کور / تازه خبرونه / ناټو: د افغانستان د بدبختۍ لامل حکومت دئ

ناټو: د افغانستان د بدبختۍ لامل حکومت دئ


واشنګټن پوسټ ورځپاڼي د ناټو د عمومي مشر ياپ هوپ د شيفر يوه مقاله خپره کړې چي نوموړي پر افغان حکومت ډېري سختي نيوکي کړي او وايي د افغان ملت د بدبختۍ لامل د افغانستان اوسنى مفسد نظام دئ.
نوموړي پر افغان حکومت تور لګولى چي په فساد کي غرق دئ او ښاغلى کرزى نسي کولاى چي د دې فساد مخنيوى وکړي.
ښاغلي شيفر وويل څونه چي طالبان د افغانستان په وسله وال پاڅون کي ګرم دي، هغونه د افغانستان د حکومت ونډه هم ده، چي خلګ يې د اداري فساد له امله پر خپله اداره بې باوره کړي دي.
افغان چارواکو لا تر اوسه د نوموړي د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.