دحماس ثابت قدمی اوداقوام متحده بی وسي
دصهونستانو تاریخ له قتل ،لوټماری اوجنایتونو څخه ډک دی په قرآن پاک کې چه دیهودانوکوم نا وړه خویونه ذکرسوی دی په هغوی کې څوواره دانبیا (ع) شهیدانی ول .دحضرت عیسی علیه السلام دقتل طوطئه اوسازش هم دیهودانوله خوا پلان سوی وه اودیهودانو مشران براه راست په دی طوطئه کې شریک وه خوالله پاک ددوی دشره وساتو.خوکله چه هادی برحق محمد( صلی الله علیه وسلم)ومدینی ته تشریف یووړ نویهودانودده مبارک دقتل له پاره هم څوواره کوشش وکو یووار ئی په خوراک کې زهر ورواچول اوبل وارئی کله چه نبی کریم صلی الله علیه وسلم له جنګ واپس راتو دوی غوښتل چه محاصره ئی کړی خوا لله (ج) په وحی سره خبراوه.دیهودانو په کتابو کې دغیر یهودانو مال،جان او عزت اخستل مباح ګرزول سوی دی.او دمسلمانانو خو دوی تر هرچادوښمنان دی. له همدی کبله ئی دفلسطینیانو ونابودی دو ته له څو لسیزو راهسی دامریکا په کومک ملا تړلی ده.له تیرو ۲۲ ورځو راپه دی خوا داسرائیلو ظلم دانتها ودرجی ته رسیدلی ده فلسطین ئی دهرطرفه محاسره کړی ده. اسرائیل د ټینکو،بکتربند ګاډیانو،اپاچی څرخکو،بمبار طیارو او بحری جهازو په واسطه ده فلسطینیانو څخه ژوند اخلی اودمسلمانانو دغیرت او همت امتحان اخلی.داسرائیلو د دی ناروا کړو په بدل کې نه د مسلمانانو له خواکوم عکس العمل ښکاره سوه او نه د نوری نړی له خوا څه غبرګون ښکاره سوحتی چائی مالی او بشری امداد هم نه وکو. ځکه چه امریکه داسرائیلو مکمل حمایت کوی ددرو هفتو څخه تقریبا۱۳۰۰فلسطینیان شهیدان او ۵۳۰۰ زخمیان سوی دی . په شهیدانو او زخمیانوکې اکثره ماشومان . زاړه اوزنانه دی .د اسرائیلو دا حملی ترنورو ټولو سختی او وحشت ناکی وی . اسرائیلودا هم ویلی دو چه حملی به د خپلی مرضی مطابق روانی وی . دصهونستی دولت د دی ظلم خلاف په امریکه ،برطانیه ،د یورپ په شمول په ټوله دونیا کې مظاهری وسوی لکین د اسرائیلو د وحشت څه کمی نه راغله .دفلسطین یوه ډله کومه چه دغرب غلامی ئی قبوله کړی ده. د امریکی اوغربیانوحکمرانانو،میډیا،اخباراتو اونورو رسنیو ډیره هڅه کړی او کوی ئی چه هم دا ډله دفلسطینیانو نماینده ډله جوړه کړی ترڅو دوی خپل مرام ته ورسیږی خواوس د فلسطین اولس بیداره سوی دی او دا هوډ ئی کړی دی چه نو ر به خپل هیواد او القدس له یهودانو آذاده وه او د داسی چا تر څنګ به دریږو چه پوخ ایمان او ټینګ عزم ولری چه دا ډله دحماس په نامه سره مشهوره ده چه داسرائیلو ومخ ته د غر غوندی کلکه ولاړه ده او یهودان ئی و دی ته مجبوره کړل چه یو طرفه اور بند اعلان کړی او دغزی څخه ځانونه وباسی دهمدی مجاهدینو په فدا کاری یهودانو اور بند ته غاړه کیږودله ځکه اسرائیل په دی پوسو چه اوس هم په فلسطین کې فداکاران او مبارزین شته.