کور / تازه خبرونه / پاكستان : نړيوال دي هند خبرو اترو ته قانع كړي

پاكستان : نړيوال دي هند خبرو اترو ته قانع كړي

پاكستان وايي چي نړيواله وروولي دي هند دې ته قانع كړي چې له موږ سره خبرو ته كښېني


د پاكستان د بهرنيو چارو د وزارت له اړخه  په دغه هيواد كې د بهرنيو هيوادونو و سفيرانو ته د ممبۍ د بريدونود پلټنې په هقله يوه مالوماتي غونډه جوړه سوې .


 په دغه غونډه كې د پاكستان د بهرنيو چارو وزير خورشاه محمود قريشي اود دغه وزارت مرستيال رحمان ملك ګډون كونكو ته د هندد ممبۍ په ښار كې د سويو بريدونو د پلټې په اړوند تازه مالومات وړاندي كړي دي


د بهرنيو چارو وزير خورشاه محمود قريشي په خپلو خبرو كې ويلي دي چي موږ د هند له اړخه پر راكړل سويو او هم په خپل سر د پېښي په اړه پلټنه كوو.


هغه ويلي دي چي له بريدونو وروسته سم دسي پاكستان و هند ته د ګډو تحقيقاتو كولو وړانديز كړى و خو هند پرې د انكار په مانا سر ښورولى و. موږ د لوړ پوړو چارواكو د يوه پلاوي د ورلېږلو خواهش هم كړى و خو د هند له خوا مو په دې اړه هم هيڅ ځواب ترلاسه نه كړ .


 هغه زياته كړې چي موږ هر چاته ويلي چي كه هند راباندي جګړه وتپله نو د خپلې خاوره د ساتنې په لار كې به اغېزمن ځواب وركړو . هغه په ډاګه كړې چي موږ يوه څېړنيزه ډله په دې ګمارلې چې دهند له خوا پر راسپارل سويو او هم دا رنګه د خپلو مالوماتو پر اساس د ممبۍ په ښار كې د سويو بريدونو پلټنه وكړي .


د هغه په وينا لښكر طيبه مو نيولې او د جماعت الدعوه پر ضد مو هم ګامونه پورته كړي دي .


په دغه غونډه كې چې د چين ، امريكه ،سعودي عرب ، جرمني ،فرانس ، روس ، يورپي يونين  په شمول د نورو يو شمېر هيوادونو سفيران شريك و  د ګډون دپاره د هند سفير ته بلنه نه ده وركړل  سوې .