کور / علمي / په ادبیاتو کښي د ناول ونډه

په ادبیاتو کښي د ناول ونډه

ليکنه: علم ګل سحر

دنړۍ دادب په تاریخ کې په ځینو ځانګړو وختونو کې د ادبیاتو ځینې ژانرونه دومره مشهور او دورځې موضوع ګرځیدلې ده ، چې ادبیات د هماغه ژانر معادل بلل شوي دي ، دبیلګې په توګه د ارسطو په زمانه کې تراژیدي مهمه وه بیا درنسانس په دوره کې دڅه وخت لپاره حماسه تر نورو ډیره مهمه وه . زموږ په کلتوري حوزه کې زر کاله وړاندې قصیده دومره مشهوره وه ، چې ټول ادبیات پورې محدود ګڼل کیدل ، یا په ۱۹ پیړۍ کې په پښتو ادبیاتو کې چاربیته ډیره مهمه وه .

په تیرو کابو ۲۰۰ کلونو کې په اروپا او دنړۍ په ځینو نورو برخو کې ناول بې سیاله ژانر ګڼل شوی دی . د۱۸ پیړۍ له لومړیو رانیولې بیا تر ننه پورې ناول وار په وار وده کړې ده . ځینې ادبپوهان ناول د بورژوازي نظام حماسه هم بولي ، په دې معنا چې په پخوا زمانو کې دانسانانو دکیسو کرکترونه پیریان، ښاپیریان او ډیر فوق العاده انسانان ول ، خلکو به هغه کیسې ښې اوریدلې او خوښولې چې په هغو کې به پهلواني وه  یا به داسې کارونه پکې کیدل چې د عادي انسانانو له وسه به بهر ول .

رستم او سهراب او زموږ د ډیرو فولکلوریکو کیسو نور اتلا ن همداسې کسان ول مثلأ د رابیا د نقل اتل فتح خان له خپلو شپیتو بړیڅو سره په هند کې د هند له حکومت سره جنګیده .مومن خان هغه ښامار وژني چې تر ده دمخه یې دیوه هیواد ټول حکومت رام کړی و.
کله چې بورژوازي نظام را منځ ته شو ساینس وده وکړه ، علم تقریبآ عام شو ، نور خلکو ته افسانوي شخصیتونه دمنلو وړ نه ول.او په واقعیت ولاړو کیسو ته یې اړتیا لرله ، په دې دوره کې اوسنی ناول منځ ته راغی.
ناول لکه دانساني ژوند ډیر نور پرمختګونه د یوه کس له خوا یا په یوه ټاکلې نیټه نه دی را منڅ ته شوی . خو په هغه څه چې د ادبیاتو ګڼ شمیر تاریخ لیکونکي نږدې یوه خوله دي ، دادي چې دناول د ژانر په منځ ته راتلو کې د هسپانیا د ۱۶ پیړۍ ددویمې نیمایي مشهور لیکوال سروانتس لویه برخه لرله .
ده د ۱۶ پیړۍ په په وروستیو کلونو کې او غالبآ په محبس کې د خپل شهکار ناول دون کیشوت لیکل پیل کړل ، په ۱۶ پیړۍ کې په اروپا کې رومانسونه ډیر عام  ول ، رومانس یو داسې داستاني ژانر دی چې اتل یې په اصطلاح خانزاده او باتور او ډیر میړنی سړی وي ، یوه معشوقه لري او هغې ته ډیر وفادار اواخلاصمند وي .
دسروانتس د داستاني شهکار یعني دون کیشوت اتل( چې دون کیشوت نومیږي)
یو نسبتآ غریب پنځوس کلن اشرافي دی ، چې رومانونه یې ډیر ویلي او دمیړانې او نوم ګټلو سودا ور پیدا شوې ده ، ډیر سفرونه کوي او ډیر ځله د عدالت، انصاف او غیرت په حکم ځان ته جنجالونه پیدا کوي .
په دې اثر کې په حقیقت کې د رومانس د ژانر اتلان تحقیر شوي او داسې معرفي شوي چې په خیال کې ژوند کوي .
د رومانس د اتل په ضد دغه یرغل ددې سبب شوی دی چې د ادبیاتو مورخان ( دون کیشوت) د ناول په تاریخ کې یوه مهمه پیښه او پیلامه بولي .خو دون کیشوت هغومره مضبوط پلاټ او دپیښو ترمنځ قوي تړاو نه لري ، لکه په یوه ښه ناول کې چې یې هیله کیږي .
همدا وجه ده چې ډیر کسان د انګریز ناول لیکونکي دانیل ډفو اثر(رابینس کروزو) چې په ۱۷۱۹ کې خپور شو .په دغه ناول کې د یوه ماڼو کیسه ده ، چې بیړۍ یې په سمندر کې ماتیږي .
ددې اثر د پیښو ترمنځ منطقي تړاو شته او دداستان داتل عملونه هم له رښتیا غوندېتوب سره مخالف نه دي . دانیل ډفو په ۱۷۲۲ کې بل اثر ( مول فلاندرز) خپور کړ .(مول) یوه ښځه ده چې په زندان کې دنیا ته راځي او بدمرغه ژوند لري.
دغه ناول دیوه حقیر انسان  د ژوند بیان دی ، چې دغسي ژوند په ناولونو کې ډیر معرفي کیږي .
دانیل ډفو د ۱۸ پیړۍ په لومړۍ نیمایي کې خپل ناولونه خپاره کړل ، له دې پیړۍ راهیسې ناولونه په پرله پسې ډول په اروپا کې خپاره شول. د دانیل ډفو په اثارو کابو ۲۰۰ کاله تیریږي.
د تیرو سلو کلونو په اوږدو کې د ناول په برخه کې نوې تجربې وشوې ، په نړۍ کې داسې ناولونه ولیکل شول ، چې دناول منل شوی طرز یې نه درلود ، پلاټ او دپیښو تسلسل به پکې نه و.

زموږ په هیواد کې د ارواښاد اسحق ننګیال د (سیوری) او د محمد انور وفاسمندر د ( زرګره او زرلاسی کوډګر) او ( بنیادمان) ناولونه او تر یوه حده د عبیدالله محک ( ګل په جبه زارکې) ناول د همداسې ناولونو په ډله کې حسابولای شو.
په نړۍ کې دناول په برخه کې دغو نویو تجربو،دسینمایي فلمونو ډیریدو او دکمپیوټراو انترنیت منځ ته راتلو  له ډیرو سره دا شکونه پیدا کړل چې ناول د له منځه تلو په حال کې دی .وروسته له دې به ناول خپل لوستونکي له لاسه ورکړي .لا لس پنځلس کاله دمخه داسې وړاندوینې کیدې  چې په راتلونکو لسو کلونو کې به ناول نور خپل لوستونکي او اوریدونکي وبایلي. او لا اوس هم دغه وړاندوینې کیږي . خو که له دغو وړاندوینو را تیر شو. په نړۍ کې حقیقت دادی چې ناول ډیر لیکل کیږي ، ډیر خپریږي او ډیر خرڅیږي او تر بل هر ادبي ژانر ډیر لوستونکي لري .
افغان کیسه لیکوال سوله مل شینواري او افغان ادبپوه استاد احسان الله آ‌‌ذري د رشاد کره کتنې ، افغان ادبي بهیراو میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر په اوونیزو غونډو کې دا ټکی څرګند کړ، چې په اروپا کې اوس هم ناول ډیرچاپیږي او ډیر لوستونکي لري ، په داسې حال کې چې لنډې کیسې سره له دې چې هلته ډیر کار هم ورته کیږي نه د ناول په اندازه خپریږي او نه هم هومره لوستونکي لري .
له دې سره سره چې نوره نړۍ وخت ته ډیر ارزښت ورکوي او نه غواړي په اوږدو لیکنو خپل وخت ولګوي ، خوبیا هم ناول خپل مقام ساتلی دی.

راځي وګورو زموږ په هیواد کې د ناول حالت څه ډول دی ؟
په افغانستان کې لکه څنګه چې باید ورته پاملرنه شوې وای ناول ته پاملرنه نه ده شوې.  دلته اوس هم ناولونه نه ډیر لیکل کیږي نه ډیر چاپیږي . په دې برخه کې تر ټولو ړومبی دولت ته ګوته نیول کیږي چې هیڅ پاملرنه یې نه ده کړې .
داچې په افغانستان کې دناول د لیکلو او خپریدلو کچه ولې تر نورو هیوادونو ټیټه ده ؟، لاملونه لري چې ځینې یې دادي :
لومړۍ مهمه خبره په دې برخه کې داده  چې په ټولیز ډول ادبیات بازار نه لري او که یې په ځینو برخو کې لري هم ، یو منظم میکانیزم نشته ، چې ناول له لیکوال څخه هر لوستونکي ته ورسیږي . ډیر داسې مثالونه شته چې ناول په لوستونکي پسې او لوستونکی په ناول پسې ستړی دی.کومې خپرنۍ موسیسې چې ناولونه چاپوي هغوی یې یوازې د خپلو اړوندو څانګو او نمایندګیو له لارې پلوري یوه ښه بیلګه یې د قلم ټولنې له خوا خپاره شوي کتابونه دي. دغه کتابونه او ناولونه ډیر لوستونکي او مینه وال لري ، خو نه پوهیږي له کومې لارې لاس ته راوړي .
بله خبره داده چې په افغانستان کې په ټولیز ډول د مطالعې کلچر لږ دی ، خلک مطالعه نه کوي ، که یونیم یې کوي ، هغه د ګوتو په شمار دي ، ما له ډیرو ځوانانو پوښتنه کړې ، چې ولې مطالعه نه کوي ؟
نږدې ټولو یو ځواب را کړی : والله وخت نشته.
خو ما یو کس هم ونه لید چې په موټر ، تمځای یا د ډاکتر په کتنځي کې دې کتاب مطالعه کړي. زموږ افغانانو دژوند له وړو شیبو څخه د ګټې اخیستنې چل نه دی زده.
په داسې یوه حالت کې خو بیا ناول چې معمولآ پنډ کتاب وي ، طبعي ده چې لږ لوستونکي لري . دې حالت ته په پام سره لیکوال هم زړه نه ښه کوي چې ناول ولیکي ، ځکه ناول یې ډیر وخت نیسي  او مالي ګټه یې هم پخپله لیکوال ته نه راځي .

له دغو مایوسونکو خبرو سره سره بیا هم په وروستیو کلونو کې د ناول په برخه کې د یادونې وړ کار شوی دی .
د پخوا په نسبت ډیر ناولونه لیکل شوي او خپاره شوي دي. دبیلګې لپاره که وروستي شل کلونه سره پرتله کړوزما د معلوماتو له مخې په ۱۳۶۶ کال کې چې دافغانستان د لیکوالو ټولنه هم موجوده وه او دهغه وخت حکومت هم پاملرنه کوله په ټول کال کې یو ناول هم نه دی چاپ شوی . خوزما د معلوماتو له مخې په ۱۳۸۶ کال کې (  ۲۱   ) ناولونه چاپ شوي دي. چې دا ډیر امید وارونکي دي. دناول په برخه کې په وروستیو کلونو کې ډیرې بریاوې شته ، خو مخکې له دې چې په افغانستان کې د پښتو ناولونو او دهغوی دلیکوالو او ژباړونکو یادونه وکړم ، لږ شاته ځم او په دې برخه کې د ځینو پخوانیو ناولونو یادونه کوم.
په ۱۳۱۱ لمریز کال کې لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي د ویکتورهوګوناول «بیوزلان» ژباړه خپره کړه . په پښتو کې لومړنی معلوم چاپ شوی ناول د برهان الدین کشککي « پټه مینه» ناول دی. ورپسې د محمد رفیق قانع  « دوه سره مین وروڼه » دلومړنیو ناولونو په کتار کې یادولی شو.
په ۱۹۵۸ میلادي کال کې د عبدالروف قتیل « دوه یاران» ناول چاپ شو . د نور محمد تره کي څو ناولونه « دبنګ مسافري »  « څړه »  « سپین » او « سنګسار » په همدې کلونو کې چاپ شول . نورمحمد تره کی د کمیت له پلوه  د خپلې زمانې تر ټولو د ډیرو ناولونو لیکوال دی.
تر هغو په را وروسته کلونو کې د ځینو ناولونو نومونه په دې ډول دي:
سپوږمۍ – کبرا مظهري
چپه کښ  – محمد عیا ن عیان
د آسیا په زړه کې توپان  – محمد ابراهیم عطایي
لمبې ، ابدالي توره ، د کندهار ناوې او نور  – غوث خیبري
د تخت غمی  – مصطفی جهاد
شین ټاغی ،ګټیالی ،د سمڅې یاران –  استاد سعدالدین شپون
په را وروسته کلونو کې نه یوازې افغان لیکوالو ډیر ناولونه لیکلي دي ، بلکې د ناولونو دژباړې بهیر هم تر پخوا ګړندی شوی دی . اوس یو شمیر تکړه لیکوال یوازې د ناول او لنډې کیسې په برخه کې کار کوي چې کولای شو د استاد سعدالدین شپون ، عبیدالله محک، ایمل پسرلي، نصیراحمد احمدي، عارفې عمرلور، اجمل پسرلي ، رحیم الله بشارت، زرین انځور،اسدالله غضنفر،… نومونه یاد کړو.
په وروستیو  کلونو کې په افغانستان کې دغه ناولونه چاپ شوي دي:
ګل په جبه زار کې،زمرده  دعبدالله محک
د مینې ډالۍ د بشیر دودیال
څانګه  دمحمد آجان یار
سیوری د اسحق ننګیال
بې ځالې مرغه او لټون د ایمل پسرلي
غرونه کساتونه د سلیمان لایق
کوچی ملا  داستاد محمد صدیق پسرلي
ستومانه تیښته  او ماته سیپۍ  دعارفې عمرلور
اوبو وړی  داجمل پسرلي
پاتې شه باران دی د مصطفی سالک
مینه او جګړه – علم ګل سحر
بوډا او دلیوانو پلونه- او رڼا د نصیراحمد احمدي
بنګړیواله   د وږمې سبا
د تورتم په لور د محمد آصف عمر
زبیښاک د صفیې حلیم
زرګره اوزرلاسی کوډګر- او بنیادمان د محمد انور وفا سمندر
د ۲۱ پیړۍ انساني دلالان د حاجي محمد حسن حسام
سمندري یاغیان د محمد قاسم عارف
عینکي اوښ(طنزیه ناول) د محمد نبي صلاحي
د شنو ګټو قاضي د رحیم الله بشارت
په سترګو کې لیکل شوې افسانه د طوبی ندا
مامه هیروه(یوناول یوحقیقت) نیازی سنګر
د ژباړې په برخه دغه کتابونه چې ما لیدلي یادولی شو:
تور غاټول   ژباړه احسان الله ارینزی
دمینې افسانه  //         //      //
مور اوزوی //           //      //
دخان ګهیځ   //  یوسف صابر
دحجاز کاروان، شاهین،وروستی مورچل، کلیسا او اور،دترږمۍ مسافر، محمدبن قاسم، توره ماته شوه ، د یوه غازي داستان ، قیصر او کسرا…د دزبیر شفیقي ژباړه.
پاڼه ورژېده، ليکوال ربيع انصاري، ژباړن: صالح محمد صالح
تالنده: ليکوال محمد حجازي، ژباړن: صالح محمد صالح
زه بدلمنې نه يم! ليکوال (ناڅرګند) ژباړن: صالح محمد صالح
مرګ له کومه راځي  – د چارلس تیښته د محمد هارون شفیقي ژباړه
دتقدیر لوبه  لعل اقا شیرین
شیطان په پریوتو کې ، انتظار، د نذیر احمد سهار ژباړه
مرغلره  اینجنیر محمد نبي
لومړنۍ مینه  اسدالله بلهار جلالزی
بغاوت   صدیق الله سمسور
زه دچا لور نه یم مبارک شاه داودزی
زما دغرونو پناه یاره  ذبیح الله احساس

نن شپه اوښکې توییږي ، له ژیړې کرښې اخوا سید نظیم سیدي
د مرجانې سلام  شریفه ساپۍ
بڼکه    : عبدالحميد ترابي
بې سرپناه ماشوم    اکبر وردګ
وروستی سړی      (ترچاپ لاندې) عزت الله پیژاند
۳۹ پوړۍ           عصمت څاروان
شین سترګې جاسوسه ، ژباړن سليمان جالب
پټه دنده بریالۍ هڅه      …….
د ابراهیم ادهم په پلونو   الهام

له تیر یونیم کاله راهیسې د ژباړې بهیر ترپخوا منظم او ګړندی شوی دی . په دې برخه کې دافغان کلتوري ټولنو دجرګې په چوکاټ د ژباړې د کمیټې او د هغوی په نوښت د ژباړې دسمینار جوړیدل هغه ګام و، چې په افغانستان کې یې د ژباړې برخې ته نوی رنګ ورکړ ،د نړۍ له مختلفو ژبو څخه ناولونه اونور په زړه پورې اثار پښتو ته راوژباړل شول  اوس داسې ناولونه او نور علمي کتابونه پښتو ته را ژباړل شوي چې په نورو ګاونډیو ژبو کې نشته . یوازې په تیره یوه میاشت کې د ماشومانو لپاره د کیسو (    ) کتابونه له انګلیسي او نورو ژبو څخه و ژباړل شول چې د مصور خپرندوی بنسټ له خوا خپاره شول.چې دا زموږ په وطن کې د ناول د ښې راتلونکي زیری ورکوي.
اوس مهال یو شمیر کلتوري او خپرندویې ټولنې د ناول د خپرولو په برخه کې په کار بوختې دي چې په ځانګړي ډول د افغان کلتوري ټولنو دجرګې، د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر، د علم او ادب د خپراوي ټولنې ، دانش خپرندویې ټولنې ، کاروان ادبي ټولنې ، صمیم او حسام ادبي ټولنې ، میوند خپرندویې ټولنې  ، قلم ټولنې ، سبا خپرندویې ټولنې ، د خوست د فرهنګیانو خپلواکې ټولنې ، یادونه کولای شو.
البته د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم په دې وروستیو کې په دې برخه کې تر پخوا فعال شوی ، د نوبل د ادبي جایزې دوړونکی لو کلیزیو ناول« بې سرپنا ماشوم» یې په لږ وخت کې ترجمه او چاپ کړ ، چې دا ددې وزارت د سلاکار استاد نجیب منلي د هڅو پایله ده .
اوس تر بل هر وخت د ناول د لیکلو ، ژباړې ، چاپ او پلور بهیر ګړندی دی ، له یو شمیر ستونزو سره سره ناول خپل لوستونکي او اخیستونکي پیدا کړي دي
د کاروان ادبي ټولنې مسول ګل محمد اریوبي او دصمیم ادبی ټولنې مسول حیران وایي چې دوی تر نورو کتابونو ناول ډیر چاپوي او دهیواد بیلا بیلو سیمو ته یې استوي ، چې په لږ وخت کې پلورل کیږي . ویل کیږی د ایمل پسرلي ناول « لټون» په دوو اوونیو کې یوزرو سل ټوکه و پلورل شول .

داوسنیو ناولونو یوه لنډه ارزونه :
ــــــــــــــ
په څو وروستیو کلونو کې که ناول د کمیت له مخې پرمختګ کړی د کیفیت له مخې یې هم موږ د ژورو بدلونو شاهدان یو .
د موضوع له لحاظه زموږ لیکوال د انساني ژوند بیلابیل اړخونه انتخابوي.د یو شمیر پخوانیو او آن دوه لسیزې مخکې ناولونو په څیر یوازې د یوې طبقې او ډلې په خدمت کې نه دي .
اوسني ناولونه په پیل کې اوږدې سریزې او توصیفونه نه لري ، داراییې طرز یې بدل شوی  او تر ډیره حده د نړیوالو ناولونو په ستندرد برابر دي .د زیاترو ناولونو د نثر خوږ والی د ناولونو د ژبني پخوالي زیری راکوي .

 ددغو ځینو پرمختګونو تر څنګ غواړم هغو ستونزو او نیمګړتیاوو ته هم اشاره وکړم ، چې زموږ په اوسنیو ناولونو کې لیدل کیږي .
ځینې ناولونه د سبک له لحاظه د مقالو په بڼه لیکل شوي ، تر ډیره لیدل کیږی ، چې راوي لګیا وي ، د پیښو کیسه کوي ، ځایزمان تر ډیره حده مشخص نه وي البته زه د وخت دلږ والي له کبله د مثالونو له راوړلو څخه تیریږم . په ځینو ناولونو کې لیکوال ګونګ او تت تصویرونه وړاندې کوي ، که له یو څو ناولونو را تیر شو ، نور ناولونه دا توان نه لري چې موږ د وطن په کلیو اوښارونو کې وګرځوي  یا مو څوکلونو مخکې زمانې ته بوزي ، په دغسې ناولونو کې عمومي خبرې وي ، لوستونکی نه پوهیږي چې چیرې دی او دکومې زمانې کیسه لولي.
که د استاد شپون ، استاد پسرلي ، نصیراحمد احمدي ، ایمل پسرلي، وږمې سبا ، اجمل پسرلي ، رحیم الله بشارت او محک له ناولونو را تیر شو زیات نوي ناولونه دغه وړتیا نه لري . د دغو ذکر شویو لیکوالو ناولونه له یوه مشخص ځایزمان څخه موږ خبروي او دایې د بریالیتوب یو راز ګڼل کیږي. په یو شمیر ناولونو کې د ژوند له پیښو سره ارتباط لږ دی ، کلیشه پکې ډیره ده ، مثلآ هغه ډیره ښکلې وه ، سترګې یې دهوسۍ غوندې وې ، هغه ډیر ظالم سړی و او نور …
په یو شمیر ناولونو کې مکالیمې طبعي نه وي ، مکالیمه د کرکتر د طبقاتي او ټولنیز موقعیت بیانوونکې نه وي . که په « اوبو وړي » کې یو ملا خبرې کوي سړی پوهیږي چې دا دیوه ملا خبرې دی او که په « ګټیالي » کې یو کوچي خبرې کوي د سړی مخې ته دهمغې سیمې کوچي دروي . خو زموږ یو شمیر نور ناولونه بیا داسې نه دي ، ډیالوګ هم د مقالې غوندې رسمي خبرې وي  یا ډیر تشریفاتي وي ،چې دناول د پیښو په پرمختګ کې هیڅ مرسته نه شي کولای مثلآ: مهرباني وکړﺉ ، ډیره مننه ، خوښ یم چې تشریف مو راوړ او داسې نورې تشریفاتي او بې ضرورته خبرې.
د مکالیمو په برخه کې یوه بله ستونزه د لهجې ستونزه ده چې یو شمیر لیکوال سیمه ایزې لهجې کاروي ، داسې لهجې چې دنورو سیمو خلکو ته بیخې نا اشنا وي او نه ورباندې پوهیږي.
زما دناول « مینه اوجګړه » ځینې پیښې د ډیورنډ د تپل شوې کرښې تر څنګ د وزیرو او ځدراڼو په سیمه کې وې ما دهغوی په لهجه کار وکړ   او هغه برخه مې د هغوی په لهجه ولیکله . وروسته وروسته متوجه شوم چې دنورو سیمو د اوسیدونکو دپوهولو لپاره مجبور یم په لمن لیک کې لغتنامه ولیکم وروسته مې ددغې لهجې د مکالیمو له لیکلو څخه ډډه وکړه.
که موږ دغه ډول ساده سیمه ایزه ژبه او لهجه کاروو ، نو کله چې له نورو ژبو ناولونه را ژباړو له هغو سره به څه کوو؟ لازمه ده یوه داسې ژبه وکارول شي چې دټول هیواد خلک ورباندې پوه شي .
وړاندیزونه او حل لارې:
ناول په انساني ذهن اغیزې شیندلی شي ، دټولنې په سمون او بدلون کې برخه لرلی شي . د ناول لوستونکی د ناول د روح په هینداره کې خپل ځان ویني ، د ناول پیغام دخپل شخصي ژوند پیغام ګڼي ، ځان د ناول د مثبت قهرمان پر ځای تصور کوي  او کو ښښ کوي چې هماغسې نیک ، خیر غوښتونکی او مهذب انسان واوسي .
ناول کولای شي د چا له اوږې ټوپک واخلي ، یوم او قلم په لاس کې ورکړي .
نو په کار ده ناول ته په هیوادنۍ کچه پاملرنه وشي . دولت باید د ناول دچاپ او خپرولو ستره چاره په غاړه واخلي . دولت باید د ناولونو د چاپولو ترڅنګ له خپلو ټولو امکاناتو څخه د ناول د خپرولو او تبلیغولو لپاره کار واخلي .داطلاعاتو او کلتور، پوهنې، او لوړو زده کړو وزارت او نورو اړوندو ارګانونو ته دې لارښوونه وشي چې دناول د چاپ او تبلیغ تر څنګ په پراخه پیمانه ناولونه وپیري او د دې بهیر پراخ مالي ملاتړ وکړي .
لازمه ده دناول لیکلو او خپرولو د هڅونې لپاره کالنۍ جایزې را منځ ته شي او د ښو ناولونو لیکوالو او هغو ادارو ته چې ډیر او ښه ناولونه یې خپاره کړي دي جایزې ورکړل شي.
زه دغې سراسرې ادبي غونډې ته وړاندیز کوم چې دغه موضوع ددې فستیوال په پریکړه لیک کې ځای شي او په همدې غونډه کې له حکومت سره په همدې اړه د خبرو اترو لپاره یوه کمیټه جوړه شي  او ددغه فستیوال د پریکړو عملي کیدل و څاري .
دغه راز هیله لرم د قلم نړیواله ټولنه ، ګویته انستتیوت او نورې کلتوري موسیسې او ټولنې د ناول په برخه کې د زده کړی کورسونه او سمینارونه جوړ کړي او ځوانو لیکوالو ته د ناول لیکلو ښې او نړیوالې طریقې ور زده کړي.

یادونه : دغه مقاله دافغانستان داوسنیو ادبیاتو په پنځم فستیوال کې ولوستل شوه .

تبصره نسته

  1. اسلام عليكم ورحمت الله وبركاته
    محترم علم كل سحر صاحب ته
    خداي دي وكي سي جور يي
    وسلام