په ناروې کې د ادبي ناستې غړو ژوندۍ مشاعره وکړه

د لراوبر اداره | جنوري 12th, 2009


په ناروې کې د ادبي ناستې   د غړو د تېرې  مياشتې د پرېکړې له مخې پرون  يوه شانداره او ځانګړې مشاعره تر سره شوه٠


د ادبي ناستې دا وروستۍ غونډه او مشاعره  له  ښه شامته ځکه   شانداره  او له ولولو ډکه  وه  چې نېغ په نيغه  د اريانا افغانستان  له  نړۍ وال تلوېزيون د (څېرې اوخاطرې) او همدارنګه د اشنا راډيو(امريکان غږ) د (اشنايانو ادبي دېره)  له خوا په ژوندۍ بڼه  خپرېدله٠


نوموړې غونډه د  دود له مخې  پر بسم الله پيل شوه ،لومړی  ښاغلي اجمل اټک يوسفزي  د ادبي ناستې د ملګرو په خو ښه او استازيتوب  د څېرو او خاطرو د پروګرام  د سترګور او زړور چلوونکي     ښاغلي زرغون  شينواري  يو څو  پوښتنو ته لنډ ځوابونه وويل چې په ترڅ کې يې د ادبي ناستې موخې  د اريانا تلويزيون  درنو اورېدونکوو ته څرګندې شوې،د ادبي ناستې تر پېژندګلو وروسته ، د نوموړې مشاعرې د وياند ښاغلي انجينير شکران الدين  يوسفزي  له لورې  د ژوندۍ مشاعرې لړۍ پيل شوه، چې د دغو ښاغلو او اغلو شعرونه په کې واورول شول  :  رياض نانيخېل ، ولي محمد احمدزوی ، عظيم الدين  عليمي ، نثار احمد ابراهيم ، روښان  عليزی ، رحمت الله   حسين خيل  سهاک ، عايشه رڼا مومند ، اټک يوسفزی ، شکران الدين يوسفزی اود يو شمېر نورو ښاغلو ٠


پاتې دې نه وي چې د نوموړې مشاعرې مشري ،مشر شاعر ښاغلي عظيم الدين عليمي کوله ، کوربه يې ځوان ليکوال او ژورنالسټ        ښا غلي اټک يوسفزی و٠


پورتنۍ  مشاعره چې په ځايي وخت د ماښام پر شپږو بجو پيل  شوې وه دشپې پر لسو بجو د مشاعرې د مشر ښاغلي عليمي په  ارزونو او خبرو چې په ترڅ  کې يې د اريانا افغانسان  او د اشنا راډيو د نړۍ والو خپرونو د درنو چلوونکو، نه   په مننه او کوروداني پای ته ورېسده٠


هېره  دې نه وي چې د ادبي ناستې  د غړو  راتلوونکې غونډه به انشاۀ الله د فبرورۍ پر پينځله سمه نېټه د ځوان شاعر ښاغلي نثار احمد ابراهيم  په کوربتوب تر سره کېږي

Copyright Larawbar 2007-2024