کور / شعر / غزل

غزل

ته راشه ورته ګوره په کوم حال دي پښتانه
په خپله بر بادۍ باندې خوشال دي پښتانه
 
مدام د جهالت په اور کې سوزي لیوني
هر څو که په غیرت کې بې مثال دي پښتانه
 
زور کوي لمدې ته چې یې وچې ته را کاږې
والله چې زړه مې چوي د کمال دي پښتانه
 
یووالی اتفاق ورسره نشته های افسوس
د مچ میږو نه زیات که آل په آل دي پښتانه
 
خپلو کې د شګو غوندې نه را یو ځای کیږي
دشمن ته چې را یو شي نو دیوال دي پښتانه
 
په پټو سترګو ځان په اباسین لاهو کوي
بېشکه چې د غرونو په مثال دي پښتانه