کور / سياسي / افغانستان د اوبامه د پاره دام

افغانستان د اوبامه د پاره دام

د مځکي مخ دى دا که گور دى
چي مي تر غوږ دقيامت شوردى
يا زه د خوبه يا اوښتى کندهار دى
بسته قسمته د خداي پار دى


(شهيد عبدالغفار بريالى)

د جرمني د “دي څايت” اونيزي د ١٥/١٢/٢٠٠٨نيټې د خپروني څخه – د ډاکټر عبدالباري ژباړه


د امريکې دې نوي منتخب جمهور رئيس د ترهګرۍ سره د مبارزې د پاره افغانستان د خپلي جګړې ډګرگرزولى دئ، دا په داسي حال کي چي ټوله علامې او نښانې د لويديځ ناکامي څرگندوي.


دافغانستان جنګ د بارک اوبامه جنګ دئ، ځکه ده پخپله دا جنګ د ځان بللى دئ.لکه دى چي وايي: د عراق تر جنګ دغه د افغانستان جنګ سمه اوپر ځاي جگړه ده. په داسي حال کي چي دى د عراق جگړه “پاي ته رسېدلې” بولي، غواړي چي خپل ټوله وس وافغانستان ته متوجه کړي.اوس به د امريکې ددې نوي ټاکل سوي جمهور رئيس د جگړې ډگر ته وگورو چي پر څه حال دئ.

که و نقشې ته ځير سو، نو وينو چي افغانستان وسمندر ته لار نه لري.په عادي وختونو کي دا هسي يوه د پامه لويدلې اوسطحي موضوع گڼل کيږي، خو د جنگ په وختونو کي يې اهميت ډيريدلاي سي. د افغانستان په شرايطوکي هغه خوا بريالۍ کيږي چي پر دا يو څو محدودو اکمالاتي لارو يې لاس بر وي. طالبان چي د لويديځ او د کرزي د حکومت مخالفين دي، هم په دې ښه پوهيږي. دوي د پاکستان په سرحدي ښار پيښور کي وکولاي سواي چي يوازي د دوو ورځو په ترڅ کي دوه ځله پر يوه لوى ډيپو باندي بريد وکړي. دوي تر٢٥٠ لا زياتي لارۍ ‎ او زره پوښه عراده جات چي د ناټو ځواکونو ته رسول کيدل، وسوځل.

که څه هم د ناټو پر اکمالاتي لارو دغه ډول بريدونه د دوو کلونو راهيسي کيږي، خو دوي تر اوسه داسي پراخ  عمليات په پاکستان کي دننه نه وه تر سره کړي. ويل کيږي چي په دې بريد کي ٢٠٠ جنګياليو برخه اخيستې وه. و افغانستان ته د نظامي قطعاتو اکمالاتي لاري د پيښور او د خيبر کوتل څخه تيريږي. نوري لاري هم د کويټې او تاجکستان څخه دي. د تاجکستان پر لار و جرمني ځواکونو ته اکمالات کيږي. يو بل امکان هم د ايران لار ده، خود ايران سره د لويديځ اړيکي چي ساده ووايو، ښې نه دي. نو په نهايت کي و افغانستان ته د کلا يوازنۍ مورۍ د خيبر دره ده.که څه هم د نړۍ دغه ډير ستر نظامي تړون به د ٢٥٠ سوځل سوي لاريو تاوان وزغملاي سي، خو د پيښور چپاو دا هم وښودل چي د ناټو دا (تور) دېب اوس په افغانستان کي پرخپلو ماتو او گوډو پښو ولاړ دئ.

هغه خبرونه چي اوبامه ته د افغانستان څخه رسيږي، ډير خواشينونکي دي. يوازي دغه (٢٠٠٨)  کال ٤٥٠٠ تنه د سياسي زورزياتيو قرباني سويدي. دغه شمير د ٢٠٠١ کال د يرغل راهيسي تر ټولو لوي رقم دئ.په ٢٠٠٨ کال کي هره مياشت په متوسطه توګه د زورزياتي ٥٧٣ پيښي ثبت سوي وې، په داسي حال کي چي په ٢٠٠٣ کال کي ٤٤ وقعې سوي دي.که سړى د وژل سوو سرتيرو احصائيې ته وگوري، نو د اوبامه د”سمي اوپرځاي جگړې” د خبري څخه د وينو بوي ولاړيږي. د ٢٠٠٨ کال د پيل څخه ترعراق په افغانستان کي ډير سرتيري وژل سويدي او د کال په اوږدو کي ٢٥٠ سرتيري په جنگ کي د منځه تللي دي.د افغانستان څخه اوس د نړيوالو جهاديستانو د جگړې لومړنى ډگر جوړ سويدئ. غربي رپوټچيان وايي چي دغو خلگو اوس د کشمير، عراق، مرکزي آسيا او همدارنگه د اروپا څخه و افغانستان ته لار را رېگنه کړېده ،چي دلته و لويديځ ته قبر وکيني.

په دې تير دوبي د امريکې ١٦ استخباراتي مؤسسو په خپله گډه کلنۍ کي چي  National Intelligence  Estimate  نوميږي، دغه ويلي دي چي افغانستان پر کښته ښويږي او زياتوي چي فساد اوس دجمهور رئيس کرزي دحکومت يوه ځانگړتياده..په دې تيرو ٧ کلونو کي دکرزي صاحب دغه وس نه دئ رسېدلئ چي خپل حاکميت ټينگ کړي.په کابل کي خلگ وايي چي که د دولت يوازي کابل لا تر واک لاندي واي، لابه سړى مبارکي ورته ويلې واي.دکابل نفوس چي په ٢٠٠١ کال کي٨٠٠٠٠٠ ته رسېدئ، اوس د٤ څخه تر٤،٥ مليون پوري رسېدلى دئ او  د نفوسو د ودي په اړوندپه آسيا کي ترټولوگړندى ښار دي.اوس پوښتنه داده چي د دې يې څه چاره؟ که څوک غواړي چي افغانستان د لاسه ورنه کړي، بايد ودې پوښتني ته د حل لار پيدا کړي.

 پخپله کابل، يعني د هيواد پايتخت لا اوس د کلابندۍ په حال کي دئ.دا په دې معنيٰ نه چي گواکي طالبان نو اوس د کابل تر دروازو پوري رارسيدلي دي، بلکي په دې مفهوم چي که اوس څوک د ښاره وزي ، دخپل سر تاوان به مني.که څه هم دا خبره د خارجيانو په هکله ده، خو دغه خطر اوس کرار کرار افغانانو ته هم گوري. دا چي نن ورځ تشدد او زورزياتى تر کومه ځايه کابل تهديدوي، د پينتاگون ددې ورستۍ پرېکړي څخه ښه څرگنډيږي: هغه داچي دوي ٤٠٠٠ سرتيري خپلو پوځونو ته د مرستي دپاره هلته و جنوب ته نه ورليږي چي وايي سخت اړ و دوړ پکښې روان دى، بلکه په کابل کي يې په کار دي.هو، دا پخپله د خطر اشاره ده. دا بيره په ډاگه څرگنډيږي چي کيداي سي کابل چپه سي.


اوس چي وضعه دې حال ته رارسېدلې ده، وگورو چي اوبامه څه کوي؟ تر اوسه خو يې دغه ويل چي افغانستان ته به نور ٣٠٠٠٠ عسکر وليږي. دا په دې معنيٰ چي په ٢٠٠٩ کال کي به د متحدينو د سرتيرو په شمول، د ټولو پوځيانو شمير به و ٩٠٠٠٠ ته ورسيږي. خو ټاکونکې پوښتنه به بيا هم دا وي چي په دې ا اضافي سرتيرو به نو څه کوي؟

 په دې تيرو اوو کلونو کي امريکايانو ډيري تجربې وليدلې اوس يې يوڅه سد وسر ته ورغلى دى .په ٢٠٠١ کال چي يې د طالبانو واک په بمونو له مينځه يووړ، هغه مهال دوي د دولتي جوړښتونو د بيا ودانولو او ملت جوړوني په هکله غوږونه کاڼه اچول او ويل يې چي موږ  ددې دپاره راغلې يو چي ټروريستان پسي واخلو، د ودانولو چاري دي دا نور مخته بيايي.   مگر اوس متحده ايالات ددې خبري څخه دوخته لا اوښتي دي.اوس امريکايان دافغانستان د”ملت جوړوني” په چارو کي تر دا نورو لا مخته بلل کيږي.

 د افغانستان په هکله د امريکې په سياست کي تر پر دې لاندي يو بل بنسټيز تحول راغلى دئ، هغه داچي دوي اوس طالبان خپل مخالفين نه بولي، بلکه وايي چي دا خو زموږ هغه زاړه ياران دي، بيله دوي څخه به نوسوله څنگه ممکنه وي.که څه هم امريکايان اوس په ظاهره د طالبانو په وړاندي سخت دريځه موقف ښيي، خوکله چي جمهور رئيس حامد کرزي د طالبانو مشر ملا عمر ته د روغي جوړې پيغام وليږئ، د واشنگټن له خوا هيڅ مخالف غبرگون ونه ليدل سو. اوس نو ښه فکر ورته وکړئ: ملا عمر هغه سړى دئ چي په ٢٠٠١ کال کي د امريکې له خوا دټروريسټانو په ليست کي پسله اسامه بن لادن څخه دوهم سړى وو.د کرزي وړانديز ځکه د شرميږي له منځه تلل تعبيريږي چي ملا عمرهيڅکله د”معتدلوطالبانو” څخه نه وو. پخپله په ملا عمر کي څه تغير نه دئ راغلى، بلکي ددې نورو په کړو وړو کي بدلون ليدل کيږي.دوي اوس ملا عمر د نړيوال ټروريسټ په وراشو نه يادوي، بلکي يو پښتون رهبر يې بولي چي د خپل هيواد داشغاليدو په وړاندي مقاومت کوي. که څه هم د ملاعمر په سرزورۍ کي هيڅ ډول تغير نه دئ راغلئ، خو دوي   سره ددې هم د شپيشتو پر درخته خيژولى او سياسي مشروعيت يې ورکړى دئ.

کيداي سي چي اوبامه  په خپل افغاني سياست کي د يوه سړي خبره ټينگه په غوږ کي ونيسي، هغه چي و عراق ته د ليږل کيدو راهيسي د پينټاگون په قطعو کي د پشې غلام گڼل کيږي. دا سړى David Petraeus دئ چي د متحده ايالاتو له خوا د منځني ختيځ څخه تر افغانستان پوري د مرکزي قوماندو يا(Centcom) قوماندان دئ. په عراق کي د پيتروز تيوري پر دوو ارکانو ولاړه وه. لومړى داچي وايي د امنيت د ټينگولو په خاطر بايد نور نظامي ځواکونه راسي. دوهم داچي وايي د ترهگرو د نابودۍ لپاره  بايدد قومونو او قبيلو سره گډ کار وسي. دا چي د پيتروز پاليسي څنگه ده يا نه ده، دا به پر خپل ځاي پريږدو، مهمه خبره داده چي د پيتروز د نامه سره دغه مفکوره تړلې ده چي وايي يوه  ﻻانتها جگړه په دې شرط گټل کيداي سي، چي سمي او پرځاي لاري چاري ورته وسنجول سي.

 په عراق کي د برياليتوب دطرحي خبري د ناټو پر دې نورو متحدينو هم ښې لگيږي، ځکه جرمنيان خو لا څه ،چي دا نورو متحدين يې لا اوس په افغانستان کي تر پزي رسېدلي دي. که څه هم په دوي کي هيڅوک دغه پر خوله نه راوړي، خو د اروپايي هيوادونو په پلازمينو کي به داسي سړى پيدا نه کړئ، چي د افغانستان راتلونکې دي ځلانده وبولي او دا هم په دې خاطرچي وايي په افغانستان کي به نو زموږ فتح او برى څرنگه ممکن سي. سړى دغه نااميدي افغانى مرض بللاي سي، ځکه دا تاريخ ښودلې ده چي افغانانوهيڅکله د پرديو باداري نده منلې.اوبامه بايد په افغانستان کي د خپلي جگړې د ډگر په نظر کي نيولو سره ودغه ټکي ته ښه پام وکړي.

 

د قومونو مشران بهرني ځواکونه يو دبل پرضد استعمالوي!

 

ژغورل، قناعت ورکول او د ځان مل کول؛ دغه به نو د اوبامه د سياست اساسي کرښي وي چي د افغانستان په جنگ کي په بريالى سي.د جنرال پيتروز په دې طرح کي خو اوس دوهمه خبره نه کيږي.که څه هم ده پخپله ويلي دي چي د هيوادونو تر منځ مقايسه ممکنه نه ده.که څه هم دا خبره دمجبورۍ کوي، خوبياهم پر ځاي اوسپينه خبره ده

 

په عراق کي متحده ايالات په دې وتوانېدل چي د روپيو په زور سنيان د يو څه مودې دپاره په دې قانع کړي چي د القاعدې مخ ونيسي.خو په عراق کي د سني مذهبو قومونو مشران ځکه و دې کار ته تيار سول چي په بغداد کي ددوي سره په حکومت او مرکزي قدرت کي د ونډي ژمني سوي وې. يا په بل عبارت، بغداد د دوي په خولو کي يوڅه وراچولاي سواي.برعکس کابل د قومونو مشرانو ته ياهيڅ نه دي ورکړي، يا دومره نه چي سترگي يې په ډکي سي. په کابل کي يو قوي اوځواکمن دولت تل د قومونو د سترگو اغزئ وو. دوي په دباندنيو هيوادونو کي حاميان لري، داسي قوم به نه وي چي د هيواد څخه دباندي ياراو مددگار ونه لري.په افغانستان کي د قومونو ” رانيول” لکه په عراق کي، د کابل دکمزورى کولو معنيٰ لري.او متحده ايالات به  په دې بازار کي د رانيونکو څخه يو رانيونکئ وي، پر امريکې سربيره ايران، پاکستان، هندوستان هم سترگي نيولي دي.هرڅونه چي په دې صحنه د بازيگرو شمير ډيريږي، هغونه د قومونو و مشرانوته دا امکانات ډيريږي چي په خپله گټه  يې يو دبله سره ښکر په ښکر کړي، دوي په دې کار کي خورا تکړه او ماهره استاذان دي.

افغانستان په دام اوښتلاي سي.په دې خبره د القاعدې شبکه هم ښه پوهېدله، چي د٢٠٠١ کال د سپټمبرد ١١ په  بريدونو يې نظامي مداخله راوپاروله. دا چي دغه دام به کله خوله اچوي، اوس لا وختي دئ چي سړى په دې هکله څه ووايي.خو داچي د ژوند مهلکه کړۍ څنگه وار په وار تنگيږي، اوس يې په افغانستان کي اته مليونه افغانان په خپل روح او جسم سره احساسوي.د Oxfam  خيريه مؤسسې د تخمين له رويه دغه شمير وگړي په دې ژمي کي د لوږي سره مخامخ دي.چي دهيواد د ټول نفوس ٣٠% کيږي او داهم په هغه هيواد کي چي د ٢٠٠١ کال راهيسي يې په جنگ ١٤٠ مليارډه  ډالره لگيدلي دي. دغه هم  د افغانستان داوسنۍ جگړې يو روښانه انځور دئ.

والسلام!

تبصره نسته

  1. مړ دي وي د ډار ثقا فت . پولادي ځينځيرونه به ټوک ټوک کو . پينځوس ټوټي به ځني جوړه و .

  2. سلامونه . is not a Muslim. He is an Atheist. An Atheist is someone who denies the exiestance of God. He is not an Afghan or either belong to any Afghan community.( The person by the name of (Sonny

  3. The persom by the name of Sonny is not a Muslim. He is an Atheist. An Atheist denies the existence of allah.

  4. Salaam. To LARAWBAR.COM. We thank you so mush and we love you so much for the well-bing of Allah for not allowing the Athiests and deleting their evil notes

  5. سلامونه !

    دغه د (sonny ) په نوم يو ډېر خنزير او د خدای په لعنت لړلئ ځناور سړی دئ !
    نوموړی په ټولو پښتو ويب پاڼو کښي د سيکولر* نظام کمپاين چلوي !!!!

    ټوله ويب پاڼه چلونکي دي غاښ ماتونکی جواب ورکړي !!!!!!!

    *د سيکولريزم تعريف : د اسلام څخه مخ اړول او د هغه سپکاوی کول !!!

  6. Long Live for Islam…..and USA cannot be your friend.