video  " />  video  " />  video  " />  video  " /> اوباما ( د لوړي مراسم ، د وينا متن او  کابينه يې )    – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور / اوباما ( د لوړي مراسم ، د وينا متن او  کابينه يې ) Fotos video 

اوباما ( د لوړي مراسم ، د وينا متن او  کابينه يې ) Fotos video 

 


په واشنګټن کي د امريکا د څلورڅلوېښتم جمهور رئيس د لوړي تاريخي
مراسم ترسره سول.
دې مراسمو ته د امريکا له متحده ايالتونو او د نړۍ له بېلابېلو
هيوادونو څخه ٢٤٠٠٠٠ کسان په رسمي توګه بلل سوي وو او د دوو ميليونو په
شاوخوا کي کسانو له نيژدې وکتل.




خبرونه وايي له افغانستان څخه هم د دغه هيواد راتلونکو
انتخاباتو ته احتمالي کانديدان پوهاند ډاکټر اشرف غني احمدزى، ډاکټر علي احمد
جلالي، ګل آغا شېرزى او ډاکټر عبدالله عبدالله په رسمي توګه بلل سوي دي .
د
باراک اوباما د لوړي مراسم يوازي امريکايان نه، بلکي د نړۍ زياتره خلګ يې شېبه په
شېبه د تلوېزونونو او راډيو ګانو په ذريعه تعقيبوي.




د امريکا د افريقايي الاصله ولسمشر د لوړي مراسم د ده په پلرني
هيواد کينيا کي هم په دولتي او ملي سطحه له نيژدې څارل کېږي.
د کينيا حکومت د ده
په پلرني ښار کي يو غټ تلوېزون ايښئ او هم نژاده ښاريان يې د خوشحاليو او احساساتو
په څرګندولو د نړۍ د ځواکمن کس د لوړي مراسم پکښي ګوري.
همدا راز د انډونيزيا په
جاکارتا ښار کي دغه مراسم په ټلوېزونونو کي کتل کېږي، چي نوموړي يو وخت ښوونځى پکښي
ويلى وو.
د لوړي په مراسمو کي د امريکا پخواني جمهور رئيسان جيمي کارټر، جارج
ډبليو بوش، بيل کلنټن او د دوى مېرمني هم په لومړي کتار کي ليدل کېږي.
د
امريکايي پوځ لوړ پوړو چارواکو، قاضيانو، د متحده ايالاتو واليانو او د بهرنيو
هيوادونو سفيرانو هم په دې مراسمو کي ګډون کړى دئ.
په امريکا کي د افغانستان
سفير سيد طيب جواد هم دې مراسمو ته وربلل سوى او د ټلوېزون پر پرده
مالومېږي.
 د هاليووډ فلمي او هنري ستوري هم ورغلي چي د لومړني تور پوستي
مشر د لوړي مراسم له نيژدې څخه وګوري.
د واک د انتقال رئيسه هيئت وايي دا مراسم
د امريکا په تاريخ کي بېساري دي چي له ١٧٨٩ کال راهيسي د جارج واشنګټن د واکمنۍ له
مهاله لمانځل کېږي.
په دې مراسمو کي د عامو امريکايانو په منځ کي هم د هر نژاد
کسان تر سترګو کېږي، سره، سپين او تور پوستي، ځوانان، ښځي او بوډاګان ټول له يو بل
سره ګډ د خپل نوي ولسمشر لومړنۍ وينا ته غوږ دي.
د لوړي په مراسمو کي اول
مرستيال ولسمشر جوزيف بايډن او وروسته منتخب ولسمشر باراک اوباما د قاضي القضات جان
رابرټس په خوله د امريکا د جمهور رئيس په توګه لوړه وکړه.
پخوانى ولسمشر ډبليو
بوش د خپلي واکمنۍ په وروستۍ ورځ فقط د يوه نندارچي حيثيت لري او د سپيني ماڼۍ د
لوجستيک مامورين اخته دي چي له ماڼۍ څخه د نوموړي سامانونه ټول او د ولسمشر باراک
اوباما دا ځاى پر ځاى کړي.
ټاکل سوې ده چي ډبليو بوش او مېرمن يې لارا بوش به د
لوړي تر مراسمو يو ساعت وروسته خپل پلرني ايالت ټکساس ته په الوتکه کي روان سي او
باراک اوباما به د سپيني ماڼۍ له لوړ پوړو مشرانو سره د غرمې ډوډۍ وخوري.
د
امريکا د جمهور رئيس باراک اوباما راتګ ته افغانان ځکه اميدوار دي، چي د انتخاباتي
کمپاين پر وخت يې د افغانستان په باب د امريکا د جنګي پاليسۍ د تغير ژمنه کړې او
وايي په دې هيواد کي به د سولي د ټينګېدو دپاره هلي ځلي وکړي.
اوباما وايي له
عراق څخه به امريکايي پوځيان وباسي او افغانستان ته به ٣٠٠٠٠ تازه دمه پوځيان
ولېږي.
امريکايان وايي دوى ډېر خوشحاله دي، چي په هيواد کي يې نژادي تعصبونه له
منځه تللي او د هيواد مشر يې د نژادي برترۍ پر اساس نه، بلکي د پوهي او لياقت پر
بنسټ ټاکل کېږي.
تور پوستان په امريکا کي اقليت دي، چي ٦٣ کاله پخوا يې په دې
هيواد کي د رايي اچوني حق نه درلود، خو امريکايان وايي نن هغه ورځ ده چي ولسمشر
براهام لينکن ١٦٥ کاله پخوا غوښته.




باراک اوباما په اصل افريقايي، په نژاد تور پوستى، مور يې د
امريکا عيسوۍ او پلار يې د افريقا مسلمان وو، چي د جنوري پر شلمه د امريکا د لومړني
تور پوستي جمهور رئيس په توګه سپيني ماڼۍ ته ننوت.
امريکايان هيله من دي، چي
باراک اوباما به د دې هيواد هغه پخوانى برم بيرته راژوندى کړې، چي د پخواني ولسمشر
ډبليو بوش د ناکامو پاليسيو له وجي يې بايللى وو.




کارپوهان وايي د امريکا خراب اقتصاد، د عراق، افغانستان او د
غزې جنګونه هغه غټي ستونزي دي چي د پخواني ولسمشر ډبليو بوش څخه په ميراث ور پاته
دي او نوموړى به د خپلي واکمنۍ پر مهال ورسره مخ وي.


د يادوني وړ ده چي په دې مراسمو کي د نړۍ تر ټولو مشهور سوک
غورځوونکي ( باکسر ) محمد علي کيلي هم برخه اخستې وه .



د
امريکا د نوي ولسمشر بارک حسين اوباما بيانيې متن


دبارک اوباما کابینه





تبصره نسته

  1. د بارک اوباما په لنډه وينا کي د افغانستان او افغانانو لپاره نسبي اميدواري ليدله کېږي ، فکر کوم داوبامان په راتګ سره په افغانستان کي د ښاغلي حامدکرزي دوران هم پای ته رسيدلی دی ،ځکه اوباما د اوښتون ژمني کړي دي ، په امريکا کي او هلته چي امريکايان په عملياتو بوخت دي چي افغانستان هم په هغه کي شمېرل کيدای سي .
    که په تېر دوبي کي داوباما سفر ننګرهار ته او هلته يې د ګل اغا شيرزي سره ليده کاته راپه ياد کړو نو فکر کيږي چي ښايي لا هماغه مهال له ښاغلي شيرزي سره د افغانستان د ولسمشرۍ په اړه نظريات تبادله سوئ وي.
    له خدايه غواړم چي اوباما ته په نړۍ کي د مسلمانانو د سوکالۍ او راتلونکي افغان ولسمشر ته په لراوبره پښتونخوا کي د سوکالۍ او سولي د راوړولو توان ورکړي . تاسي وواياست ( امين )

  2. سره له دې چې موږ مارخوړلي له پوړي هم وېره لروخو بیا هم دموکــراتان په ځانګړي ډول ښـــــاغلی اوباما په نېک شګــــــون منواوپا ک سبحـــان ته لاســــونه لپــــه کووچې د ښـــاغلي اوباما په راتلــو ســــره دنړۍ له مخې دا
    بدرنګې او جنایتکارې څېرې ورټولې اودسـولې سرګردانه او ستومانه کوتره یو ځل بیا د بشــــر لپاسه دخوښیو په اوچتو اوچتوالوتنو راولي، په عین حال کې له ښاغلي اوباما څخه هیله کوو چې د تل په شان دمنطــــق لارونیسـي او د بوش په نا کامو اومحکـوموقدموپښـــــه کښــــې نه ږدي، همداراز د افغانستان لپاره دیوې تل پاتې ســـولې او زموږ د خـــاوري د پخواني تمامیت او استقلال په منظور د یونړیوال او بې پرې کانفرانس لپاره نامتو، پاک نفســه، د لوړهمت اولوړو تحصلاتولرونکي افغـــانان راټول او دکرزي د دورې ټول شرمېدلي له ډګر څخه لرې کړی .

  3. زه ډير افسوس دهغه چا په حال کوم چې ځانونه ډير تر ذهني اسارت لاندې ګڼي او هغه دا چې د اوباما په راتګ سره د کرزي دوران ختميدنه يادوي ،کرزى که هر څه دىاو هر څه يې وکړل هغه به پريږدو خو په هغه چا چې څوک اوس حساب کوي يو يې هم د حساب وړ نه دى دکرزي پر وړاندې د ټولو ولاړو کانديدانو په مسلمانۍ او افغانيت شک دى خو په کرزي کې دا دواړه ستر صفتونه دي افغان دى مسلمان دى او بس

  4. كه ځه هم دوي په منځونوكي سره ظاهراجوړدي مگرپه باطن كي سره اوږړه ملاحضات لري مگردافغانانواومسلمانانولپاره يي لاره يوه ده هغه په پښتوكي متل دي وايي خړسپي دليوه وروردي.

  5. ترټولوديادولووړموضوع داده چي كله چي بارك اوباما په خپله انتخابي مبارزه كي افغانستان ته راغي نوبيدون له دي چي كرزي صاحب وګوري مستقيماجلال ابادته ولاړاودګل اغاشيرزي سره يي دبندودروازوترشايونيم ساعت خبري وكړي وروسته يي خپل نوركارونه سرته ورسول اواوس هم چي ګورودافغانستان څخه يي بياهم شيرزي دڅلورونفروغوښتونكوله جمل څخه دي چي خلكوته يي سوالونه پيداكړي دي كرزي صاحب خوترهرچامحبوب دغربي نړي وونه پوهيژوچلي ولي يي په داسي تاريخي مراسموكي ورسره ناځواني وكړه.

  6. د مالوماتو له مخې د امريکا بهرنی سياست د ولسمشرانو لخوا نه؛ بلکې د خاصو کړيو له خوا اداره کېږي. نو افغانان باید اوباما ته دومره اميدواره نه وي. او يوازې دې خپل هغه خدای ته چې کاينات يې پيدا کړي دي؛ رجوع وکړي او د صليبي لښکرو د ماتې لپاره دې عذر او زارۍ وکړي. بله چاره نه لري.

  7. toolo afghananoo ta deer draana salamoona .
    wroono bush de da allah pa looy qaher kakar shi .waba gooro che obama se kawe .afghananoo ta se paighaam ba walari? aw ze ba da karzi saib pa ara da atal wroor nazar taaeed kara m zeka che noomawary pa deeroo sakhtoo sharayeetooo ke kaar sheroo kar .jalali aw ghani shayad istedaad walari amaa pa islaam yee shakman u ..khoo shirzai pa yaw chawkaat ke ham barabar na dai..de watan taade noor khuday khair peesh kree..dade watan pa raas ke da ghroo zmaray …gullbuddein hekmatyaar she shkaari allah de da shakhsiyat hayyaat lari..da yaw islami aw abad afghanistan pa heela …….staaso wroor anoosh safi

  8. زما به فکر بارک اوباما تر یو هانده بوری د امریکا تیروتنو ته به تیرو دوه لسیزو کی متوجه شووی او داسی شکاری چی دی به نور ده ناکامه بوش کوبایی سیاستونه نه تعقیب ووی. خوبیا هم ده یو افغان او مسلمان به توکه دیره تمه نه شو تری کولای خو یوه خبره واضع ده چی اوباماته هم اووس دا به داکه شووی چی دا افغانستان اووسنی رژیم یو ناکام مفسد او بی کفایته رژیم دی او به دی ورستیو کی خو حتی دناتو مشر هم کرزی او ددی توبکی اداره د افغانستان به نا خوالو کی کرم وبلله زه فکر کووم چی کرزی ته نور د غربیانو هغه بخوانی حمایت نور نه دی میسر.الله (ج) دی به افغان ملت ورحمیژی ترسو موژ له دی بدبختی نو وژغورل شوو.

  9. فكر كوم چې اوباما غواړي د افغانستان په هكله خپل ستراتيژي ته تغير وركړي او دغه څلور كسان چې د خپله په رسمي توګه بللي دي شاهد د افغانستان د احتمالي كانديدان څخه وي او فكر كوم اوباما هم غواړي چې افغانستان د خپل د اصلي او لومړني كار په سر كي راوړي

  10. 786..GRANO WATAN WALO ASALAM ALAIKOM! HEELA DA( LOY ALLAH.J) CH SHA DA TER HAR CHA .RAGHLO MOHTARAM HAMED KARZAI SAHEB,GHONDI WALAS MASHER BA BIA PA STERGO WA NA WEENEI.
    AA QANDAHARIY YA AA PASHTOONA STA DA PARA BEEKHE SHARAM DE CHE PA PASHTON POSE DE SOTEY RA AKHESTEY DEY
    DA AFGHANISTAN DA HINDWANO,TAJEKANO,PARSEBANANO,OZBAKANO,NORESTANIANO CHA WA SHERMEEZA
    ..DA TOLA RABANDE KHANDI..
    ( LAS CHE MAT SE WA KHPALY GHARI TA WLEEZY )
    WASALAM

  11. اسلام علیکم:. بی ادبی دی معاف وی. ده یو چاڅخه می داسی اوریدلی دی. چی سپیان چی هر سومره په خپل مینځ کی سره بد ویی. خو فقیر ته یی یوه خبره ده. نورنوو والله اعلم.