کور / z_buitenland_news -- 5 / د ملګرو ملتونو پر دفتر تر سره شوي بريد کي۱۰…

د ملګرو ملتونو پر دفتر تر سره شوي بريد کي۱۰…

د ملگرو ملتونو سازمان د الجزاير په پلازمېنه “الجزيره” کې د هغوی پر دفتر او يوه دولتي ودانۍ تر سره شوي غبرگ بريدونه وغندل. 



پرون په ياد شوي هيواد کې په دوو بېلابېلو موټر بمي چاودنو کې 26 تنه مړه او 177 تنه نور ټپيان شول.


ويل کېږي چې د ملګرو ملتونو پر دفتر تر سره شوي بريد کې د دغه سازمان لس تنه کارکوونکي وژل شوي وو.


د ملګرو ملتونو سرمنشي (بانکي مون) ياد شوی بريد له 2003 کال راهيسې تر ټولو خونړی بريد وباله.


تېره شپه ناوخته د افريقا په شمال کې يوه ډله چې ځان د القاعده يوه څانګه بولي، د بريدونو مسووليت پر غاړه واخيست.