ناموس اوعيزت دوښمنان دي . ای افغانۍ اوفلسطينۍ موری! کلونه وشول چه ستا اوښکی روانې دي ستاپه ژړا ځمکې ژاړی آسمانونه ژاړی ستاديتيم په ژړاعرش عظيم لړزيږي . ای موری! څومره په صبر ژاړی ستادغه مړې مړې روانی اوښکې ای موري ! دغه ستا سينه اوصبر دی دالور په لور راروانې دځوانانوجنازي ،په زانګوکې داطفالوجنازي ،په ډولی کې ناوکی اودهغه د ورا جنازي داخوډبره هم ماتوي . ای بي رحمه زړونو ! ای تر ډبره کلکو زړونو ! ای د ديموکراسۍ اود بشر حقونو علمبردارو ! بشرمو ښه وپاله ،ديموکراسۍ مو ښه راته تعريف کړه او دبشرحقوق موډير ښه راته بيان کړل . نوموری ! ستا په درد ښه پوه يم ستا دشهيدانو دفراق په درد،ستاد وږيو سپرو يتيمانو په درد . دخدای شکر باسه چه نن ورځ ستا اولاد تر دين جاريږي زمونږ فطرت ،زمونږ خواص ،زموږ عادات او زمونږ کړه وړه خوالهی قرآن دی تر داسی ژوند چه هغه ستادفطرت ،ستاد عادت سره ټکروی ترهغه ژوند خوسل ځله مرګ ښه دي . ګرانې موری ! واروه چه مرګ حق دي اوټول به مرو څه يې په بيستره کې مړ اوڅه يې په سرو وينوککړ خپل رب ج ته ورغلې . هغه رسول الله هم وفات شوی چه کله مدينی منوری ته دهجرت لپاره تشريف وړی دانصارو دخوشحالۍ ډک استقبال دانصارو لوڼو له ډيری خوشحالۍ دا ابيات ويل طلع البدر علينا من ثنيات الوداع وجب الشکر علينا مادعالله داع ايهاالمبعوث فينا جئت بالامر المطاع هغه رسول الله (ص) هم وفات شوي چه کله مکه فتحه شوه دانصارو سره دا انديښنه پيدا شوه چه مکه خو دمحمدرسول الله کور،کلې او ولس دي نوربه هغوی همدلته پاتی شي او مونږ په داسی حال کې مدينی ته روان ؤ چه له مونږ سره محمدرسول الله (ص) نه وي .چه ورسته بيا محمدرسول الله (ص) ورته وايې داډول انديښنه مه کوئ زما ژوند اوزما مرګ به له انصارو سره وي . اوهغه محمد رسول الله (ص) هم وفات شوي چه داسلامی لښکر په مشری دتبوک غزا ته يې تشريف وړی ؤ نومړۍ غزا پنځوس ورځې ونيولې . دمدينی اهل دده په فراق سخت فريشانه وو. کله چه دمحمدرسول الله(ص) په مشرۍ دفتحې اسلامي کاروان مدينی ته رارسيږي . دمدينی مسلمانان په ډيره خوشحالۍ او احترام استقبال ته ورځی او وړوکې نجونې يې په لاندی بيتونو استقبال کوي . طلع البدر علينا من ثنيات الوداع وجب الشکر علينا مادعالله داع دڅوارلسم سپوږمی دثنا له غونډيو پرمونږ راوخوت ترهغه چه دخدای ج دعوت روان وي دخدای شکر پرمونږ لازم دي . نوهغه رسول الله (ص) چه دخلکوپه زړه کې يې داسې ځای نيولی ؤ چه له هغوی څخه يې د څوورځوفراق هم نشوای زعملای . له خپلوملګرو نه دآخرت په لوری کوچ وکړ انالله وانااليه راجعون . نوزما موری ! مرګ حق دي له مرګه خلاصون نشته نيکبخته هغه دي چه پداسی مرګ مړشي چه خپل حقيقی هدف ته رسيدلای وي . په آخرکې دا دُعا کوو: ای خدايه! دا خوبه وړی اسلامی امت راويښ کړې ای خدايه! داد دين دوښمنان تباه اوبربادکړي داسی يې له هيواده وشړې لکه انګريزان چه په کابل کې ناکام شول او ورسته په جلال آباد کې دمجاهدينوپه کمين کې دي ټول تباه کړل . ای خدايه! زمونږ معصومو اطفالوته وګوری په زانګوکې په خوب بيده د دوښمن په مببارت شهيدان شول . ای خدايه! زمونږ وړوکيو معصوموشهيدانو ته وګورې دمور دشيدو پرځای په وينو لړلې ستا دربار ته درغلې دي . ای خدايه! څوک چه ستا در ته داخلاص په اوښکو درغلې دي کله دي هم خالې ندي راليږلې .زه داخلاص په اوښکو دغه دُعا کوم چه خدايه ! زمونږ په حال ورحميږي او دوښمن تباه کړي . ای خدايه! دستر دوښمن چوکيداران پوه کړي او هدايت ورته وکړی ( امين )