کور / تازه خبرونه / امريكا له پاكستان سره غېرپوځي مرسته مشروطه كړه

امريكا له پاكستان سره غېرپوځي مرسته مشروطه كړه

دامريكا د نوي ولسمشر د كابينې له اړخه له پاكستان سره غيرپوځي مرسته مشروطه سوېده


 


دمتحده ايالاتو د نوي ولسمشر باراك حسېن اوباما د كابينې له اړخه  د دغه هيواد د بهرنۍ تګلاري د كړو وړو د څرګندولو پر مهال ويل سوي دي چي دمتحده ايالاتو له خوا څخه له  پاكستان سره كېدونكې غيرپوځي مرسته به د پاكستان او افغانستان پر ګډه پوله ( كرښه ) د ښوحالاتو په شتون پوري تړلې وي .


په دې خبر كي دا هم ويل سوي دي  چي  ولسمشر بارام حسېن اوبامااو د هغه نائب جوزف بائيډن به په پاكستان او افغانستان كي دالقاعده او طالبانو د بيا راپورته كېدو له لوي خطر څخه د ژغورنې په خاطر پر تګلاره او وسائلو له سره غور كوي .


 خبرزياتوي چي د باراك حسېن اوباما كابينه به په افغانستان كي د امريكايي پوځ په تعداد كې اضافه كوي او د نېټو له ملګرو هيوادونو څخه به هم د خپلو پوځونو په شمېر كي د زياتوب غوښتنه كوي .


 خبر وايي چي د افغانستان د اقتصادي پر مختګ دپاره به لا نور وسائل  په كاراچول كيږي .