کور / تازه خبرونه / په پېښورکي دالقاعدې مهم غړی ونیول سو

په پېښورکي دالقاعدې مهم غړی ونیول سو

دسرحدایالت دپېښورپولیسو په دغه ښار کي دالقاعدې دیومهم سعودي تبعه سره داوونورووسلوالودنیولوخبرورکړ.


خبرزیاتوي دالقاعدې دغه نیول سوی غړی “ذبیح الطایفي ” نومیږي اودپېښورښارپه زړې باړې  سیمه کي دڅلوروافغانانواودروپاکستانیانوسره یوځای ونیول سو.


دزړې باړې دامنیتي پوستې یوتن افسرچي دنوم ښوولوڅخه یې ډډه کول ،لراوبرته وویل :نیول سووکسانوتېره میاشت دپېښورپه رنګ روډ کي دناټوپراکمالاتي کاروان په برید کي لاس درلود، چیري چي په افغانستان کي وایتلافي قواووته وروړونکي ددووسووڅخه زیات تېل وړونکي ټانکرونه اودتخنیکي اجناسوبارکانټېنرونه وسوځول سول .


دغه راز خبر وایې : نیول سوی عرب (ذبیح الطایفي ) د۲۰۰۸زپه جولایې کي دلندن دښار په چاودنوکي هم تورن دی .