کور / تازه خبرونه / ايتلاف: د کابل چاودني دوى کړي دي

ايتلاف: د کابل چاودني دوى کړي دي

 


ايتلافي ځواکونه وايي په کابل کي دنن سهار لويه چاودنه چي کابل ښار يې ولړزاوه دوى خپله کړې ده.


د ايتلافي قواوو په حواله رويټرز آژانس خبر ورکړ، دغه چاودونکي توکي پخوا نيول سوي وو، چي د افغان پوځيانو له يوه روزنځي څخه يې را و ايستل او له منځه يې يووړل.


د کابل ښار يوې درنې چاودني پر داسي مهال ولړزاوه او ښاريان يې وارخطا کړل، چي افغان ولسمشر د ملي شورا د څلورم کال په پرانيستونکې غونډه کي وينا کوله.